د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۳

په نګورونو قره باغ کې د درېیم ځل لپاره اوربند مات شو


په نګورونو قره باغ کې د جګړو یو انځور
په نګورونو قره باغ کې د جګړو یو انځور

ارمنستان او اذربایجان یو ځل بیا یو بل له نوي ټینګ شوي بشردوستانه اوربند څخه په سرغړاوي تورن کړي دي.

د نګورونو قره باغ په لانجمنه سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ د دې اوربند عملي کېدل د اکتوبر د ۲۵ مې او ۲۶ مې نېټې ترمنځ له نیمې شپې راهېسې پیل شوي دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت وايي، اذربایجان د توغندیو پر ور ویشتلو لږ تر لږه دوه ځلې له نوي ټینګ شوي اوربند څخه سرغړاوی شوی دی.

د ارمنستان د دفاع وزارت ویاندې شوشان سټیپانین پر خپل ټویټر لیکلي: "له اوربند څخه دا سرغړاوی په ځايي وخت ۹ بجې او لس دقیقې ثبت شوی دی."

نوموړې زیاته کړې چې اذربایجاني لوري په جنوب ختیځ لوري کې ځینې اهداف په نښه کړل او لږ تر لږه پنځه توغندي یې په دې لوري توغولي دي.

هغې بیا پر خپل فیسبوک تر دې مخکې له اوربند څخه د یو بل سرغړاوي ادعا هم کړې چې د دې په وینا په ځايي وخت اته بجې او پنځه څلویښت دقیقې په ځینو نورو ارمني اهدافو توغندي توغول شوي دي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینین بیا پر خپله فیسبوک پاڼه ویلي چې ارمني لوری به اوربند ته ژمن پاتې شي.

اخوا د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي، د دوی ځواکونه اوربند عملي کوي، خو ارمني ځواکونه یې تورن کړي چې یو ځل بیا یې له اوربند سرغړاوی کړی.

د دواړو لورو ترمنځ پر یو بل دا تورونه له هغې وروسته لګول کېږي چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ارمنستان او اذربایجان حکومتونو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په کې ویل شوي، دواړه خواوو اوربند ته تعهد کړی دی.

اذربایجان او ارمنستان چې له تېرو څلورو اونیو راهېسې د نګورنو قره باغ پر لانجمنه سیمه خپلو کې په جګړه بوخت دي، دا یې ترمنځ د جګړې د ودرولو دریېمه هڅه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دوه اونۍ مخکې په واشنګټن کې د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د یوې نوې هڅې په لړ کې خبرې وکړې.

پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم اوربند ته د دواړو لورو د تعهد ستاینه وکړه.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

نوموړې پر خپل ټویټرد اذربایجان ولسمشر او د ارمنستان صداعظم ته مبارکي ورکړې چې د ټرمپ په وینا پر اوربند یې هوکړه کړې.

د امریکا متحده ایالات، فرانسه او روسیه چې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د مینسک په ډله کې ګډون لري وايي، د اکټوبر په ۲۹مه نیټه به یې په جینوا کې د بهرنیو چارو وزیران خپلو کې وګوري او د ننګورنو قره باغ پر مساله به خبرې وکړي.

اذري او ارمني چارواکي دواړه یو بل تورنوي چې د کړکېچ د سوله ییز هواري مخه نیسي.

ارمنستان د اذربایجان پر پوځ تور لګوي چې پر ولسي استوګنځایونو توغندي وروي.

خو اذري لوری بیا پر ولسي سیمو د بریدونو خبره ردوي وايي، که ارمني ځواکونه د جګړې له سیمې ووځي دوی د اوربند عملي کېدو ته چمتو دی.

د سیپټمبر له ۲۷مې نېټې څخه په راپیل شوې دې جګړه کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۰۰۰تنه وژل شوي دي.

همدارنګه دې جګړې په جنوبي قفقاز کې چېرې چې د ناټو غړی هېواد ترکیه د اذربایجان متحده ده، او روسیه بیا د ارمنستان سره پوځي تړون لري د کړکېچ د پراختیا وېره زیاته کړې ده.

XS
SM
MD
LG