د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

نړۍ

امریکا کې د لاټري ۲ ګټونکو څه باندې یو میلیارد ډالره جایزه وګټله

د امریکا په متحده ایالاتو کې د لاټري دوو ګټونکو څه باندې یو میلیارد ډالره جایزه ترلاسه کړه.

چارواکو پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۷» وویل، یوه کس په فلوریډا کې د مېګا میلیونز له لارې ۴۵۰ میلیونه ډالره وګټل او یوه بل کس هم په نیوهمپشایر کې ۵۶۰ میلیونه ډالره وګټل.

د ګټونکو نومونه تر اوسه پورې نه‎دي افشا شوي.

د ۵۶۰ میلیونه ډالري جایزې ګټونکي خپل ټکټ په مېرمیک ښار کې اخیستی و.

په مېرمیک ښار کې د ټکټ پلورونځی به د ګټونکي ټکټ د پلور په خاطر ۷۵ زره ډالره جایزه تر لاسه کړي.

د دې پلورنځي مالکې "Sam Safa" ویلي چې زه ډېره خوشحاله او حیرانه یم.

۵۶۰ میلیونه ډالریزه جایزه په مېګا ډراز کې شپږمه لویه جایزه ده چې تر اوسه‌یې خلک په ګټو بریالي کېږي.

د فلوریډا بریالي ټکټ پلورنځي ته هم یو لک ډالره جایزه ورکول کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روسیه: اوکراین په یو برید کې د امریکا له‌خوا چمتو شوي شپږ اټکمز راکټونه وکارول

د امریکا اټکمز راکټونه
د امریکا اټکمز راکټونه

د روسیې د دفاع وزارت نن د نومبر ۱۹مه وویل چې اوکراین تېره شپه په براینسک سیمه کې په یو برید کې د متحده‌ایالاتو له‌خوا چمتو شوي شپږ اټکمز ATACMS راکټونه وکارول.

د دې ادعا له مخې روسي ځواکونه توانېدلي دي چې د اوکراین له‌خوا پنځه توغول شوي توغندي شنډ کړي.

د روسیې د دفاع وزارت منلې چې د دغه هېواد پر یوه پوځي هدف د توغول شويو توغنديو پارچې لګېدلي چې له امله یې اور لګېدلی، خو مرګ‌ژوبله نه لري.

څو ساعته مخکې، د روسیې خبري اژانس "آربي‌کې" د اوکراین د اردو د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې کییف د لومړي ځل لپاره د روسیې په خاوره کې د برید لپاره اټکمز راکټونه کارولي چې د اوکراین په جنوب لوېدیځ بریانسک سیمه کې د کراچف ښار سیمې یې په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د تېري ۱۰۰۰ ورځې تېرېږي او دا بریدونه لا هم دوام لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن وویل چې هېواد یې د روسیې له زیاتېدونکو بریدونو سره مخامخ دی.

پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل ۱۰۰۰ ورځې؛ زیلینسکي: هېواد مو د روسیې له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دی

په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور
په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

نن د نومبر ۱۹مه پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل ۱۰۰۰ ورځې په داسې حال کې پوره شوې چې پر اوکراین د روسیې حملې دوام لري.

اوکرایني چارواکو نن وویل چې د شمال ختیځې سومي سیمې په هلوخیف ښار کې نن سهار د استوګنې پر یوه پنځه پوړیزه ودانۍ د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون شپږ کسان ووژل شول او دولس نور ټپیان شول.

چارواکو اندېښنه ښودلې چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له دې برید وروسته په یو بیان کې وویل چې هېواد یې د روسیې له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دی.

له دې دوه ورځې مخکې د سومي په مرکز کې د روسیې په توغندویي برید کې یوه د استوګنې ودانۍ ولګېده چې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان یې ووژل.

په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر ۵۰ کسانو ته رسېدلی

ارشیف: په پاکستان کې د پولیو ضد کمپاین څخه یو انځور
ارشیف: په پاکستان کې د پولیو ضد کمپاین څخه یو انځور

په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ یا پولیو د اخته ناروغانو شمېر پنځوسو تنو ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې د پولیو پنځوسمه پېښه د خیبرپښتونخوا ایالت په ټانک ولسوالۍ کې په یوه شل میاشتنۍ ماشومه کې موندل شوې ده او د پاکستان د روغتیا مسوولې ادارې دا نوی مورد تایید کړی دی.

له دې پېښې سره په خیبرپښتونخوا کې د پولیو د ناروغانو شمېر ۱۱ او په ټول پاکستان کې په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر په روان کال کې پنځوسو ته لوړ شو.

