د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د لسګونه وژل شویو افغان خبریالانو د وژنې په تړاو ځینې ارزونې ډاګیزه شوې


کابل کې د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو د شوي برید یو انځور- 31.5.2020
کابل کې د خورشید ټلویزیون پر کارکوونکو د شوي برید یو انځور- 31.5.2020

د سېپټېمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته دلاسرسي په نړیواله ورځ، افغان چارواکو له رسنیو سره د لسګونو خبریالانو د وژنو د قضیو د ارزونو پایلې شریکې کړې.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مسئولین وايي، په وروستیو کلونو کې یې د خبریالانو د وژنو د ۳۰ قضیو په تړاو ۵۶ کسان نیولي چې له څېړنو وروسته، د هېواد محاکمو یو شمېر په بند او یو شمېر په اعدام محکوم کړي دي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د افغانستان د خبریالانو د مرکز او د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون له خوا ورته د افغان خبریالانو د وژنو، وهلو ډبلو، موقتي بندي کېدو او له دې سره د تاوتریخوالي څه کم ۱۵۰ قضیې رسېدلي چې ډېری یې ارزول شوي او محاکمو ته سپارل شوي دي.

دغه څرګندونې د لوېې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د سېپټېمبر په ۲۸ مه اطلاعاتو ته د لاسرسي په نړیواله ورځ په یوې ګډه خبرې غونډه کې له رسنیو سره شریکې کړې.

د لوېې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د لوېې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

هغه وویل: "د۳۰ خبریالانو د وژل کېدو قضېې چې د افغانستان څارنوالۍ ته رسېدلي، په تړاو یې۵۶ کسان پېژندل شوي او نیول شوي دي، دا قضیې په مرکز او هم په ولایتونو کې وې، موږ دقضیو د عاملینو د ۱۶، ۲۰، ۲۲ او دېرشو کلونو د حبس او حتی د اعدام د حکم شاهدان یوو."

په دغو قضیو کې د ازادي راډیو د درېیو خبریالانو په ګډون، د افغان خبریال ارغند، احمدشاه، شفیق آریا، مینه منګل، د دشت برچې د میوند کلپ کې د دوو ژورنالیستانو او داسې نورو د وژل کېدو قضېې شاملې دي.

ښاغلي رسولي وویل، سربېره پر دې په وروستیو دوو کلونو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي۲۰ قضیې ارزول شوي اومحکمې ته لېږل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د خبریالانو فدراسیون د دوی په جلاجلا اعتراضیه لیکونو کې پر حکومت ټینګار کړی چې د افغان وژل شویو خبریالانو دوسېې دې ډېر ژر وڅېړل شي او د پیښو عاملین دې په جزا محکوم شي.

د خبریالانو د مرکز او د خبریالانو د فدراسیون استازیو، شاه محمود شینواري اوحجت الله مجددي د دوشنبې په ورځ په یوې خبری ناسته کې چې د افغانستان د رسنیو د مرکز رییس لطیف محمود، د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین هم حاضر وو، وویل، دولت ته یې دغه اعتراضیه لیکونه په مرکز او ولایتونو کې د خبریالانو د مرکو پر مټ ترتیب کړي دي.

د رسنیو د مرکز رییس ښاغلي لطیف محمود ډاډ ورکړ چې د خبریالانو د وژل کېدواو له دوې سره د تاوتریخوالي یوه قضیه به هم پرته ارزولو پاتې نه شي.

لطیف محمود
لطیف محمود

هغه زیاته کړه: "د افغانستان دولت اطلاعاتو ته د لاسرسۍ او د اطلاعاتو خپرېدو ته معتقد او ژمن دی، د افغانستان رسنۍ او د بیان ازادي د حکومت او خلکو ګډه لاسته راوړنه ده او موږ دغه لاسته راوړنه خوندي ساتو او ملاتړ يې کوو."

په دغه ناسته کې د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین وویل، د خبریالانو د خونديتوب په لاره کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې یا نی ویلي چې له ګڼ شمېر افغان خبریالانو سره ېې د مرکو پر مټ موندلې چې شاوخوا اتیا سلنه افغان خبریال اطلاعاتو ته د لاسرۍ له چارې راضي نه دي.

XS
SM
MD
LG