د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د محلي پولیسو د تشکیل له‌منځه وړلو په اړه اعلان ته د یو شمېر دغو ځواکونو غبرګون


ارشیف، یو شمېر محلي پولیس
ارشیف، یو شمېر محلي پولیس

د محلي پولیسو یو شمېر قوماندانان، د دې ځواک د ړنګېدو له اعلان وروسته خپل برخلیک ته اندېښمن دي.

دوی وايي په خپلو سیمو کې له طالبانو سره کلونه جګړه کې ښکېل پاتې شوي او که تشکیلات‌یې له‌منځه ولاړ شي، د طالبانو له انتقامي بریدونو سره به مخ شي.

تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو د محلي پولیسو د جوړښت د ړنګولو اعلان وکړ.

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان محمد توفان چې د شااوخوا ۲۵۰ محلي پولیسو مشري کوي د کورنیو چارو وزارت وروستی اقدام ناسم بولي او د محلي پولیسو د برخلیک په اړه اندېښمن دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، د کورنیو چار وزارت دا ډول پرېکړه د زرګونه هغه کسانو ژوند خطر سره مخ کوي چې سیمه‌ییزو پولیسو کې یې دنده ترسره کړې.

کندز کې محلي پولیس
کندز کې محلي پولیس

توفان زیاتوي: "خلکو ته شخصي دښمنۍ ورتر غاړه دي، طالبان هم یوه ستونزه ده، خو د دولت تصمیم یو اړخیز تصمیم دی، اوس خلک دښمن‌داره شوي، له مشکل سره مخ دي، د حکومت په دې پرېکړه ټول قوماندانان ناراضه دي او دا هېڅ امکان نه‌لري، زموږ برخلیک به څنګه کېږي چې مجرم معلوم وي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي داسې خو نه‌کېږي چې وچو سره لانده هم وسوځي."

قوماندان توفان وايي که کورنیو چارو وزارت دغه پرېکړه کوي بیا دې د سیمو امنیت هم ټینګ کړي.

نوموړي وویل د سیمه‌ییزو پولیسو ډېر نور قوماندانان هم چې دا یې پېژني له وروستۍ پرېکړې سره مخالف دي.

له بلې خوا په هغو سیمو کې چې سیمه‌ییز پولیس وو، ځیني اوسېدونکي یې د دې پولیسو له چلند ناراضه دي.

د کندز یو اوسېدونکی غلام اېشان وايي، سیمه‌ییزو پولیسو د امنیت ټینکښت کې د پام وړ رول نه‌دی لوبولی.

ارشیف، هلمند کې محلي پولیس
ارشیف، هلمند کې محلي پولیس

ده وویل: "له بده مرغه ستونزې دوه چنده شوې دي، دوی ته د حکومت له‌خوا زیاتې وسلې ورکول شوې، موږ زیاته اندېښنه لرو، محلي پولیس سره له دې چې د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلي په هغو سیمو کې چې دوی فعالیت لري هلته غلاوې، سړي تښتونې او داسې نورې پېښې زیاتې شوې دي."

د بلخ ولایت یو اوسېدونکی محراب هم سیمه‌ییز پولیس د خلکو په ځورونه تورنوي.

ښاغلی محراب وايي: "د محلي پولیسو څخه خلک ناراضه دي، عام خلک ځوروي، په ټولنه کې غلاوې، قاچاق او اختطاف د دوی په شتون کې زیات شوی، خلک مجبورېږي له دوی سره د مبارزې لپاره طالبانو سره یوځای شي."

د دوی په خبره، ډېر ځلې محلي پولیس له خلکو باج اخلي او یا یې مال او کورنۍ ته زیان رسوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د محلي پولیسو په اړه د یوې منظمې څېړنې وروسته د دې تشکیلاتو د له‌منځه وړلو پرېکړه شوې ده.

هغه د محلي پولیسو د سرتېرو د راتلونکې په اړه وویل له ۱۰ زره زیات محلي پولیس به په سیمه‌ییزه اردو او شااوخوا ۱۰ زره به په ملي پولیسو کې ځای پر ځای شي.

طارق ارین
طارق ارین

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي هم تېره ورځ ویلي و چې تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې د محلي پولیسو تشکیلات له‌منځه ولاړ شي.

ښاغلي اندرابي د محلي پولیسو شمېر ته په اشارې ویلي و چې له ۲۴ زره محلي پولیسو ځیني به‌یې په ملي اردو کې جذب شي، پاتې نور به هم له ملي پولیسو سره یوځای کړي او ځیني به په کور کېنول شي.

محلي پولیس شااوخوا ۱۵ کاله وړاندې په کلیوالو سیمو کې د طالبانو او په ځینو ځایونو کې د داعش د نفوذ د مخنیوي په هدف جوړ شول.

XS
SM
MD
LG