د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

د کیمیا په برخه کې دوو ښځو د نوبل جایزه وګټله


فرانسوۍ امانویل شاغپونتې او امریکايي جنیفر دودنا
فرانسوۍ امانویل شاغپونتې او امریکايي جنیفر دودنا

فرانسوۍ امانویل شاغپونتې او امریکايي جنیفر دودنا د سږ کال د کیمیا د برخې نوبل جایزې وګټلې. دوی دا جایزه په جین کې د بدلون راوستلو د طریقې د جوړولو په خاطر ترلاسه کړه.

په سویډن کې د ساینسونو شاهي اکادمۍ ویلي چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده او څېړونکي باید د ژوند د دننه فعالیت کتلو په خاطر په حجرو کې جین ته تغییر ورکړي چې دا یو ډېره اوږده پروسه وه او ډېری وختونه ناممکنه وه.

اوس د دې اکاډمۍ په وینا د دې طریقې په کارولو سره به په جین کې له بدلون سره د څو اوونیو پر مهال د ژوند د کوډ تغییر ممکن وي.

شاغپونتې او دودنا شپږمه او اوومه ښځې دي چې په کیمیا کې نوبل جایزه ګټي. لومړی ځل دا جایزه ماري کیوري په ۱۹۱۱ کال کې ګټلې وه او وروستی ځل په ۲۰۱۸م کال کې فرانسس ارنالډ دا جایزه ترلاسه کړې وه.

فرانسوۍ امانویل شاغپونتې او امریکايي جنیفر دودنا
فرانسوۍ امانویل شاغپونتې او امریکايي جنیفر دودنا

د طب یا فزیولوژۍ په برخه کې د هپټایټس سي ویروس د کشفولو په خاطر بیا دوه امریکايي او یو بریتانوی د نوبل جایزې ګټونکي شول.

نن د یو میلیون او یو لک ډالرو په ارزښت نقدي جایزې خپلې کړې.

د نوبل کمېټې ویلي، دغو درېیو ساینس‌پوهانو د دې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره مهم رول لوبولی دی.

هپټایټس سي چې د سیروز او د سږو د سرطان سبب کېږي، په نړۍ کې په ځینو کسانو کې پیدا کېږي.

امریکايي هاروي الټر، چارلز رایس او بریتانوي مایکل هاوټون
امریکايي هاروي الټر، چارلز رایس او بریتانوي مایکل هاوټون

د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې په نړۍ کې د هپټایټس سي ۷۰ میلیونه پېښې شته چې هر کال‌یې له کبله څلور لکه کسان مري.

د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه د سرو زرو د مډال په بڼه له یو میلیون او یو لک امریکايي ډالرو سره یوځای ګټونکو ته ورکول کېږي.

دا جایزه د سویدن یوه تجار الفرید نول په ۱۸۹۵ کال کې پیل کړې وه. د ادبیاتو په برخه کې دا جایزه به د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په اتمه نېټه او وروسته به د اکټوبر په نهمه نېټه د نوبل د سولې جایزه اعلان شي.

د اقتصاد په برخه کې دا جایزه د اکټوبر په دوولسمه اعلانېږي.

XS
SM
MD
LG