د شانګهای د همکاریو سازمان شلمه غونډه نن سې شنبه (د لړم ۲۰مه) په انلاین ډول د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په کوربه توب جوړه شوه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغې غونډې ته په وینا کې د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا، د تروریستي شبکو او د مخدرو موادو د قاچاق او یو شمېر نورو ګواښونو پر وړاندې په مبارزې د ټینګار ترڅنګ له دغه سارمانه وغوښتل چې په افغانستان کې د اساسي قانون پر بنسټ له جوړ نظام څخه ملاتړ وکړي.
ښاغلي غني وویل چې د شویو سروېګانو پر بنسټ د افغانستان له ۷۵ سلنې زیات خلک له جمهوري نطام څخه ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې په خبرهیې د طالبانو ملاتړي څلور تر اته سلنې پورې دي، خو ښاغلي غني د دغو سروېګانو سرچینې یادې نه کړې.
ولسمشر غني وویل چې د افغانستان د خلکو په اکثریت د ده په خبره، د دغه لږکیو د غوښتنې قبلول به د شخړې او جګړې د دوام لامل شي.
نوموړي دغه شان وویل چې د افغانستان د اساسي قانون د نظم ګډوډول به د شانګهای د همکاریو په سازمان هم منفي اغېز ولري او دغه شان به د ترهګرۍ د پراختیا لامل شي.
ښاغلي غني وویل چې طالبانو سره د خبرو د پیل پرېکړه د دولت لپاره سخته وه، خو له دې سره-سره طالبانو نه یوازې دا چې د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې په خپلې ژمنې عمل ونهکړ، لا یې زیات کړل.
د افغانستان ولسمشر پر ښوونیزو مرکزونو برید د طالبانو د تاوتریخوالي نښه یاده کړه.
ښاغلي غني دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کوي چې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي لا هم په دوحه کې دي، خو د سولې د خبرو په کړنلاره لا یوې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
افغان ولسمشر، د شانګهای سازمان په غونده کې له دغه سازمانه په افغانستان کې د اساسي قانون پر بنسټ جوړ نظام د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د شانګهای د همکاریو سازمان غړو هېوادونو په دغه غونډه کې په سیمه کې د اړیکو او همکاریو په پراختیا او د کرونا ویروس پر وړاندې په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
دا سازمان دا مهال اته اصلي او څلور څارونکي غړي لري.
روسیه، چین، تاجکستان، قزاقستان، قرغستان، ازبکستان، هند او پاکستان یې اصلي او افغانستان، ایران، مغلستان او بېلاروس یې څارونکي غړي دي.
ټاکل شوې چې د شانګهای سازمان ۲۱مه غونډه د تاجکستان د ولسمشر په کوربه توب جوړه شي.