د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

"د ارزګان په ښونځیو کې د کرونا مخنیوي ته تدابیر نه دي نیول شوي"


د ارزګان کې په ښوونځیو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هېڅ ډول تدابیر نه عملي کېږي.

په ترینکوټ کې د یو شمېر ښوونځيو زده کوونکي وايي، په دغه ولایت کې په یو شمېر ښوونځیو کي په یو ټولکي تر سلو زیات زده کونکي کښينول کېږي چې یو شمېر یې د کرونا ویروس نښې هم لري.

په ترینکوټ ښار کې د سیدالخان مشهوره لېسه چې زرګونه زده کوونکې په کې په درس بوخت دي. د دې لېسې یو زده کوونکی بریالی وايي، په لېسه کې یې د کرونا د مخنیوي لپاره هېڅ ډول تدابیر نه شته او د ده په ټکو داسې زده کونکي هم ټولګیو ته راځي چې کوېډ -۱۹ لري.

دی وايي، اداره یوازې همدومره کوي چې هغه کسان چې د ناروغۍ نښې ولري رخصت ورکوي: "زموږ په لېسه کې په ټولګیو کې د زده کوونکو ترمنځ هېڅ فاصله نه مراعتیږي او په یوه ټولګي کې تر ۱۶۰ زیات زده کوونکي ناست وي. ماسک هم څوک نه تړي، زه خپله زیات ویریږم چې په کرونا ویروس اخته نشم او زیات وخت د همدې وېرې له امله ورځم هم نه، خو چې ورځم هم په دې خاطر ورځم چې درسونه راڅخه تیریږي او ښوونکي مې غیرحاضروي، مجبوره یم."

د سیدالخان لېسه په ترینکوټ ښار کې د پوهنې د ریاست سره دیوال شریکه ده او تر پنځو زرو زیات زده کوونکي لري، خو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په کې هېڅ ډول تدابیر نه شته.

د دې لېسې مدیر فیض الله هم ازادي راډيو ته تأیید کړه چې په لېسه کې یو شمېر زده کوونکو او یوه ښوونکي د کرونا ویروس نښې درلودې، خو وايي هغوی چې د ناروغۍ نښې ولري له ښوونځي یې رخصتوي.

نوموړی دا هم مني چې په یو ټولګي کې تر سلو زیات زده کوونکې کیني، خو زیاتوي چې زده کوونکي زیات او ښوونکي کم دي او دوی بله چاره نه لري.

هغه د نورو تدابیرو د نشتوالي په اړه وايي: "په ښوونځي کې مو ځکه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره زده کوونکو ته د لاس مینځلو صابونه او ماسکونه پروسه نه ده عملي کړې چې نه یې لرو. د پوهنې ریاست موږ ته ۵۰۰ ماسکونه راکړي خو زموږ د زده کوونکو شمېر پنځه زره دی. زده کوونکي هم غریب دي او د ماسک او صابون رانیولو توان نه لري."

د ارزګان ولایت د پوهني ریاست مسولین هم په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت مني خو وايي، په دي اړه یې مرکزي اداري ته پیشنهادونه استولي.

په ترینکوټ کې د سیدالخان د لېسې زده کوونکي
په ترینکوټ کې د سیدالخان د لېسې زده کوونکي

په یاد اداره کې تدریسي مدیر محمد نسیم همتزی ازادي راډيو ته وویل ،دوی ته تر اوسه پورې له ښوونځیو څخه د کرونا ویروس د کومې مثبتې او مشکوکې پېښې په اړه راپور نه دی ورغلی.

دی وايي: "موږ خپل ټولو هغه امکانات چې لرو یې کارو یې، خو موږ د صحي چارو مدیریت لرو هغه ټول ښوونځي څاري او که په کوم ښوونځي کې په زده کوونکو کې د کرونا ویروس نښې پیدا شي موږ د ښوونځیو ټولو مسولینو ته ویلي چې هغو ته رخصت ورکړي موږ ټولو زده کونکو ښوونکو ته هم د کرونا ویروس په اړه عامه پوهاوی ورکړی."

د ارزګان د عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، دوی تر اوسه پورې په ښوونځیو کې د کرونا ویروس کوم مثبته پیښه نه ده ثبت کړې.

په یاده اداره کې د ساري ناروغیو د برخي مسؤل ډاکټر سید نوراغا سعادت وویل چې دوی تازه په ترینکوټ د کرونا ویروس ۶ مثبتې پېښې ثبت کړي چې په ټکو یې که په ښوونځيو کې د کرونا ویروس د مخنیوي تدابیرو ته پام ونه شي، فاصله مراعت نه شي او ماسک ونه کارول شي نو د دې وېره شته چې زرګونه زده کوونکي په دغه ویروس اخته شي.

سیدالخان لیسه په ارزګان ولایت کې یوه مجهزه لېسه بلل کیږي، خو که په دې لېسه کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي تدابیر نه شته، نو د دې ولایت په نورو ښوونځیو کې یې هم د شتون تمه نه شي کیدی.

XS
SM
MD
LG