د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

ګیزاب کې درنه جګړه؛ 'طالبانو ولسوالۍ او د ملي امنیت ودانۍ نیولي'


آرشیف، په ارزګان کې ځینې سرتېري
آرشیف، په ارزګان کې ځینې سرتېري

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت د ګیزاب ولسوالۍ، د ملي امنیت ودانۍ او بازار تېره شپه تر درنې جګړې وروسته وسله والو طالبانو ونیول.

د ګیزاب امنیه قومندان لالي نن سهار ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال یوازې د افغان امنیتي ځواکونو امنیه قومندانۍ او د ملي اردو یو کنډک په لاس کې لري او هغه هم وسله والو طالبانو کلک محاصره کړي او په خبره يي که چېرې اضافي سرتېري ونه رسېږي نو د وسله والوطالبانو لاسونو ته لوېږي.

نوموړی وايي، د مرګ ژوبلي په اړه تر اوسه معلومات نشته.

هغه زیاتوي: "د تېرې شپې تر درنې جګړې وروسته وسله والو طالبانو زموږ څخه د ولسوالۍ ودانۍ، د ملي امنیت ودانۍ او بازار ونیول، اوس په یادو سیمو کې دي او زموږ زیات شمېر پوستې هم محاصره دي او زموږ اړیکه ورسره پرې شوې، اوس هم درنه جګړه روانه ده او طالبان د قومندانۍلور ته راروان دي."

ارشیف
ارشیف

خو د ارزګان ولایت د ارزګان ولایت مقام مسولین بیا دانه مني چې د ولسوالۍ او ملي امنیت ودانۍ او بازار دي د وسله والو طالبانو لاسونو ته لوېدلې خو په یاد ولسوالۍ کې جګړه مني.

د دغه ولایت د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادۍ راډيوته وویل چې ولسوالۍ ته اضافي سرتېري رسېدلي او ډېر ژر به وضعیت کنټرول کړي.

په ګیزاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د کنډک قوماندان جګړن اسدالله اندرابې هم ازادي راډيوه تایید کړه چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ بازار او یو شمېر نور سیمې د افغان پوځيانو څخه نیولي دي.

اندرابي وايي، د تېرې شپې د جګړې پرمهال ۸ وسله والو طالبان وژل شوي او ۸تنه نور هم ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسینو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG