د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۳۱

د فرانسې ولسمشر د یوه ښوونکي سر غوڅول اسلامي ترهګریز برید وباله


پولیس وايي، بریدګر، چې هویت یې نه دی څرګند شوی، د دوی له لوري هغه مهال وویشتل شو چې هڅه یې کوله ویې نیسي او وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.    

په فرانسه کې د هغه کس د هویت په اړه څېړنې روانې دي چې یو ښوونکی یې په دې خاطر وژلی چې د اسلام د پیغمبر کاریکاتور ښودلی و.

د هغه فرانسوی ښوونکي، چې په وروستیو ورځو کې یې زده کوونکو ته د اسلام د پیغمبر کاریکاتور ښودلی و، د پاریس په لمنه کې له خپل ښوونځي بهر سر پرې کړل شو.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دا کار د ده په وینا د اسلامي ترهګرو برید وباله.

د فرانسې ولسمشر د دغه ښوونکي وژونکی اسلامي ترهګري بللې ده.
د فرانسې ولسمشر د دغه ښوونکي وژونکی اسلامي ترهګري بللې ده.

مکرون ښوونځي ته نږدې په هغه ځای کې، چې پر دغه ښوونکي برید شوی و وویل، یو فرانسوی نن په دې خاطر وژل شوی چې زده کړه یې ورکوله او د بیان ازادي یې ښودله.

پولیس وايي، بریدګر، چې هویت یې نه دی څرګند شوی، د دوی له لوري هغه مهال وویشتل شو چې هڅه یې کوله ویې نیسي او وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د لیمونډ ورځپاڼې د راپور له مخې، د فرانسې د ترهګریزو ضد چارو څارنوالانو وویل، دوی دا پېښه په ترهګریز او جنايي تنظیمونو پورې تړلې وژنه بولي.

لیمونډ په خپل راپور کې دا هم ویلي چې له وژل شوي کس سره د هغه د هوبت یو سند موندل شوی چې د هغه پر اساس دغه مشکوک برید کوونکی ۱۸ کلن دی او په مسکو کې زېږېدلی.

له سنده ښکاري چې وژل شوی کس اصلاً چیچن (چیچنیايي) دی، خو څېړونکي انتظار دي چې د دغه کس هویت په رسمي ډول څرګند شي.

د پولیسو د یوې سرچینې په قول ویل شوي چې ښوونکي په ټولګي کې د اسلام د پیغمبر کاریکاتور ښودلی و چې ځینې مسلمانان دا د خپل پیغمبر بې حرمتي ګڼي.

راپورونه وايي چې مشکوک برید کوونکی د پېښې ځای ته نږدې له یوې چاړې سره لیدل شوی دی او کله چې پولیسو وپېژانده، د الله اکبر ناره یې وکړه.

عدلي سرچینې وايي، د یوه کم عمره کس په شمول ۴ تنه نیول شوي او د دې برید په تړاو توقیف شوي دي.

XS
SM
MD
LG