د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

اسرائیل د وتلي ایراني اټمي ساینسپوه محسن فخریزاده په وژنه کې لاس لرل رد کړل


محسن فخریزاده
محسن فخریزاده

په داسې حال کې چې ایران، د یوه وتلي اټمي ساینسپوه په وژنه کې اسرائیل په لاس لرلو تورن کړی، اسرائیل د دې حملې د مسؤلیت له منلو ډډه وکړه.

د ایران د یوه مخکښ اټمي ساینسپوه محسن فخریزاده تر وژل کېدو وروسته، د ایران د دولت یوه ویاند وویل، تهران دې ډیپلوماتیکې هڅې د فخریزاده د قتل نه‌قرباني کوي.

د جرمني خبري اژانس د ایران د دولت د ویاند علي ربیعي په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي "موږ باید په دې لومه کې راګېر نه‌شو".

د ایران پېژندل شوی اټمي ساینسپوه محسن فخریزاده تېره جمعه تهران ته نږدې په یوه وسله‌وال برید او ورپسې چاودنه کې لومړی ټپي شو، وروسته‌یې ساه ورکړه.

که څه هم ځینو ایراني چارواکو د دې حملې مسؤلیت پر اسرائیل وراړولی، خو اسرائیل د فخریزاده د وژنې د مسؤلیت له اخیستلو ډډه کړې ده.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د جمعې په ورځ تر پېښې څو ساعته وروسته ویلي وو، نه‌شي کولای د هر هغه شي په اړه چې اسرائیل‌یې کوي یا هم نه‌کوي، خبرې وکړي.

بنیامین نتانیاهو
بنیامین نتانیاهو

ځینو اسرائیلي چارواکو پرون وویل، دوی نه‌پوهېږي چې پر فخریزاده په حمله کې څوک لاس لري.

د اسرائیل د استخباراتو وزیر ایلي کوهن (Eli Cohen) ټینګار وکړ، په دې اړه چې ایا د اسرائیل استخبارات په دې پېښه کې دخیل وو که نه، تبصره نه‌کوي او نه به‌یې وکړي، خو زیاته‌یې کړه چې د فخریزاده د وژنې په خاطر به یو څاڅکی اوښکه هم تویه نه‌کړي.

کوهن وویل، د اروپايي هېوادونو له‌خوا د فخریزاده د قتل غندل له ریاکارۍ پرته بل څه نه‌و.

اروپايي ټولنې د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د فخریزاده وژنه یو جنایتکارانه عمل او د دې ټولنې د بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې وبلله.

په همدې حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب پرون یکشنبه په دې اړه سکای نیوز ټلوېزیون ته وویل: "موږ لا هم د بشپړ واقعیت کتلو ته په تمه یو او هڅه کوو په هغه څه پوه شو چې واقعاً په ایران کې پېښ شول. موږ دا وایو چې د بشرپالنې د نړیوال حاکمیت اصولو ته ژمن یو، هغه څه چې کاملاً روښانه دي او د ملکیانو د په نښه کولو خلاف دي."

د ایران د دولت ویاند علي ربیعي پرون یکشنبه وویل، له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۵م کاله پورې پر اټمي موضوع د مذاکرو پر مهال هم د ایران پر اټمي سایسنپوهانو ځینې حملې شوې وې، خو بیا هم د ایران ډیپلوماتیکې مذاکرې مخ ته لاړلې.

علي ربیعي
علي ربیعي

د ایران د اټمي ساینسپوه محسن فخريزاده تر وژل کېدو وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني د شنبې په ورځ په خپله وینا کې د ایران مخالفانو ته خبرداری ورکړ او ویې‌ویل: "هم دې صهیونیستي رژیم او هم دې هغه کسان چې د ایران خلاف دي په دې پوه شي چې زموږ د عزیزانو په مړینې سره به نور فخریزاده‌ګان د همت ملاوې وتړي."

د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي هم د شنبې په ورځ د فخریزاده تر وژل کېدو وروسته د غچ اخیستو غوښتنه وکړه.

هغه په خپل رسمي وېب‌سایټ کې د ده په اصطلاح د دې جنایت د تعقیب او د مسؤلو کسانو د مجازاتو غوښتنه وکړه.

بل‌خوا د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یوه وتلي مسؤل محمد اسماعیل کوثري ویلي، له دې پېښې سره دې احساساتي چلند نه‌کېږي، خو دا پېښه به هېڅکله هېره نه‌شي.

XS
SM
MD
LG