د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

میدان وردګ کې د ۱۱ تښتول شویو مسافرو برخلیک لا معلوم نه دی


ارشیف، د میدان ښار یوه څنډه، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، د میدان ښار یوه څنډه، عکس تئزیني بڼه لري

د میدان وردګ جلرېز لاره کې د ۲۸ تښتول شویو ملکيانو له ډلې ۱۱ لا هم نادرکه دي، ددې ولایت چارواکي وايي، دا مسافر طالبانو تښتولي دي، خو طالبان تراوسه نه 'هو' کړې او نه يې هم 'نه' ويلي دي.

د میدان وردګ ولایت د والي ویاند محب الله شریف زي نن پنجشنبه (د لیندۍ ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، پرون کابل ته پر لارې ۲۸ مسافر د طالبانو له خوا تښتول شوي چې ۱۷ یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شوي، خو ۱۱ یې لا هم لادرکه دي.

طالبانو د ملکیانو موټرونه د جلرېز ولسوالۍ د سیاه پيتاب او پل مهراب په سیمو کې درولي

ښاغلي شریف زي زیاته کړه: "پرون وسله والو طالبانو ۲۸ مسافرین نامعلوم ځای ته بوتلل چې تر اوسه ۱۱ ورسره پاتې دي، زموږ هڅه دا ده چې هغوی د مشرانو په منځګړیتوب را خوشې شي، طالبان پلونه، عامه ځایونه لکه ښوونځي، مدرسې او جوماتونه ورانوي. عامو خلکو ته ستونزې جوړوي، یوازینی موخه یې د سولې پر وړاندې درېدل دي."

د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندانۍ يوه ورځ مخکې ويلي و چې طالبانو د ملکیانو موټرونه د جلرېز ولسوالۍ د سیاه پيتاب او پل مهراب په سیمو کې درولي او ۲۸ کسان یې له ځانه سره بېولي دي.

دا مسافر چې ټول نارينه وو، د میدان وردګو ولایت د بهسود ولسوالۍ لومړي برخې څخه کابل ته روان وو.

د جلریز – کابل لویې لارې یو شمېر مسافر وايي: "دولتي کارکوونکي او عام خلک نه شي کولی په دې لاره تګ راتګ وکړي، موږ چې په دې لاره تګ راتګ کوو له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو، د طالبانو له پوښتنو سره مخ شوي یو، ډېری یې له ځانه سره وړي دي، يو یې د غل په نوم او بل یې په بل نوم، په دې لویه لاره طالبانو ډیرې ستونزې جوړې کړې دي.

-دا د مسافرینو د تګ راتګ لاره ده، امنیت یې ډېر خراب دی، د دولت مسوولیت دی چې د دې لارې امنیت ونیسي، طالبان د کابل- جلریز او کندهار لویو لارو کې د تلاشي کمربندونه لري."

ارشیف
ارشیف

د جلریز لویه لار کابل له بامیان او نورو مرکزي سیمو سره نښلوي.

دا لار د میدان وردګ ولایت له ناامنه سیمو څخه یادیږي چې د طالبانو د ادعاوو پر بنسټ په یاده ولسوالۍ کې دوی پراخ حضور لري، دا خبره د میدان وردګ ولایت چارواکي هم تأییدوي.

د امنیتي چارواکو د راپورونو له مخې، په وروستیو څو کلونو کې طالبانو د افغانستان د شمال او لویدیځ په لويو لارو وار په وار مسافر تښتولي چې بيا يې بېرته خوشې کړي، خو ځیني یې وژلي هم دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ميدان وردګو ولايت د چارواکو د دې ادعا په ځواب کې ازادي راډيو ته وويل، په دې اړه په جزئياتو تر لاسه کولو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG