د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ غونډه؛ ګوترش د راتلونکو ننګونو خبرداری ورکړ


انتونیو ګوترش
انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د نړۍ د مشرانو غونډه په داسې حال کې پرانیسته چې ملګري ملتونه ۷۵مه کالیزه لمانځي.

سرمنشي په دې غونډه کې چې تر ډېره انلاین وه، د راتلونکو ننګونو په وړاندې خبرداری ورکړ.

د سرمنشي د پرانیستونکې وینا ترڅنګ د امریکا، چین، روسیې، ترکیې او ایران مشرانو هم ویناوې وکړې.

دا ځل د ډېرو مشرانو پام هغو ستونزو ته و چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله انسانان ورسره مخامخ شوي دي او له همدې کبله د لومړي ځل لپاره د دې ویروس د خپرېدو په خاطر ډېرو مشرانو انلاین ویناوې وکړې.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ۷۵مې غونډې ته د چین ولسمشر شي جین پېنګ وویل، هېواد یې د کرونا ویروس د خپرېدو له مخنیوي سره د مبارزې لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتونکی دی او ویې‌ویل چې چین له هېڅ هېواد سره د سړې جګړې نیت نه‌لري.

ده په عین حال کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د چین او امریکا ترمنځ د سړې جګړې پیلېدو ته اجازه ورنه‌کړي.

د چین د ولسمشر تر وېډیويي وینا مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې ملګري ملتونه باید د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر له چین څخه د خپلو اقداماتو په اړه پوښتنې وکړې.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپله وینا کې د ناټو د دایمي غړو د ویتو حق پر اړتیا ټینګار وکړ، ویې‌ویل چې احتمالي اصلاحات باید د امنیت شورا له ۵ دایمي غړو دا حق وانه‌خلي.

ډېر هېوادونه فکر کوي چې د پنځو دایمي غړو د ویتو حق نادیموکراتیک دی.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د لیبیا پر کړکېچ خبرې وکړې ویې‌ویل، غواړي چې په لیبیا کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د دغه هېواد ټول ګاونډیان سره راټول کړي.

ده هیله څرګنده کړه چې ملګري ملتونه به د دې طرحې شاته ودرېږي.

XS
SM
MD
LG