خبرونه
نیمروز کې زرګونه کیلوګرامه نشه يي مواد سوځول شوي
په نیمروز ولایت کې زرګونه کیلوګرامه نشه يي مواد وسوځول شول.
د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو نږدې لس زره کیلوګرامه هغه نشه يي مواد وسوځول چې د تېر یوه کال په بهير کې یې نیولي وو.
د نیمروز ولایت امنیه قومندان عبدالوهاب بالاکرزي رسنیو ته وویل:، په سوځول شویو موادو کې هیرویین، ښیښه، چرس، خاشخاش، بنګې او کېمیاوي مواد شامل ول چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کارېدل. د یادونې وړ ده چې د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور (۱۷۳) کسان هم نیول شوي او د عدلي او قضايي مرکز له خوا په جزاء باندې محکوم شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
قطر د ایران او امریکا ترمنځ په سویس کې د مذاکراتو د پیل خبر ورکړ
قطر د ایران او امریکا ترمنځ په سویس کې د مذاکراتو د پیل خبر ورکړ.
قطر، چې د ایران او امریکا ترمنځ له منځګړو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، نن اعلان وکړ چې د واشنګټن او تهران د استازو ترمنځ په منځني ختیځ د جګړې د دایمي پای ته رسولو په هدف په سویس کې خبرې اترې پیل شوې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لوړې کچې کمېټې لومړۍ غونډه د امریکا متحده ایالاتو، د ایران اسلامي جمهوریت او دوو منځګړو هېوادونو، یعنې د قطر او پاکستان د استازو په ګډون پیل شوې ده.
قطر همداراز هیله څرګنده کړې چې د دغو غونډو په نتیجه کې " یو هر اړخیز او دوامداره تړون ترلاسه شي، داسې تړون چې د تفاهم لیک ټول مطرح شوي موضوعات پکې شامل وي."
تېره اوونۍ امریکا او ایران یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې اوربند وغځول شو او دواړو لورو هوکړه وکړه چې د ۶۰ ورځو لپاره د نورو موضوعاتو په اړه، لکه د ایران د اټومي پروګرام او د بډایه شویو یورانیمو د زېرمو د برخلیک په اړه خبرې اترې وکړي او وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.
خو د ایران د پلاوي ویاند اسماعیل بقایي تر دې وړاندې ویلي وو چې د یکشنبې د ورځې د مذاکراتو اصلي اجنډا به په لبنان کې په روانې جګړې متمرکزه وي.
بیله روس ته د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي خبرداری
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ګاونډي هېواد بلاروس ته چې د روسیې نږدې متحد بلل کېږي خبرداری ورکړی چې هغه سیګنالي تجهیزات دې لرې کړي چې د ده په خبره روسیه یې د اوکراین پر هدفونو د برید لپاره کاروي، که نه نو کییف به پخپله اقدام وکړي.
زیلنسکي د جمعې په ورځ په کیف کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د دې خبرې معنی څه ده، هغه (د بلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکو) نه غواړي په جګړه کې ښکېل وي؟ نو دا تجهیزات دې لرې کړي، یا دې بند کړي. زما په اند یوه اوونۍ ورته کافي ده."
زیلینسکي زیاته کړه: "که دا کار ونه کړي، موږ به یې وکړو." خو هغه د دې خبرې نور جزیات ورنه کړل.
زیلنسکي ویلي چې دا سیګنال لېږدونکي سټېشنونه د بلاروس په دوو سرحدي سیمو کې دي او د روسي ځواکونو له خوا د اوکراین د بریدونو پر مهال د هدف ټاکلو او مسیرښودلو لپاره کارول کېږي، په ځانګړي ډول د ملکي کسانو پر ضد بریدونو کې.
مینسک د اوکراین د ولسمشرد دغه خبرداري په اړه تراوسه غبرګون ندی ښودلی.
