د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

په کندهار کې د معتادو ښځو د درملنې لپاره مرکز نه شته


په کندهار ولایت کې د معتادو ښځو د درملنې لپاره يو مرکز هم نشته، د کندهار معتادې ښځې وایي چې، د درملنې د امکاناتو نشتوالی دوی دې ته اړايستلي چې نشو ته دوام ورکړي.

دا پنځه دېرش کلنه مېرمن جمیله نومیږي.

دا هره ورځ له کوره دباندې له نارینه معتادینو سره هیروین څکوي.

جمیله چې د شپږو اولادونو مور ده، یوولس کاله کېږي چې په نشو اخته شوې ده.

دا وايي مېړه یې د نشه يي موادو کاروبار کاوه، له همدې امله دا هم په نشو ورسره اخته شوه.

جمیله وايي که څه هم له نشو يې ډېره کرکه کېدله، خو مېړه يې بيا هم په نشو اخته کړه.

هغه وویل: " مېړه مې معتاد و، نشه يي مواد يې هم خرڅول او هم يې استعمالول، زه تکه سپینه خيالوره ښځه ومه، ده چې ويل دا ښځه کوم بد کار و نه کړي، دی د پنځوسو شپېتو کالو سړی و، هيرويين يې راواخيسته ويل دا په پزه کش کړه د ریزش لپاره ښه دي، زما د هیروینو څخه داسي بد راتلل، آن دا چې پر ده مې د پوړکي والا نوم ایښي و."

د دې معتادې ښځې په سترګو کې اوښکې او پښیماني له ورايه ښکاري، دا غواړي چې درملنه یې وشي، بیرته خپل عادي ژوند پيل کړي او بيرته د پخوا په شان له خپلو اولادو سره د خوښیو ډک ژوند ولري .

هغه وايي:" زه غواړم چې بيرته د پخوا په شان کور او ژوند ولرم، که تاسې رښتیا مرسته راسره کوئ، نو ما روغتون ته بوزئ، زه نشه پریږدم، بيرته به مې د پخوا په شان خپل کور او اولادونه شي، اوس نه په اولاد پوهیږم او نه په کور، لکه لیونۍ اعصاب مي کار نه کوي، فکرونو اخستې یم، ټوله شپه او ورځ ګروم کوم."

کورنۍ تاوتریخوالی، بېوزلي، نشه يي موادو ته اسانه او ارزانه لاس رسی او په کورنۍ کې د معتادينو موجوديت هغه لاملونه دي چې ډېرې مېرمنې يې معتادې کړي دي.

په کندهار کې دا مهال د معتادو ښځو د درملني مرکز نشته.

په کندهار کې د معتادینو د سل بستریز روغتون رئیس ډاکټر زمان میوندي وايي چې، دوی یوازې په کورونو کې د معتادو مېرمنو د درملني پروګرام لري چې په روان کال کې يې د (۳۵) معتادو مېرمنو درملنه کړې ده.

میوندي زیاتوي: " اوس په کندهار کې اوس د ښځینه معتادینو د درملنې مرکز نشته، خو زموږ مرکز د ښځينه معتادينو درملنه د هغوی په خپلو کورونو کې کوي، په کندهار کې داسې روغتون نشته چې ښځينه معتادينې ورشي او هلته د (۴۵) ورځو لپاره بستري شي، خو موږ د هغو معتادينو درملنه کوو چې زموږ مرکز ته راشي، موږ د هغوی معاينات کوو، دوا ورکوو او بيا وروسته د ناروغ درملنه په کور کې کېږي."

د کندهار د ښځو چارو رئیسه رقیه اڅګزۍ وايي چې، د معتادو مېرمنو د درملني لپاره د یوه مجهز روغتون نشتوالی د دې لامل شوی چې د دغه ډول معتادو مېرمنو څخه د جنسي استفادې، غلاوو، نشه یي موادو د قاچاقو او ان دا چې په ترورستي فعالیتونو کې هم ناوړه ګټه واخیستله شي.

هغه زیاتوي: " نه یوزاې دا مېرمنې چې په نشو اخته دي او خپل ژوند او صحت یې له خطر سره مخ کړی دی، د دې تر څنګ دوی غلاوي کوي او په جنسي اړيکو کې هم ښکېلي دي، په ترورستي فعاليتونو او نشه يي موادو په قاچاقو کې هم استفاده ځنې کېږي، دا واقعآ چې زموږ د ټولني لپاره یو ډېر دردونکی حالت دی."

په کندهار کې د معتادو مېرمنو کره شمېر نه دی معلوم، خو په ۲۰۰۹ کال کې د (UNODC) ادارې د څېړنې له مخې، په دې ولایت کې د ښځینه او نارینه معتادینو شمېر یو لکو کسانو ته رسېده.

د کندهار د عامې روغتیا رياست چارواکي وايي چې، دا مهال د کندهار معتادين تر پخوا دوه برابره ډېر شوي دي، خو د درملنې لپاره یې په ولایتي کچه یوازې يو روغتون شته چې سل بستره لري.

------------------------

راپور: صادق رښتینی

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:37 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG