د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

افغانان د امریکا د اقامې لپاره د لاټري فورمونه ډکوي  


DV Lottery
DV Lottery

افغانان د امریکا د اقامې لپاره د لاټري فورمونه ډکوي.

امریکا له درې کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا بهرنیو اتباعو ته د اقامې د ورکړې اعلان وکړ.

ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۲۲ کال لپاره د افغانانو په ګډون د نورو هېوادونو شاوخوا ۵۵ زره وګړیو ته اقامه ورکوي.

ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په اوومه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په دې پروسه کې افغانان هم شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا ځلي پاکستان، هند، چین، بنګله دیش، نیپال او یو شمېر نور هېوادونه نشي کولای په دې پروسه کې برخه ولري.

خو ایا افغانان په دې پروسه کې برخه اخلي، او که ایې خلي ولې؟

د کابل ښار اوسېدونکی محمد جواد وايي: "دې پروسې ته دې لپاره نوم لیکنه کوم چې دلته وضعیت ښه نه دی، ورزشکار، معلم، ملا، عامې ټول وژل کېږي، دلته وضعیت ښه نه دی او نور هم په خرابېدو دی، نو په همدې خاطر مې دې پروسه کې نوم لیکنه وکړه چې خدای وکړي زما نوم راووځي او لاړ شم هلته خپل ژوند ته ادامه ورکړم."

د دې ښار یو بل اوسېدونکی محمد اصف وايي: "د امریکا ګرين کارت ته د دې لپاره نوم لیکنه کوم چې دلته وضعیت ښه نه دی، د سولې پر پروسې هم باور له منځه تللی او هر ورځ په مختلفو نومونو وژل کېږو، ډېری ځوانان غواړې د همدې لارې لاړ شي امریکا ته."

د امریکا د قوانینو پر بنسټ له په دې کې ډېر چانس هغو هېوادونو ته ورکول کېږي‌ چې په تېرو پنځو کلونو کې یې تر ۵۰زره کم کسان امریکا ته تللي وي.

د لاټرۍ ویزو ته نوملیکنه د اکتوبر په اوومه نېټه پیل شوې او د نومبر تر لسمې به روانه وي.

د غوښتونلیک ورکونکی باید پاسپورت ولري‌ او په نورو شرایطو کې ویل شوي دي‌ چې باید له دولسم ټولګي څخه فارغ وي‌ او د کار دوه کلنه تجربه هم ولري.

د دې پروسې لپاره نوم لیکنه وړیا او په انلاین بڼه کېږي خو په کابل کې د هوايی خدمتونو ځني شرکتونه دغه نوم لیکنه د پېسو په مقابل کې کوي.

که څه هم په دغو شخصي شرکتونو کې نوم لیکنه سر له سبا پیلېږي خو له دوه ورځو وړاندې خلکو ورته خپل اسنادونه چمتو کړي.

په کابل کې د هوايي خدمتونو یو شرکت مسول تمیم ازادي راډيو ته وویل: "دغه پروسه درې ورځې کېږي چې پیل شوې ده او خلک موږ ته له درې ورځو راهیسې خپل اسنادونه راوړي، خو موږ سبا ته د دې پروسې رسمي نوم لیکنه پیلو."

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۷ کې دغه پروګرام له هغه وروسته وځنډوه چې یو ازبیکستاني په نیویارک کې په یو برید کې اته تنه ووژل.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

دغه کس د همدغې لاټرۍ له لارې امریکا ته تللی و.

ټرمپ د امریکا له کانګرس څخه غوښتنه کړې و چې د پچې اچونې پر ځای دې داسې یو سیستم جوړ کړي چې د وړتیا له مخې خلک امریکا ته وغوښتل شي.

د ۲۰۲۲ کال د لاترۍ ویزې ګټونکو ته به د همدغه کال د سپتمبر تر ۳۰ پورې ویزې ورکول کېږي.

د امریکا له لوري د اقامې ورکړې پروسه کې دا ځل د افریقا، اسیا ،اروپا او یو شمېر نورو هېوادونو خلک د نوم لیکنې لپاره برخه اخیستلای شي.

دغه پروسه له شاوخوا ۳۰ کلونو راهېسې روانه ده او هرکال لسګونه زره خلک پرې امریکا ته ځي.

XS
SM
MD
LG