د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

فرانسه کې پر دوو کسانو د برید په شک یو کس نیول شوی


د پاریس په مرکزي برخه کې د دې خبري شبکې دا دفتر په هماغه بلاک کې دی، چې پخوا په کې د طنزیه مجلې شارلي ابدو دفتر و. 
د پاریس په مرکزي برخه کې د دې خبري شبکې دا دفتر په هماغه بلاک کې دی، چې پخوا په کې د طنزیه مجلې شارلي ابدو دفتر و. 

په فرانسه کې یو ځوان، د ساتول په واسطه پر دوو کسانو د برید په شک ونیول شو.

دغه کس منلې چې په قصدي ډول یې په پاریس کې د شارلي ابدو مجلې پر پخواني دفتر برید پلان کړی و.

څېړونکو د دغه ۱۸ کسن ځوان نوم حسن اې(Hassan A) معرفي کړی او پرون یې ویلي دغه ځوان د دې طنزیه مجلې پر دفتر د حملې هڅه کړې ده.

د ساتول په واسطه د دغه ځوان په حمله کې تېره جمعه یو سړی او یوه ښځه ټپیان شوي چې د پومیغ لینه په نوم خبري شبکې له دفتره دباندې یې سګرېټ څکول.

د پاریس په مرکزي برخه کې د دې خبري شبکې دا دفتر په هماغه بلاک کې دی، چې پخوا په کې د طنزیه مجلې شارلي ابدو دفتر و.

د دغې طنزیه مجلې دفترونه په ۲۰۱۵م کال کې له دغه ځایه تر یوې حملې وروسته بل ځای ته ولېږدول شول او اوسنۍ پته یې د امنیتي دلایلو له مخې پټه ساتل شوې ده.

دا هغه مجله ده، چې په وروستیو کې یې یو وار بیا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد کارټون چاپ کړ.

دا هغه مجله ده، چې په وروستیو کې یې یو وار بیا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد کارټون چاپ کړ.
دا هغه مجله ده، چې په وروستیو کې یې یو وار بیا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد کارټون چاپ کړ.

څېړونکو پرون شنبه وویل، د ۱۸ کلن مشکوک کس چې په حسن A معرفي شوی، دا حمله په شارلي ابدو مجله کې د کارټون له بیا خپرېدو سره ارتباط لري.

د ټروریزم ضد څارنوالانو د دې پېښې په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

که څه هم څېړونکي وايي دغه ځوان تازه حمله په یوازې سر کړې، خو پولیسو د مشکوک کس د کشر ورور په ګډون ۸ کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیولي دي.

اصلي مشکوک کس چې کالي یې په وینو لړلي وو، د پېښې ساحې ته نږدې نیول شوی او سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، نوموړي د دې عمل مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې دا حمله یې په شارلي ابدو مجله کې د کارټون د بیاخپرېدو په تړاو کړې ده.

یوې سرچینې چې له دغو څېړنو خبر دی، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په پاکستان کې زېږېدلي دغه ځوان فکر کاوه، چې د شارلي ابدو مجلې دفتر په پخواني بلاک کې دی او غوښتل یې د مجلې پر خبریالانو حمله وکړي.

د دې قضیې په اړه لا پاکستان کوم عکس العمل نه دی ښوولی.

دا تازه حمله په داسې حال کې کېږي، چې درې اوونۍ مخکې د ۱۴ مشکوکو کسانو محاکمه پیل شوه، دوی د شارلي ابدو مجلې پر دفتر او د یهودانو پر یوه مارکېټ د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ میاشتې د حملې په اړه محاکمه کېږي، چې هغه میاشت په دغو دوو حملو کې ۱۷ کسان وژل شوي وو.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد درمانین دا تازه پېښه د خپل هېواد، خبریالانو او ټولنې خلاف یوه خونړۍ حمله وبلله.

XS
SM
MD
LG