په پاکستان کې د دې ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې چې شمېر یې ۲۴ ته رسېږي، په بلوچستان ایالت کې موندل شوي دي.

په پاکستان کې له ۱۹۹۴ کال راهیسې د پولیو د مخنیوي پروګرام روان دی او پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دې ناروغۍ د پېښو کچه ۹۹ سلنه کمه شوې، خو بیا هم پاکستان او افغانستان یوازېني هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په‌کې دی.

په افغانستان کې سږ کال د پولیو ۸۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

خيبرپښتونخوا کې د يو بريد په پايله کې اته پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۷ تښتول شوي

پاکستاني پوځيان
پاکستاني پوځيان

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، په خیبرپښتونخو ایالت کې د وسله‌والو په یوه برید کې اته پوځیان وژل شوي دي او د پولیسو اووه افسران تښتول شوي دي.

د استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس‌پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې، په تیرا کې د پوځ او وسله‌‌‌والو ترمنځ په نښته کې اته سرتيري او نهه وسله‌وال ووژل شول.

د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو ډلې TTP منلې ده.

د پولیسو یوه چارواکي هم په‌‌‌دې شرط چې نوم یې افشا نه‌‌شي فرانس پرس ته ویلي دي چې، په خیبرپښتونخوا کې د تلاشۍ له یوې پوستې څخه د پولیسو اووه افسران د وسله‌والو له‌‌‌خوا تښتول شوي دي.

دې چارواکي همداراز ویلي چې، د دې پولیسو وسلې هم د وسله‌‌والو لاس ته لوېدلې دي.

فرانس‌پرس د دې پېښې ځای نه‌‌دی ښودلی، خو ویلي یې دي چې د محمد ضیاالدین په نوم د پولیسو یوه افسر هم دا پېښنه تایید کړې ده.

په‌‌‌دې وروستیو کې په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي په حملو کې زیاتوالی راغلی.

دې ډلې د اکتوبر په ۲۵مه د پولیسو لس افسران ووژل.

د روسيې د يو بريد پر مهال اوکراين کې نن اووه کسان وژل شوي

اوکراين کې د بريد سيمه
اوکراين کې د بريد سيمه

په اوکراین کې نن د یوه ماشوم په ګډون اووه کسان د روسیې د بې‌‌‌پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شول.

چارواکو نن وویل چې، دا برید د اوکراین په شمال ختیځ کې د روسیې پولې ته نژدې د سومي سیمې په هلوخییف Hlukhiv ښار کې وشو.

د سومي پوځي ادارې پر ټلېګرام شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې، په‌‌‌دې برید کې چې د لیلیې پر یوه ودانۍ وشو، دولس نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم په یوه بیان کې د دې برید په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې، هېواد یې د روسیې له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دی.

د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو په غزه او لبنان کې د اوربند غوښتنه کړې

د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو بيرغونه
د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو بيرغونه

د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو د غزې په تړانګه او لبنان کې د یوه هر اړخیز اوربند غوښتنه کړې.

د نړۍ دې سترو اقتصادي قدرتونو پرون په برازیل کې د خپلې سرمشریزې په پای کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د هغې طرحې په اساس چې متحدایالتونو وړاندې کړې، د اسراییلي برمته‌و د خوشې کېدو په بدل کې په غزه کې د دایمي اوربند لپاره غږ کړی.

دوی همداراز په لبنان کې یې د داسې یوه اوربند غوښتنه کړې چې په نتیجه کې یې د اسراییلو د سرحد په دواړو غاړو کې خلک په خوندي ډول خپلو مېنو ته ستانه شي.

حزب‌الله چې ایران یې ملاتړ کوي، هم پوځي او هم سیاسي څانګې لري او د لبنان د جنوب سیمې یې په ولکه کې دي.

متحدایالات دا ډله یو تروریستي سازمان بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د ايران د بشري حقونو فعال حسين رونقي د څو ساعتونو لپاره توقيف شو

د ایران د بشري حقونو فعال حسین رونقي
د ایران د بشري حقونو فعال حسین رونقي

د ایران د بشري حقونو فعال حسین رونقي د تهران په مرکز کې تر یوې احتجاجي غونډې وروسته د څو ساعتونو لپاره توقیف شو.

د دې قضیې په اړه د هغه د کورنۍ غړو پرون، دوشنبه خبر ورکړ.

د رونقي ورور حسن په ټلېګرام کې لیکلي چې حسین رونقي د مازدیګر په ۵ بجو د ولي عصر په څلورلارې کې د یوشمېر وسله‌‌‌والو افسرانو له‌‌‌‌خوا په زوره نیول شوی او د شپې په ۹ بجو د خپل کور مخې ته خوشې شوی.