قزاقستان او افغانستان د ۳ میلیارډه ډالرو سوداګرۍ هدف ټاکلی
قزاقستان او افغانستان د خپلو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د هڅو په ترڅ کې په راتلونکو کلونو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ۳ میلیارده امریکايي ډالرو هدف ټاکلی دی.
د کاسپین پوست ورځپاڼې د راپورله مخې دا هدف په کابل کې د قزاقستان ـ افغانستان د کلني سوداګریز فورم پر مهال مطرح شو، چې د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین عزیزي په کې د سوداګرۍ، پانګونې او صنعتي همکاریو د پراختیا دلارو چارو په اړه په خپلو ویناوو سره پرانیست.
په دې فورم کې د قزاقستان له ۵۰ څخه زیاتو شرکتونو ګډون کړی و، چې د کرڼې، انجینرۍ، ټکنالوژۍ، کیمیاوي صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
تمه کیږي له دې غونډې وروسته دواړه لوري افغانستان ته د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر بنسټ د ګرځنده تشخیصي طبي تجهیزاتو د ۴۵۰۰ دستګاوو د سپارلو لپاره د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړي.
دغه پرمختللي تجهیزات به د روغتیايي خدماتو د ښه والي، چټکو طبي معایناتو او په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې د ناروغیو د تشخیص په برخه کې مهم رول ولوبوي. د راپورله مخې دا قرارداد د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي.
سینټکام: د هرمز تنګی د کشتیو د تګ راتګ پرمخ خلاص دی
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام وایي چې د هرمز تنګی پرانیستی او د کشتیو خوندي تګ راتګ له دې سمندري لارې نه دی درېدلی. تردې مخکې د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د اسرائیل له خوا د لبنان په جنوب کې د بریدونو د دوام په غبرګون کې، د هرمز تنګی به یو ځل بیا د کشتیود تګ راتګ پرمخ وتړل شي.
د دې اعلامیې له مخې، چې د ایران د اسلامي جمهوریت دولتي خبري اژانس (صدا و سیما) د شنبې ورځې له غرمې وروسته، خپره کړې، ویل شوي چې دغه پرېکړه د جګړې د پای ته رسېدو د تفاهم لیک د لومړۍ مادې په پلي کولو کې د امریکا د "ښکاره ژمنې ماتونې او بد ژمنۍ" او همدارنګه د لبنان په جنوب کې د اسرائیل له خوا د اوربند د "پرله پسې سرغړونو" په غبرګون کې شوې ده.
یوې ډیپلوماتیکې سرچینې سي بي اس ته ویلي چې په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ په پیلیدونکو خبرو کې د اسراییل او حزب الله ترمنځ د شخړو د موضوع په اړه به هم د دواړو لورو پلاوي یوه بیړنۍ غونډه وکړي. د دې سرچینې په خبره د اسراییل، لبنان او حزب الله استازي به په دې غونډه کې حضورونه لري خو هغه د دې خبرې ښکارندويي کوي چې د دغې جګړې د پرمخ وړلو په اړه د واشنګټن دریځ بدل شوی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ خبرې نن یکشنبې په سویس کې پیلیږي
ټاکل شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن یکشنبې په سویس کې پیل شي.
د امریکا مرستیال ولسمشرجي ډي ونس چې په دې خبرو کې به د امریکایي پلاوي مشري کوي، نن یکشنبې سویس ته ورسید. نوموړی به د امریکایي مرکچي پلاوي له نورو غړیو، سټیو ویټکاف او جرد کوشنیرسره چې له مخکې په سویس کې دي، یوځای شي.
د ایران د پارلمان د ریس محمد باقرقالیباف په مشرۍ لوړپوړی پلاوی بیګا ناوخته د سویس زوریخ ښار ته رسیدلی. په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیرعباس عراقچي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي او همدارنګه د بانکدارۍ او تیلو لوړپوړي چارواکي شامل دي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې دا ښيي چې د بندیزونو لرې کول او اقتصادي بیا رغونه لا هم د تهران د محاسبو او پرېکړو مهم محورونه دي.
