د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ درېیم اوربند هم مات شو


نګورنو قره‌باغ سیمه کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ نښته
نګورنو قره‌باغ سیمه کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ نښته

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په څلورو اوونیو کې درېیم اوربند هم مات شو.

د پخواني شوروي اتحاد په دغو دوو جمهوریتونو کې د نګورنو قره باغ پر سیمه له څو لسیزو راهیسې اختلافات روان دي.

روسیې تېره اوونۍ وویل چې داسې اټکل کوي چې تر اوسه به د نږدې یوې میاشتې جګړې په ترڅ کې تر پنځه زره ډېر کسان وژل شوي وي.

د اذربایجان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ د نګورنو قره‌باغ پر سیمه خونړۍ جګړې سخته شوې دي او دواړه لوري یو بل له درېیم اوربند څخه په سرغړونه تورنوي.

اذربایجان او ارمنستان په ښاري سیمو کې پرون د ملکي تلفاتو راپورونه خپاره کړل.

د اذربایجان دفاع وزارت وویل، ۲۱ ملکیان وژل شوي او ۷۰ نور د بردا پر ښار د توغندیدو د برید له امله ټپیان شوي دي. دا ښار له نګورنو قره‌باغ څخه بهر د اذربایجان په خاوره کې دننه دی.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ نښته او پاتې ویجاړۍ
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ نښته او پاتې ویجاړۍ

یوه ورځ مخکې تر دې په همدې ښار کې د څلورو ملکیانو د وژلو خبر ورکړل شوی و.

ایروان وایي چې دا بریدونه‌یې نه‌دي کړي، دا درواغ دي او بې‌بنسټه تورونه دي.

د ارمنستان دفاع وزارت، اذري ځواکونه تورن کړل چې په نګورنو قره‌باغ کې یې د ستیپانکرات ښار په منځ کې زېږنتون په نښه کړی دی.

د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند شوشان ستیپانیان وویل، د قربانیانو په اړه اطلاعات په رارسېدو دي.

خو د اذربایجان دفاع وزارت بیا دا ادعاوې ناسمې بللې دي.

دواړه لوري له شااوخوا یوې میاشتې راهیسې چې جګړه پيل شوې ده یو بل د ملکي اهدافو په ویشتلو تورنوي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سې شنبې په ورځ پر ټیلیفون د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان او د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف سره بېل بېل وغږېده او دواړه‌یې وهڅول چې له ډيپلوماتیکې لارې لانجه هواره کړي او هغه اوربند چې د شنبې په ورځ د واشنګټن په منځګړیتوب وشو، رعایت کړي.

په تېرو څه باندې څلورو اوونیو کې تر دې مخکې دوه ځله د روسیې په منځګړیتوب اوربند وشو چې سمدستي مات شو.

د پخواني شوروي اتحاد په دغو دوو جمهوریتونو کې د نګورنو قره باغ پر سیمه له څو لسیزو راهیسې اختلافات روان دي.
د پخواني شوروي اتحاد په دغو دوو جمهوریتونو کې د نګورنو قره باغ پر سیمه له څو لسیزو راهیسې اختلافات روان دي.

په نګورنو قره‌باغ سیمه کې د عیسوي ارمنیانو او د دوی ترڅنګ د مسلمانانو ترمنځ له څو لسیزو راهیسې کړکېچ روان دی.

د نګورنو قره‌باغ سیمه د اذربایجان د خاورې په توګه په رسمیت پېژندل شوې ده، خو هلته اوسېدونکي ارمنیان چې اکثریت دي د اذربایجان له حکم سره مخالفت کوي.

د ۱۹۹۰ کال له لومړیو راوروسته چې اذري پوځیان له دې سیمې څخه وایستل شول، هلته ارمنیان د ارمنستان په مرسته خپلې چارې په خپله سمبالوي.

XS
SM
MD
LG