رونقي په ټلېګرام کې د خپلې احتجاجي ناستې خبر خپور کړی وو او ویلي یې وو چې دا کار د خبریال او فعال کیانوش سنجري د درنښت لپاره کوي.

کیانوش سنجري د نومبر په دیارلسمه په تهران کې له یوې ودانۍ څخه ځان لاندې واچاوه او ساه یې ورکړه.

سنجري تر دې پېښې مخکې نیول شوی او ترې پوښتنې ګروېږنې شوې وې.

لبنان او حزب‌الله له اسراييلو سره د اوربند په هدف د امريکا له وړانديز سره موافقه وکړه

د لبنان د پارلمان مشر نبي بری او د امريکا استازی اماس هوخشتاين
د لبنان د پارلمان مشر نبي بری او د امريکا استازی اماس هوخشتاين

لبنان او حزب‌الله له اسرايیلو سره د اوربند په هدف د امریکا له وړاندیز سره د ځینو ټکو په استثنی موافقه وکړه.

په همدې حال کې یوه لوړ پوړي لبناني چارواکي تېره شپه رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دا تر ټولو جدي هڅې بللې دي.

د لبنان د پارلمان د مشر نبي بري سلاکار علي حسن‌ خليل وويل، لبنان په بيروت کې د امريکا سفير ته د امريکا د وړانديز په اړه خپل ليکلی ځواب وړاندې کړى او د سپينې ماڼۍ استازى اماس هوخشتاین هم د خبرو د دوام لپاره بیروت ته تللى دى.

اسراییلو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

حزب‌‌‌الله ډ‌له د امریکا متحدایالاتو له‌‌‌خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي او اروپايي اتحادیې بیا یوازې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې.

د حزب‌‌‌الله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې استازي لري.

دا خبر په‌داسې حال کې مخې ته راځي چې حزب‌الله پرون د تل‌‌‌ابیب پر لور د ډرون څو بریدونه کړي دي.

اروپايي ټولنه پر ايران نور بنديزونه لګوي

د اروپايي ټولنې بيرغ
د اروپايي ټولنې بيرغ

د اروپایي اتحادیې شورا اعلان وکړ چې، پر ایران نور بندیزونه لګوي ځکه چې دا هېواد پر اوکراین د روسیې له لوري د پیل شوې جګړې پوځي ملاتړ کوي.

په‌‌‌‌دې اقداماتو کې له اروپايي اتحادیې څخه ایران ته د هغو پُرزو پر صادراتو بندیز شامل دی، چې د توغندیو او بې‌‌پيلوټه الوتکو په جوړولو کې کارول کېږي.

د اروپايي اتحادیې په نویو بندیزونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بېړۍ چلونې کرښې (IRISL) او د هغې د مدیر محمدرضا خیاباني په ګډون یو تن او څلور ادارې شاملې دي.

هغوی روسیې ته د وسلو او بې‌‌پيلوټه الوتکو په وړلو تورن دي.

پر دې سربېره د بېړۍ چلونې درې روسي شرکتونه له ایران څخه روسیې ته د جنګي وسایلو د لېږد له امله د بندیزونو په فهرست کې شامل شوي دي.

اروپایي اتحادیې مخکې هم ایران له‌‌‌دې امله غندلی و چې د اوکراین پر ضد په جنګ کې یې روسیې ته بالستیک توغندي او بې‌پيلوټه الوتکې ورکړي وو.

ایران بیا دا تورونه رد کړي دي.

اروپایي اتحادیې دا اقدامات د اروپا د امنیت لپاره مستقیم ګواښ ګڼلی او خبرداری یې ورکړی و چې، که دا ملاتړ دوام ومومي، نو نوي بندیزونه به پرې ولګول شي.

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ ۲۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د روسیې د بریدونو له کبله د اودیسې یوه ویجاړه شوې سیمه
د روسیې د بریدونو له کبله د اودیسې یوه ویجاړه شوې سیمه

پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې ۲۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې اودیسې او سومي ښارونه په نښه شول.

د اودیسې د پوځي ادارې مشر اولیه کیپر پر خپل ټیلیګرام چینل لیکلي چې د دې ښار د استوګنې پر یوه ودانۍ د روسیې په نننیو توغنديي بریدونو کې ۱۰ کسان مړه او ۳۹ نور ټپیان شول.

له دې څو ساعته مخکې د روسیې د سرحد په ۴۰ کیلومترۍ کې په سومي ښار کې د استوګنې یوه ودانۍ په توغندیو ولګېده.

د اوکراین د بېړنيو حالاتو وزارت ویلی چې په دې برید کې د ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او نژدې ۹۰ کسان نور ټپیان دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG