د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

پر ملکیانو د بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې


کابل کې د امریکا سفارت
کابل کې د امریکا سفارت

په افغانستان کې د امریکا د سفارت اعلامیې د مدنې ټولنې، د بشر حقونو او د پوهنې د کارکوونکو اندېښنې را پارولي.

د امریکا سفارت په اعلامیه کې چې پرون خپره شوي راغلي، احتمال لري ځینې ترهګر په کابل کې د ملکي ادارو کارکوونکي په نښه کړي.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت دې اعلامېې چې احتمال لري ځینې ترهګرې ډلې، د افغانستان د بېلابېلو ملکي ادارو کارکوونکي په نښه کړي، یو لړ اندېښنې را پارولي دي.

د افغانستان د بشر حقونو بنسټونه وايي، په جګړه کې ښکېل اړخونه باید د خپلو هدفونو لپاره د ملکي کسانو ژوند له خطر سره مخ نه کړی.

د افغانستان د بشر د حقونو دسازمان رئیس لعل ګل لعل ازادي رادیو ته وویل، په جګړه کې ښکېله هره ډله مکلفه ده چې د نښتو پرمهال، د جګړې نړیوال قوانین مراعات کړي.

لعل ګل لعل
لعل ګل لعل

هغه زیاته کړه: "دغه ګواښونه چې پرون د امریکا د سفارت لخوا خپره شوه، دا موږ او هغو ملکیانو ته چې هېڅ لوري پورې تړاو نه لري، داندېښنې وړ ده او د بشرپالنې او اسلامي قوانینو او د جنګ له اصولو ښکاره سرغړونه ده."

ښاغلي لعل پر امنیتي، استخباراتي او کشفي ارګانونو ټینګار کوي چې دا شان احتمالي پېښو ته باید مخکې له مخکې تدابیر ولري.

د امریکا د سفارت په اعلامیه کې چې پرون د دوی په ویب پاڼه خپره شوې راغلي چې ترهګرو ډلې ګواښ چې په کابل کې به د مدني ټولنې، فعالان، د پوهنې کارکوونکي، ښوونکي، ښځې او نور په نښه کړي.

د مدني ټولنې فعالان سره له دې چې پر دغه ګواښ اندېښنې ښيي وايي، مدني بنسټونه سیاسي نه دي بلکې د ټولنې د ښېګڼو لپاره هڅې کوي او که هره ډله یې چې ګواښي، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

مدني فعال عنایت الله ناصر وايي: "څه چې د افغان ولس غوښتنه ده هغه داده چې نظامي اهداف باید له ملکي ادرس نه ترلاسه نه شي."

د امریکا سفارت په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې دا ګواښ د کومې ډلې له خوا شوی دی.

په اعلامیه کې په کابل کې د امریکا له پوځیانو او ملکي کارکوونکو غوښتل شوي چې په نږدې راتلونکو څو ورځو کې له احتیاطه کار واخلي په یاده اعلامیه کې داهم لیکل شوي چې، د افغانستان د پوهنې وزارت اړوند کارکوونکي هم د ترهګرو په ګواښ کې شامل دي.

خو د دغه وزارت ویاندې نوریه نزهت ازادي رادیو ته وویل، پوهنه دوست او دښمن دواړو ته بې پرې او یوشان خدمتونه وړاندې کوي او ګواښول یې د بشریت ګواښل دي.

نوریه نزهت
نوریه نزهت

هغې زیاته کړه: "د پوهنې پر کارکوونکو برید کول، د جنګي او بشري قوانینو خلاف عمل دی، له جنګي ډلو نه مو غوښتنه ده چې د نښتو پرمهال د غیرنظامیانو خوندیتوب ته جدي توجه وکړي."

د ولسي جرګې غړې او د ښخو د حقونو فعاله سایره شریف بیا له ازادي رادیو په خبرو کې وايي، ځینې ورانکارې ډلې نه غواړي چې د افغانستان د سولې روان بهیر په بري پای ته ورسېږي.

دا وايي، افغان حکومت او ولس باید د دا شان ناوړه هڅو شنډولو ته یو موټی او په پوره هوښیارۍ عمل وکړي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا ډاډ ورکوي چې هېڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د خلکو امنیت وګواښي.

طارق ارین
طارق ارین

د دې وزارت ویاند ارین طارق ازادي رادیو ته وویل: "موږ د ګواښونو پر وړاندې چمتوالی لرو، هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د خلکو پر وړاندې لوی ګواښ رامنځته کړي، هغه ترورستي ډلې چې د افغانستان پر وړاندې جنګ کوي، امنیتي او له خلکو دفاع کوي."

د یادونې ده چې په کابل کې د امریکا سفارت له خوا د ګواښونو د دې اعلامیې په سبا د شنبې د ورځې په سهار د پکتیا ولایت د ولايتي شورا مرستیال ايوب غروال په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG