د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

ایران: اسرائیل د اټمي څېړنو د متخصص فخري زاده په وژلو کې لاس لري


د ایراند اټمي څېړنو نوښتګر متخصص فخري زاده
د ایراند اټمي څېړنو نوښتګر متخصص فخري زاده

ایران د اټمي څېړنو تر ټولو مخکښ چارواکی او نوښتګر له لاسه ورکړ، محسن فخري زاده پرون جمعه(د لېندۍ ۷مه) د تهران د ابسرد ښارګوټي په لار کې په یوه وسله وال برید او ورپسې چاودنه کې لومړی ټپي او بیا یې روغتون کې ساه ورکړه.

تهران تور پورې کړی چې اسراییل د دې برید تر شا دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر ټوېټر لیکلي چې د ده په خبرو "ترهګرو د ایران یو مخکښ ساینس پوه وواژه. اروپايي ټولنه دې د ده د ترهګرۍ دا عمل وغندي."

د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي پر محسن فخري زاده د برید په تړاو دولتي ټلوېزیون ایریب ته بېګاه وویل: "کوم راپورونه چې د پېښې له سیمې لرو دا ښکاروي چې لومړی د هغه په موټر باندې ډزې شوي او لس پنځلس ثانیې وروسته یو نیسان موټر چې په کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي و چاودنه کوي. فخري زاده په دې پېښه کې ټپي کېږي چې د همدغو ټپونو په خاطر یي وروسته ساه ورکړه."

د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي
د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي

لویدیځو استخباراتي شبکو محسن فخري زاده د ایران د اټمي پروګرامونو متفکر مغز باله او دا باور لري چې هغه د اټمي پروګرام په نوم اټمي وسلې جوړولې.

ایران د فخري زاده په اړه دا خبرې رد کړي دي.

اسرائیل سمدستي د محسن فخري زاده د وژنې په تړاو د ایراني چارواکو د تورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو یو وخت صدراعظم بنیامین نتانیاهو په یوه کنفرانس کې ویلي و چې"د محسن فخري زاده نوم باید په یاد ولرئ."

د امریکا دفاع وزارت هم د محسن فخري زاده د وژنې په تړاو د رویټرز خبري اژانس ته له تبصرې ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG