د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

'د نشه يي موادو قاچاق کوونکو پراخې شبکې جوړې کړې دي'


ارشیف
ارشیف

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې، پخوا به د نشه يي موادو قاچاق کوونکو په انفرادي ډول نشه يي مواد قاچاق کول، خو اوس يې د قاچاقو لپاره نوي لارې موندلي او د قاچو لپاره يې پراخې شبکې جوړې کړي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ځانګړي څارنوالۍ له خوا د نشه يي موادو دوسیو څېړنې ښيي چې، د نشه يي موادو له قاچاق کوونکو څخه یوازې سږکال د سنبلې په میاشت کې څه د پاسه (۲۱۶) کیلوګرامه هیرویین، څه د پاسه (۵۱۱) کیلوګرامه ښیښه، (۲۰۷) کیلوګرامه تاریاک، (۲۲۸۷) کیلوګرامه چرس او نږدې (۲۵) کیلوګرامه نشه يي ګولۍ نیول شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادۍ راډیو ته وویل، دا نیول شوي نشه يي مواد ښيي چې، د تېرو کلونو په پرتله سږکال د نشه يي موادو د قاچاقو لارې چارې تغير شوي او قاچاق کوونکي غواړي چې تر دې وروسته د پراخو شبکو په مرسته تر پخوا ډېر نشه يي مواد قاچاق کړي.

هغه زیاته کړه: " سږکال چې د کشفي ارګانونو او نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو عدلي او قضايي مرکز ته کومې قضیې رسېدلي، د نشه يي موادو قاچاق د تېرو کلونو په پرتله ډېر بدل شوی دی. توپیر یې دا دی چې سږکال د نشه يي موادو ستر کاروانونه له اصلي عاملینو او سترو شبکو سره یوځای نیول شوي دي، ځکه موږ د دوسیو د څېړلو پر مهال تورن کسان څارلي چې دې څارنې موږ ته د دوی د نيولو لار په لاس راکړې ده."

د روان میلادي کال له پیل څخه بيا تر اوسه پورې په پرله پسې ډول ننګرهار د هغو ولایتونو د لیست په سر کې راځي چې د نشه يي موادو ډېرې پېښې لري، په دې لیست کې کابل هغه ولايت ښودل شوی چې د نشه يي موادو ډېرې پېښې پکې ثبت شوي دي.

دې څېړنو ته په پام سره د نشه يي موادو قاچاق کوونکو اوس منظمې شبکې جوړې کړي چې د افغانستان له شمال او جنوبي سیمو څخه ختیځ ته بېلا بېل نشه يي مواد قاچاق کړي، تر دې وروسته دا نشه يي مواد د افغانستان له ختيځو ولايتونو څخه د بهرنیو مافیايي ډلو په مرسته نړیوالو بازارونو ته وړل کېږي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې تحلیلګر عباس فراسو وايي، د نشه يي موادو قاچاق ورځ په ورځ يو نوی اړخ پيدا کوي، ځکه نو افغانستان له دې موادو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې تجربو او مرستې ته اړتيا لري.

هغه وویل: ​" نړیوالې ادارې کولای شي چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي، ځکه چې افغانستان اوس هم له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې کمزوری دی او زموږ پولیس د نشه يي موادو د کشف په برخه کې کافي تخصص او تجربه نه لري، باید دوی په دې برخه کې وروزل شي."

په اروپا او ځینو افریقايي هېوادونو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارو وروستي راپورونه ښيي چې، د افغانستان نشه يي موادو د دې هېوادونو بازارونه نیولي او دې بازارونو ته د نشه يي موادو په رسولو کې پاکستان اساسي ونډه لري.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG