د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

پر ازبکستانۍ ښځې لګېدلی تور لغوه شو، خو ځوروونکي یې چېرې دي؟


د علیجانوفا پر وړاندې د تور پورې کېدو خبر د سپټمبر په اتمه خپور شو که څه هم دا پېښه د جون په ۲۵مه شوې وه.
د علیجانوفا پر وړاندې د تور پورې کېدو خبر د سپټمبر په اتمه خپور شو که څه هم دا پېښه د جون په ۲۵مه شوې وه.

پر ازبکستانۍ ښځې لګېدلی تور لغوه شو، خو چارواکي د هغې د ځوروونکو په اړه چپ پاتې دي.

په ازبکستان کې د یوې ځوانې ښځې پر وړاندې تورونه لغوه شول چې ګواکې هغه دوه سړي یې وهلي وو چې دا يې په جنسي توګه ځورولې.

په ازبکستان کې یوه ۲۳ کلنه ښځه، ګل صنم علیجانوفا ښايي په پنځو کلونو بند محکومه شوې وی.

پر دې تور وو چې هغه دوه سړي يې وهلي چې دا یې په جنسي توګه ځورولې.

خلک حیران دي چې ایا پر علیجانوفا د دغو کسانو د وهلو په خاطر په پولیسو کې قضیه ثبت شوه یا که له دې خاطره چې د ازبکستان په سړي سالاره ټولنه کې یوه ښځه د نارینه‌وو پر وړاندې ودرېده.

د علیجانوفا پر وړاندې د تور پورې کېدو خبر د سپټمبر په اتمه خپور شو. که څه هم دا پېښه د جون په ۲۵مه شوې وه.

د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په اړه معلومات خپاره کړل.

د کورنیو چارو وزارت د وېب‌پاڼې په یوه اعلامیه کې داسې ویلي، د جون په ۲۵مه نېټه علیجانوفا قصداً د ټولنې له اصولو په سرغړونه پرته له دلیله یو ۳۳ کلن سړی وواهه او دې همداراز خپل مجرمانه اقدام ته د یوه ۳۰ کلن سړي پر ضد هم دوام ورکړ.

پر علیجانوفا د قانون د ۲۷۷مې جنايي جرمونو د مادې له مخې د خلکو د وهلو ډبولو قضیه ثبت شوه.

یوې پخوانۍ خبریالې نیکیتا ماکارینکو د سپټمبر په اتمه پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل، یوې ۲۳ کلنې نجلۍ دوه سړي وروسته له هغه ووهل چې دا یې په جنسي توګه وځوروله.

ډېری خلکو پر ټويټر د علیجانوفا ملاتړ وکړ او وروسته د دې په اړه نور معلومات خپاره شول.

دې ګازیتا وېب‌پاڼې ته وویل چې له خپلې ورېندارې او د هغې د ۱۰ میاشتني کوچني سره انديجون سیمې ته روانه وه.

دوی دباندې ولاړې وې او ورېندارې يې غوښتل یوه ټکسي ونیسي.

په همدې حال کې یو موټر راغی او ناستو کسانو یې خندا پیل کړه او دې ته‌یې اشارې کولې.

کله چې علیجانوفا دوی ته ځواب ورکړ، هغو کسانو دې ته ښکنځل پیل کړل، خو څو شیبې وروسته له هغه ځایه په خپل موټر کې لاړل.

کله چې علیجانوفا له خپلې ورېندارې سره په ټکسي کې کېناسته، موټر چلوونکي ته‌یې وویل چې د دغو کسانو موټر تعقیب کړي.

ټکسي تر هغوی ورسېده او د علیجانوفا او دغو کسانو ترمنځ لفظي شخړه راغله، خو په هغوی کې یوه کس د دې کمیس کش کړ او دې په عکس‌العمل کې هغه وواهه.

وروسته څرګنده شوه چې علیجانوفا د تیکواندو اتله ده او پر نړیواله کچه سیالۍ کوي.

دا کراټه او سوکوهنه هم کوي.

د ازبکستان د ولسمشر د لور سعیده میرضیايېفا په ګډون د بشري حقونو مدافعینو او نورو کسانو د علیجانوفا ملاتړ وکړ او د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۴مه پولیسو د دې پر وړاندې شکایت بېرته لغوه کړ.

خو تر اوسه له هغو دوو کسانو نه پولیسو او نه بل چا پوښتنه کړې چې دا ستونزه‌یې پيل کړې وه.

علیجانوفا په فزیکي توګه د ځان دفاع کولای شوی، خو په منځني ختيځ هېوادونو کې دا د ښځو لپاره معمول نه‌دی او ښځې له بېلابېلو فزیکي او رواني ځورونې سره مخامخ وي.

XS
SM
MD
LG