د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

هشت صبح: افغان دولت باید د سختو ورځو لپاره چمتو ووسي


هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، دولت باید د سختو ورځو لپاره چمتو ووسي.

د سرمقالې لیکوال، دا خبره د امریکا ټاکنو ته په اشارې لیکلي او زیاته یې کړې، که د امریکا ټاکنو پایله چې لا تر اوسه معلومه نه ده، بحران سره مخ کېږي نو دا ښکاره ده چې پر افغان سولې او هېواد کې پر امنیتي وضعیت به منفي اغېزه وکړې.

نو د سر مقاله لیکونکي په خبره، افغان دولت باید د امریکا ټاکنو پایلو ته په تمه نه شي بلکې د دې ورځو د کنټرول هڅې وکړې.

سرمقالې کې راغلي، افغان دولت دې کوښښ وکړي چې د ۹۰یمې میلادي لسیزې ترخه تجربه یو ځل بیا تکرار نه‎شي.

ورځپانې لیکلي، هغه مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ د ژینو په تړون کې چې پر بنسټ یې شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل، د امریکا او شوروي پام له افغانستانه واوښت جګړه نور هم توده او په پایله کې د وخت حکومت نسکوره شو.

د سرمقالې لیکونکي په باور، که امریکا کې د انتخاباتو پایلې بحراني کېږي، امکان شته چې د افغانستان تحولات د یوې مودې لپاره د هغه هېواد د بهرني سیاست لومړیتوب نه وي، پر طالبانو فشار کم شي او دوی به تاوتریخوالي ته زور ورکړي، نو د سرمقاله لیکونکي په خبره افغان دولت ته په‎کار ده چې له وړاندې د خپلو ارزښتونو او جمهوریت ساتلو لپاره لاس په کار شي.

دنیا

د دنیا ورځپاڼې سرمقاله کې د طالبانو پر وړاندې د سیاسي جهتونو وروستیو پر خبرداریو تبصره شوې ده.

د سرمقالې لیکوال د سید مصطفی کاظمي ۱۳م تلین په ورځ د افغانستان سیاسي څېرو ترمنځ جوړې شوې غونډې ته په اشارې لیکلي، په هېواد کې روان وضعیت ښيي چې له دې وروسته به جګړه د افغانانو ترمنځ نوي فاز ته داخلیږي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، طالبانو ته د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ګواښ چې که افغان سولې سره یوځای نه‎شي نو د طالبانو پر وړاندې به جګړه پیل کړي د اندېښنې وړ بللې ده.

لیکوال ټينګار کړی، اوس مهال چې افغانستان په بد سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت کې دی نو په‎کار ده چې ټول لوری، افغان حکومت، طالبانو او سیاسي جهتونه یو لاسي او روان حالت کنټرول کړې.

انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ناټو ملاتړ موضوع راخیستې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، په افغانستان کې روان بحراني وضعیت کې د افغان امنیتي ځواکونو مسلکي کړنو د افغانستان نړیوال ملاتړ کوونکي دې ته هڅولي چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږد مهالي مرستې وکړي.

لیکوال د افغانستان دفاع وزارت د ویاند روح‎الله احمدزي له خولې لیکلي، افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له افغانستانه د خپل ملاتړ په دوام د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سلګونه هاموې، میلیونونه مرمۍ او لوړ شمېر جنګي وسایل سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG