د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

کونړ کې د نړیوالو ځواکونو په مرسته رغیدلي پلونه د نړېدو له ګواښ سره مخ دي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کونړ کې هغه پلونه د نړېدو له ګواښ سره مخ دي چې نړیوالو ځواکونو په مالي مرسته د میلیونونو ډالرو په لګښت جوړ کړي دي.

د کونړ اوسیدونکي وايي، دې پلونو د کونړ د سیند دواړو غاړو ته پراته ولسونه سره نښلولي او که د ترمیم په برخه کې یې اقدامات ونه شي، خلک به بېرته له سینده په جالو کې اوړي را اوړي.

د کونړ پر څپاند سیند د سپین جومات پُل څو کاله مخکې په کونړ کې مېشتو بهرنیو ځواکونو د میلیونونو ډالرو په لګښت جوړ کړ او دلته یې د سیند د دواړو غاړو ولسونه سره وتړل، خو اوس د دې پل ستنې او محافظتي دیوالونه تر ډېره سیلابونو او زیاتو اوبو کمزوري کړي او هره ګړۍ یې د نړیدو خطر شته.

د سیمې خلک وايي، که د سپین جومات د خوندیتوب او ترمیم لپاره اقدام ونه شي، ښايي داسې وخت راشي چې بیا به اوبه له ورخه تیرې او پُل به په بشپړ توګه نړیدلی وي.

پر کونړ سیند د نړیوالو ځواکونو په مالي مرسته شپږ پاخه پلونه جوړ شوي، دې پلونو د سیند دواړو خواو ته د پرتو ولسونو مزلونه لنډ کړي وو، خو اوس له دې پلونو څخه د زیړي بابا په نوم پُل د نه پاملرنې له کبله لس کاله وړاندې لومړی په ملا مات او ونړېده او هماسې ویجاړ پروت دی. پاتې نور هم د ویجاړۍ له ګواښ سره مخ دي.

د کونړ یو اوسیدونکی عمران خان وايي: "موږ چې اوس پلونو ته ګورو، د اکثرو ستنې او دیوالونه د ویجاړېدو ګواښ سره مخ دي .که په وخت يې غم ونه خوړل شي، کیداي شي د زیړي بابا د پُل په څېر په ملا مات او له کاره ولوېږي."

کونړیان وايي، باید اړوندې ادارې د پلونو ترمیم او ساتنې ته ځانګړی پام وکړي، د دوی په خبره که دا پلونه ویجاړ شي افغان حکومت یې ښايي بیا د ودانولو توان ونه لري.

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کونړ اوسیدونکی عطا الله ساپی وايي: "په کومو ځایونو کې چې د پُلونو د ساتنې لپاره دیوالونه نه دي جوړ شوي او له هغه ځایه پُل ته زیان رسېږي، باید هلته هم دیوالونه جوړ شي، که داسې ونه شي او پلونه تخریب شي، د نوو پُلونو جوړول د افغان له وسه وتلی کار دی."

د دوی په خبره چې پخوا به د جالو او کېښتېو په وسېله له سینده پورېوتل چې ډېری وختونه به د جالو او کېتښېو د چپه کېدو او سیند کې د ډوبېدو له امله د غم په ټغر ناست وو، خو کله چې بهرنیو ځواکونو د کونړ پر سیند ځای پر ځای پلونه جوړ کړل، د جالو دور پای ته ورسېد او د سیند د دواړو غاړو د خلکو ترمنځ تګ راتګ اسانه شو.

په کونړ کې د فواید عامې ریاست مسولین هم مني چې د نړیوالو ځواکونو له خوا د کونړ پر سیند د میلیونونو امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي پلونه د نړیدو له خطر سره مخ دي.

د کونړ د فواید عامې رئیس انجینر عبدالله دُراني ازادي راډیو ته وویل، دوی د دې پلونو د ساتنې او ترمیم هڅې کوي :

"دا دوه پلونه چې حالت يې ډېر خراب وو، یو د پشد او بل د حکیم اباد پل و، په هغو مو تقریباً ۳۰ میلیونه افغانۍ ولګولې. ستنې او حفاظتي دیوالونه يې تخریب شوي وو، د پاتې پلونو د ترمیم او ساتنې سروې هم شوې ده . د مرکزي حکومت سره په همغږۍ او د بودیجې شتون سره به په هغو هم کار کوو."

کونړیان وايي، د پلونو جوړېدو سره يې په سیند کې له ګواښونو ډک تګ راتګ پای ته رسیدلی دی، خو حکومت ته په کار دي چې د نړیوالو ځواکونو له خوا د جوړو شویو پلونه ساتنه وکړي او پرې نه ږدي چې دوی بیا د زړې زمانې جالو او کښتیو ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG