No media source currently available
د پکتیا ولایت د استیناف محکمې یو سړی د خپلې نږور د وژلو په جرم په ۲۵ کاله تنفیذي بند محکوم کړ خو محکوم شوی کس دا پرېکړه عادلانه نه بولي. د پکتیا ولایت چارواکي وايي، پر دولتي محکمو د خلکو باور زیات شوی دی او دوی هڅه کوي چې د خلکو دوسیې ژر تر ژره وارزول شي.