د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

که د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د کاندیدانو رايي مساوي شي بل انتخاب به څه وي؟


د امریکا په ځینو ایالتونو کې د رایو شمېرل لا هم روان دي او د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو پایله لا نه ده روښانه شوې.

په داسې حالت کې دا پوښتنه راپورته کیږي چې که د دواړو کاندیدانو ټاکونکې رأیې یا الکتورل کالجونه مساوي وي د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو برخلیک به څه ډول ټاکل کېږي؟

د امریکا متحده ایالاتونو له اساسي قانون سره سم ولسمشر د خلکو په مستقیمو رایو نه ټاکل کېږي.

دا الکتورل کالج یا ټاکنیز پلاوی دی چې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته د مستقیمې رأیې حق لري او که چېرته یو کاندید امریکا له ټولو ۵۳۸ ټاکنیزو رایو یا کالجونو ۲۷۰ خپل کړي د جمهوري ریاست څوکۍ یې ګټلې ده.

د هر ایالت د ټاکنیز پلاوي غړي د نفوسو پر اساس ټاکل کېږي.

که د دواړو کاندیدانو ټاکونکې رأیې یا الکتورل کالجونه مساوي وي د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو برخلیک به څه ډول ټاکل کېږي؟د نفوسو احصاییه په هرو لسو کلونو کې یو وار ترسره کېږي او له مخې یې ځینې وختونه د ټاکنیز پلاوي په شمېر کې توپیر راځي.

که د دواړو کاندیدانو ټاکونکې رأیې یا الکتورل کالجونه مساوي وي د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو برخلیک به څه ډول ټاکل کېږي؟

کلیفورنیا، ټکساس، نیویارک، فلوریډا، پنسلوانیا او ایلینای هغه پنځه ایالاتونه دي چې د ټاکنیزو پلاویو شمېر یې تر نورو زیات دی.

په کلیفورنیا کې ۵۵ رأیې دي چې تل د ډموکراټانو په ګټه کارول کیږي د ټکساس رأیې بیا ۳۸ دي چې جمهوریپالو ته ورځي.

ځیني ایالاتونه د مساحت له پلوه خورا لوی دي، خو د نفوسو د کموالي په خاطر یې د ټاکوونکو شمېر ان درېیو ته هم ښکته کېږي. د بېلګې په توګه الاسکا ایالت.

الکتوران یا د ټاکنیز پلاوي غړي د انتخاباتو د کال د ډسمبر په ۱۴ سره غونډه کوي او هر یو د خپلو ایالاتونو رأیو ته په کتو خپله رایه اعلانوي.

درې اوونۍ وروسته یعنې د جنوري په شپږمه دوه نوې جرګې د استازیو جرګه او سنا جرګه ټاکل کېږي چې هغوی بیا د ټاکنیزو پلاویو یا الکتورانو رأیې شمېري او د ټاکنو بریالی اعلانوي.

په واشنګټن کې د جوبایډن پلویان
په واشنګټن کې د جوبایډن پلویان

په کانګرس کې په دې تړاو هر ډول اختلاف باید د جنورۍ له شلمې مخکې حل شي ځکه د امریکا د اساسي قانون له مخې دا نېټه د برحاله ولسمشر د کار وروستۍ ورځ ده.

اوس که دا مخالفتونه روان وي او یا د کانګرس غړي دې پایلې ته ورسېږي چې هر کاندید ۲۶۹ او مساوي رایې ګټلي هغه وخت بیا د امریکا ولسمشر د محتملو ټاکنو یا کانټیجنټ ایلکیشنز له لارې معلومیږي.

امریکايي لیکوال او تاریخ پوه بېن شیهان له 'سي.بي. اېس' ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې په دې اړه وايي: "د دغه کار چانس ډېر کم دی. زموږ په تاریخ کې یوازې دوه واره استازیو جرګې ولسمشر ټاکلی په ۱۸۰۰ (اتلس سووم) کال او بیا په ۱۸۲۴ کال او سنا جرګې هم یوازې یو وار په ۱۸۳۶ کې مرستیال ولسمشر ټاکلی. نو موږ یوه ډېر پخواني وخت ته اشاره کوو، خو زه دا وایم چې ډېر داسې څه په ۲۰۲۰میلادي کال کې شوي چې له ډېره وخته نه و شوي او یا کم تجربه شوي و. نو دا داسې یو څه دي چې موږ باید ورته چمتو و اوسو."

په دې ډول ټاکنو کې د ولسمشر د انتخاب واک د هر ایالت د استازیو جرګې په لاس کې وي چې په ګډه خپله رایه کاروي او د مرستیال ولسمشر لپاره بیا هر سناتور په خپله رایه ورکوي.

د امریکا درېیم ولسمشر ټامس جیفرسن په ۱۸۰۱ میلاديکال کې د همدې ډول ټاکنو له لارې انتخاب شوی و.

د امریکا د فدرال قوانینو له مخې که کانګرس د جنورۍ تر شلمې ګټونکی اعلان نه کړي هغه وخت به بیا د امریکا د استازیو جرګې مشر د سرپرست جمهور رییس په توګه مسوولیت په غاړه اخلي.

XS
SM
MD
LG