د ولسمشر ټرمپ مرستیال له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره سویس ته ځي
تمه ده د امریکا د ولسمشر مرستیال سویس ته سفر وکړي
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي چې جي ډي ونیس د یکشنبې په ورځ زوریخ ته ځي.
ونیس د شنبې په ورځ فاکس نیوز ته ویلي و چې هغه به په دوه ورځني سفر سویس ته لاړ شي.
د شنبې په ورځ د ایران د مذاکراتي ټیم مشر محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي زوریخ ته رسیدلي وو.
د راپورونو له مخې، د امریکا د مذاکراتي ټیم بل غړی سټیو ویتکاف او د ولسمشر زوم هم په زوریخ کې دي.
تمه ده د امریکا او ایران ترمنځ د سولې مذاکرات دا ځل په سویس کې ترسره شي.
د هند د کریکټ ملي لوبډلې په ۹ویکټو افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه
د هند د کریکټ ملي لوبډلې په دریمه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان او هند د کریکټ لوبډلو ترمنځ په یو ورځنۍ لوبه افغانستان کې د ټاس له ګټلو وروسته بیټنګ وکړ چې په ۴۴ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره واتونید هند ته ۲۱۸ منډې هدف ورکړي.
خو د هند لوبډلې په ۲۸م اوور کې ۲۲۴ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
این سومین دور از مسابقات یک روزه بود که میان افغانستان و هند برگزار شده بود.
دا د افغانستان او هند د کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو دریمه لوبه وه.
هند د ټورنمنټ مخکیني دوه لوبې ګټلي وې او د دې لوبې په ګټلو سره يې دا لړۍ وګټله.
د هرات په یو صنعتی ښارګوټي کې اورلګیدنې یو کس وژلی
د هرات په یوه صنعتي ښارګوټي کې د اورلګیدو له کبله یو کس مړ شوي او په میلیونونه افغانۍ تاوان يې اړولی دی.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په دغه اورلګیدنه کې د یو کس د مړینې د خبر د تایید ترڅنګ وویل چې دغې اورلګیدنې سوداګرو ته ۲۰میلیونه افغانۍ تاوان اړولی دی.
تراوسه د اورلګیدنې علت روښانه نه دی.
تیرکال د هرات په یو بل صنعتي ښارګوټي کې د اورلګیدو له کبله د دغه ولایت سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی و.
د بښنې نړیوال سازمان: د افغان کډوالو غیرقانوني اخراج کې پایته ورسیږي
د بښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو د "غیرقانوني اخراج" د پایته رسیدو غوښتنه وکړه.
دغه سازمان د شنبې په ورځ د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼه ولیکل،"په میلیونو افغان کډوالو د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو شړل کیږي".
د دې سازمان په ټکو، اخراج شوي افغان کډوال په داسې حال کې بیرته هغه افغانستان ته ستنیږي چې له شدید اقتصادي بحران سره مخ دی او بشري حقونه په کې په جدي توګه نقض شوي دي.
دغه سازمان وړاندې ویلي، "په غیرقانوني توګه د افغان کډوالو نیول دې پایته ورسول شي او د نړیوالو بشري قوانینو له مخې د افغان کډوالو ملاتړ دې وشي".
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، په تیر یو کال کې له ګاونډیو هېوادونو نژدې درې میلیونه افغان کډوال په جبري او دواطلبانه توګه بیرته افغانستان ستانه شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې چاودنې اووه کسان وژلي
د خیبرپښتونخوا په بنو کې د یوې زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې دا کسان نن سهار وختي د هغې چاودنې په نتیجه کې ووژل شول چې د سپرلیو شخصي موټر یې په لاس د جوړ شوي بم په وسیله په نښه شو.
یوه ځايي پولیس چارواکي ویلي: «لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان دي.»
هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی او د ترهګرۍ پر ضد د خپلې ادارې د مبارزې ژمنه یې بیا تازه کړې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.