د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

'د افغانستان د تارياکو له مورفينو په اروپا کې هيرويين جوړېږي'


ارشیف
ارشیف

په يوه تازه راپور کې راغلي چې، د افغانستان د تارياکو له مورفينو څخه په ځينو اروپايي هېوادونو کې هيرويين جوړېږي.

په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د نشه يي موادو د وضعیت په اړه د اروپا له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې څېړنې ښيي چې، که څه هم د کرنتین پر مهال د هېوادونو ترمنځ پولې تړل شوي وې، خو بیا هم اروپايي بازارونو ته د نشه يي موادو قاچاق نه دی کم شوی.

د دې ادارې د راپور پر اساس، په دې موده کې له پاکستان او ایران څخه اروپا ته د هیرویینو د قاچاقو تر څنګ، د افغانستان له تاریاکو څخه جوړ شوي مورفین هم د اروپا په څلورو هېوادونو، لکه بلغاریا، چک جمهوریت، اسپانیا او هالينډ کې په هیرویینو بدلېږي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د سروې رئیس نجیب الله احمدي دا ادعا ناسمه بولي چې ګواکي اروپا ته ټول قاچاق شوي هیرویین د افغانستان له کوکنارو څخه جوړ شوي دي.

هغه زیاتوي: " د نړۍ په پنځوسو هېوادونو کې کوکنار کرل کېږي چې په سلو کې (۸۴) یې په افغانستان او پاته نور یې په نورو هېوادونو کې کرل کېږي. په هندوستان او څو اروپايي هېوادونو کې خپله دولتونو د مورفینو د جوړولو لابراتوارونه ویجاړ کړي دي. د ملګرو ملتونو سازمان له نشه يي موادو سره دمبارزې اداره یا (UNODC) مسئوليت لري چې د تاریاکو په اړه څېړنې وکړي او وګوري چې دا تاریاک په کوم هېواد کې توليد شوي دي، دوی باید په لابراتوارونو کې دا هم وګوري چې آیا دا تاریاک رښتیا هم د افغانستان دي او که هسې تور پرې لګول کېږي. تر اوسه پورې لا نه ده معلومه چې آیا دا تاریاک په افغانستان کې توليد شوي که نه. "

د اروپا له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې څېړنې ښيي چې، په اروپايي هېوادونو کې د هیرویینو د تولید یو دلیل دا دی چې هلته د پرېکرسرونو (Precursors) په نوم کېمیاوي مواد اسانه موندل کېږي، دا هغه مواد دي چې د هیرویینو په جوړولو کې کارول کېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان د راپور پر اساس، هغه کېمیاوي مواد چې په افغانستان کې د هیرویینو په جوړولو کې کاريږي، ډېری یې د ایران له لارې له اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته قاچاق کېږي. په مشرانو جرګه کې د فراه ولایت استازی ګل احمد اعظمي له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې، په تېره بيا د سیمې هېوادونو همکاري ضروري بولي، دی وايي چې د نشه يي موادو ستونزه یوه نړیواله مسله ده.

هغه زیاتوي: " یوې سیمه ییزي او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده چې د نشه يي موادو له تولید او قاچاقو سره مبارزه وشي. موږ نه شو کولای چې د سیمې هېوادونو، سترو قدرتونو او خپله ملګرو ملتونو له مرستی پرته په یوازې سر له نشه يي موادو سره مبارزه وکړو."

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د معلوماتو پر اساس، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې افغانستان ته ډېری کېمیاوي مواد له بهر څخه قاچاق شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت په خبره په روان میلادي کال کې سره له دې چې د کرونا وایرس له امله پولې تړل شوي وې، خو بیا هم د دې موادو په قاچاقو کې کموالی نه دی راغلی. ---------------------------- راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG