د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

د ارزګان چارواکي: طالبانو د دهراود ولسوالۍ ودانۍ ونیوله


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري.
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري.

د ارزګان سیمه ییز چارواکي تأییدوي چې وسله والو طالبانو د دهراود ولسوالۍ ودانۍ ونیوله.

د دهراود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي نن جمعه(د لړم ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو د امنیې قوماندانۍ ودانۍ هم نیولې ده.

دی زیاتوي: "تېره شپه اووه بجې به وې چې ولسوالۍ سقوط شوه، د تلفاتو په اړه معلومات نه شته."

د دي ترڅنګ په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت د خلکو استازي او دهراود ولسوالۍ اوسیدونکي بسم الله جان محمد ازادي راډيو وویل چې افغان پوځيانو یاده ولسوالۍ پرته له مقاومته وسله والو طالبانو ته خوشې کړې ده.

نوموی وايي، تېره شپه د جګړې پر مهال په دهراود ولسوالۍ د ارزګان ولایت د امنیه قوماندان خطاب خنجري یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

خو د ارزګان ولایت د والي ویاند احمد شاه ساحل بیا دا خبر ردوي چې ګڼې دهراود ولسوالۍ دې وسله والو طالبانو نیولې وي او زیاتوي چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ ځینې برخې نیولي، خو اوس یې پر ضد پوځي عملیات پیل شوي دي.

هاخوا د دهراود ولسوالۍ اوسیدونکې وايي، تېره شپه دغلته د جګړې پر مهال یو ملکي کس هم وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دهراود ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې وسله واله جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG