د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

جاپان راتلونکو ۳۰ کلونو کې د مضره ګازونو کچه صفر ته راټیټوي


ارشیف، مضره ګازونه
ارشیف، مضره ګازونه

جاپان د چاپېریال ساتنې په پالېسۍ کې د اصلاحاتو په ترڅ کې غواړي په راتلونکو ۳۰ کلونو کې د مضره ګازونو کچه صفر ته راټیټه کړي.

جاپان د مضرو ګازونو د زیات تولید له پلوه د نړۍ پنځم هېواد دی. د جاپان د نوي صدراعظم په پلان کې د تجدید وړ انرژۍ د کارولو وړاندیز هم شوی.

د جاپان صدراعظم پر هغې نوې پالېسۍ کار کوي چې له مخې یې دا هېواد تر ۲۰۵۰ کاله د کاربن د طبیعي کولو ژمنه کوي. د پالېسۍ دا بدلون به جاپان د اروپايي ټولنې د غړو او هغو نورو ۶۰ هېوادونو په کتار کې ودروي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې هڅه کوي.

د جاپان صدراعظم یوشیهيدي سوګا
د جاپان صدراعظم یوشیهيدي سوګا

د جاپاني رسنیو د راپورونو له مخې سوګا به چې تېره میاشت‌یې لوړه وکړه دا نوي اقدامات د دوشنبې په ورځ پارلمان ته په خپله لومړنۍ وینا کې اعلان کړي. جاپان له دې مخکې ویلي و چې تر راتلونکو ۳۰ کلونو پورې به د مضرو ګازونو کچه په سلو کې ۸۰ راکمه کړي او د روانې پېړۍ په دوهمه نیمايي، یعنې له ۲۰۵۰ کال په وروسته لسیزو کې به‌یې صفر ته راټیټه کړي.

که د صدراعظم سوګا طرحه په پارلمان کې تأیید شي، نو جاپان به چې د نړۍ درېیم لوی اقتصادي قدرت دی له جنوبي کوریا وروسته د اسیا دوهم هېواد وي چې هڅه کوي د نړۍ په تودوخه کې د سانتيګراد ۱،۵ درجې زیاتوالی رانه‌شي.

جاپان د هغو صنعتي هېوادونو په ډله کې چې تر ټولو زیات کاربن دای اکسایډ ګاز تولیدوي، پنځم ځای لري. دا ګاز چې تودوخه خوندي کوي، د ساینسپوهانو په نظر د تودوخې د درنو څپو، لویو، ځواکمنو موسمي توپانونو او په ټوله نړۍ کې د وچکالیو باعث شوی دی.

ارشیف، تولید شوی کاربن دای اکسایډ
ارشیف، تولید شوی کاربن دای اکسایډ

د صنعتي سکټور د فشارونو له کبله د سوګا په نوي پلان کې د تجدید وړ انرژۍ د کارولو وړاندیز هم شوی، په داسې حال کې چې د جاپان حکومت د هغو زړو فابریکو جبري بندول پیل کړي دي چې د سکرو په انرژۍ چلېږي.

XS
SM
MD
LG