د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

میسي له بارسلونا سره تمرینونه پیل کړل


لیونل میسي
لیونل میسي

لیونل میسي له بارسلونا لوبډلې سره تمرینونه پيل کړل. که څه هم بارسلونا لوبډلې یوه اوونۍ مخکې تمرینونه پيل کړي و، خو د میسي د جلا کېدو په موخه یوه اوونۍ وروسته د بارسلونا لوبډلې سره په تمرینونو کې پرون یوځای شو.

۳۳ کلن لیونل میسي د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۵مه نېټه اعلان وکړ چې بارسلونا لوبډله پرېږدي، خو د تېرې جمعې په ورځ‌یې په یوه مرکه کې د نه‌جلا کېدو اعلان وکړ.

هغه د ګول سایټ سره په مرکه کې وویل چې د بارسلونا لوبډلې څخه په رښتینې توګه جلا کېدم، خو د دې کلب مسؤلینو مې غوښتنه نه‌منله.

لیونل میسي یوازنی فوټبالر دی چې ۶ ځلې یې د سرو زرو توپ او ۶ ځلې یې بیا د سرو زرو بوټ ترلاسه کړی.

XS
SM
MD
LG