د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د اکټوبر ۱۵مه د کليوالو ښځو نړیواله ورځ؛ ایا د دوی ژوند بدل شوی؟


افغان ښځې
افغان ښځې

د اکټوبر ۱۵مه په نړۍ کې د کليوالو ښځو د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

ازدي راډيو په دې مناسبت په خوست کې د يوې کليوالې ښځې سره د هغې د ژوند په اړه خبرې کړې دي. دا وايي خپلو کړاوونو ورته دا ښودلې چې تعليم اړين دي، نو ځکه غواړي چې شپږ واړه اولادونه‌یې درس ووايي.

۴۲ کلنه ګل غوټۍ د خوست د اسماعیل‌خېلو مندوزي ولسوالۍ د ډاډوالو کلي اوسیدونکې ده. د هغې لاسونه چاودې، مخ ګونځې او زړې جامې پر تن دي. دې ازادي راډيو ته وويل چې عمر یې ټول په سختيو کې تېر شوی دی.

هغه زیاتوي: "ما خپله ډېر کارونه کړي، دومره درانده کارونه به سړیو نه‌وي کړي لکه ما چې کړي دي، خټې مې کولې، واښه مې جوارو کې خپله کول، شوتله مې خپله راوړله، اوبه مې خپله راوړلې. سړي مو بې‌سواده دي."

په خوست کې چې د احصائیې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له مخې له ۶۳۶ زره وګړو څخه ۶۲۳ زره په کلیو کې اوسېږي، نږدې نيمايي ښځې دي.

ارشیف
ارشیف
  • خو ایا د وخت په تېرېدو د دوی ژوند په مثبته توګه بدل شوی؟

ګل غوټۍ وویل: "نه‌دی بدل شوی. هغه رقم درانه کارونه کوي لکه څنګه چې ما کړي دي. واښه راوړي، لرګي راوړي. درانه، درانه شیان جګوي. اوبه غرونو باندې پورته کوي. هسې سلو کې که یوه دوه بدلې شوې وي، د نورو ټولو ژوند ډېر تریخ دی."

د ګل غوټۍ مېړه په کلي کې کوچنی دکان لري، خو وايي ډېره ګټه‌یې نه‌شته. هغه غواړي چې شپږ سره اولاد یې تعليم وکړي او د دې په شان کړاوونه ونه‌ويني.

دا وايي: "زه اوس هره سختي په ځان راوړم، خو دوی ټول سبق ته لېږم. په کلي کې یوه نیم کس ته جامې ګنډم. په هغې باندې دومره روپۍ پیدا کوم چې دوی ټول وړکي جلکۍ سبق ته پرې لېږلی شم."

په افغانستان کې په ۲۰۰۱ کال کې د ښځو لپاره ځانګړی وزارت جوړ شو چې په هر ولایت کې ریاست لري. د دې وزارت د وېب‌پاڼې تر مخه حکومت په کلیو کې د ښځو لپاره ګڼې پروژې ترسره کړې دي.

په خوست کې د ښځو چارو ریاست رئيسې شافعې نورزۍ ازادي راډيو ته وويل هڅې کوي چې د ښځو ژوند ښه کړي.

ارشیف
ارشیف

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه هر کال د اکټوبر ۱۵مه په نړۍ کې د کليوالو ښځو د ورځې په توګه لمانځي.

دې ادارې ويلي چې په نړۍ کې دا مهال د کرنې برخه کې کارکوونکي له درېيوو کسانو يوه‌یې ښځه ده. همداراز د ۸۰ فیصده کليوالو کورونو ژوند پر هغو اوبو روان دی چې ښځې یې په خپلو سرونو راوړي.

XS
SM
MD
LG