د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د بې‌اسناده وسایطو د ثبت او طی مراحلو پروسه پیل شوه


ارشیف
ارشیف

افغان حکومت رسماً د بې‌اسناده وسایطو د ثبت او طی مراحلو پروسه پیل کړه.

د افغانستان مالیې وزارت د بې‌اسناده وسایطو مالکانو ته دوه میاشتې وخت ورکړ چې د ثبت او طی مراحلو په مرکزونو کې خپل موټر ثبت کړي.

د دغه وزارت سرپرست عبدالهادي ارغنديوال د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۰» د دغې پروسې په پرانیست غونډه کې وویل، د دغې پروسې د پیل هدف د یادو وسایطو قانوني کول دي چې په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل شوي او په امنیتي پېښو کې ترې استفاده کېږي.

ښاغلی ارغندیوال زیاتوي: "موږ نن ډېره مهمه مسئله ارزوو چې د هېواد د ملي امنیت لپاره مهمه وه، هغه موټر چې په ناقانونه ډول هېواد ته راوړل شوي، له هغو به په ابزاري توګه او ان د هېواد د امنیت په ګډوډلو کې استفاده کېدله او دا سلسله باید ختمه شي، له بده مرغه ډېری هغه موټر چې به د هېواد د امنیت په خرابوالي کې کارول کېدل، راجستر نه‌وه او څښتن‌یې نه‌درلود."

د بې‌اسناده وسایطو د قانوني کولو پروسې پرانیسته
د بې‌اسناده وسایطو د قانوني کولو پروسې پرانیسته

ښاغلي ارغندیوال خبرداری ورکړ چې له ټاکل شویو دوو میاشتو وروسته به هېڅ ډول وسایطو ته د ثبت او طی مراحلو اجازه ورنه‌کړل شي او فعالیت به‌یې هم منع شي.

د افغانستان د ګمرکونو عمومي رئیس خلیل‌الله صالح‌زاده په دغه ناسته کې وویل، په تېرو ۱۰ کلونو کې ۴۰،۶۰۰ عرادې موټر د ګمرکونو له قانوني لارې راوارد شوي دي.

هغه تأیید کړه چې د قاچاقي وسایطو د راوړلو د مخنیوي لپاره دوی پلان لري چې ګمرکي تعارفې راکمې کړي.

ښاغلی صالح‌زاده وایي د ټولو ولایتونو په ګمرکونو او مستوفیتونه کې اجرائیوي واحدونه جوړ شوي چې د موټرو د اسنادو د طی مراحلو پروسه په‌کې اجرا شي.

د افغانستان د ګمرکونو عمومي رئیس وویل، د وسایطو د اسنادو طی مراحلو پروسه به په اوو ورځو کې او پنځو پړاونو کې چې د فورم بشپړول، د ګمرکونو په ډېټابېس کې د معلوماتو شاملول، په امنیتي ادارو کې د طی مراحل، په ګمرکونو کې د تخنیکي چک او د مالیې اخیستل او د ترافیکو ریاست له لوري د پلېټ اخیستل دي، ترسره شي.

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې د ۱۹۹۱ تر ۲۰۰۰ ماډله وسایطو ته به ۸۵ فیصده، له ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۱ ماډل ته به ۷۵ فیصده او له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۲۰ ماډل وسایطو ته ۳۵ فیصه تخفیف ورکول کېږي.

د بې‌اسناده وسایطو د قانوني کولو پروسې پرانیست غونډه
د بې‌اسناده وسایطو د قانوني کولو پروسې پرانیست غونډه

خو د افغانستان د موټر پلورونکو سراسري ټولنه د مالیې وزارت له دغې طرحې سره مخالفه ده.

د دغې اتحادیې رئیس نظام‌الدین محرابي ازادي راډیو ته وویل: "دغه چاره به د ګمرکونو قانوني پروسه ګډه وډه کړي، سوداګر به مأیوسه شي په تمه به وي چې قاچاقبران له سرحداتو موټر راوارد کړي او دلته تخفیف واخلي او بازار ته‌یې عرضه کړي."

نوموړی ټیګار کوي چې د قاچاقي موټرو د واردولو مخه دې په جدي توګه ونیول شي او په دې اړه دې په سرحدونو کې له امنیتي ځواکونو مرسته وغوښتل شي.

د بې‌اسناده وسایطو د ثبت او طی مراحلو پروسه په داسې حال کې پیل شوه چې په کابل ښار کې د جنایي جرمونو او نا امنیو له زیاتېدو وروسته د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د ښار د امنیت د ټينګښت مسؤلیت اخیستی او ټنیګار یې کړی چې بې‌اسناده وسایط به قانوني کوي.

XS
SM
MD
LG