د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

د ځینو تحصیلي څانګو د جواز په لغوه کېدو سلګونه محصلان بې سرنوشته شوي


د اساس د طبي زده کړو موسسې محصلان
د اساس د طبي زده کړو موسسې محصلان

په افغانستان کې د لوړو زده کړو د شپږو موسسو د څو څانګو په لغوه کېدو سره سلګونه محصلان بې سرنوشته شول.

دغه محصلان وايي، د دوی د برخه لیک په اړه نه ددغو مرکزونو مسئولین ځواب ویوونکي دي او نه نوربنسټونه.

د اساس د لوړو زده کړو د عالي موسسې د طب د څانګې محصل محمد افضل وايي، د دغې موسسې له لغوه کېدو دوه کاله تېرېږي خو د دوی برخلیک لا تراوسه هم روښانه نه دی.

ده ازادي راډیو ته وویل، په دې موده کې څو ځلې د لوړو زده کړو وزارت او خپل تحصیل مرکز ته ورغلی خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

هغه وايي: "تېر کال ټول ژمی وزارت ته لاړم، وزارت وايي، ستاسې د وروستیو دوو سمسترونو نمرې ستاسې د پوهنتون لخوا په دغه وزارت کې ثبت نه دي، نتایج یې نه دي رالېږلي، تاسې یې برمته کړي یاست، وزارت وايي که ستاسې نمري له موږ سره وای، موږ تاسې تبدیلولئ، اوس موږ بې سرنوشته یو، نه مو وزارت تبدیلوي نه مو پوهنتون."

محمد افضل وايي، کله چې د لوړو وزارت د دغو تحصیلي موسسو د شپږو طبي څانګو د فعالیت جواز لغوه کړ، باید دروازه یې هم ور تړلی وای ځکه د ده په خبره په دغو موسسو کې اوس هم لغوه شوې څانګې فعالې دي.

د شفا د لوړو زده کړو موسسې محصل نجیب اله ضمیري وايي: "د لوړو زده کړو د وزارت په هره شعبه کې د شفا د پوهنتون محصلان لیدل کېږي، وزارت راته وویل چې، ځانونه تبدیل کړئ، خو په دغه وزارت کې مو د وروستیو دوو کلونو نمرې نه دي ثبت شوي، بل پوهنتون ته هم ورغلو خو نمرې مو نه درلودې، او زموږ پوهنتون هم د تبدیلۍ اجازه نه راکوي، بالاخره زموږ برخلیک به څه کېږي.؟"

آرشیف، د اساس د لوړو زده کړو د موسسې یو درسي ټولګی
آرشیف، د اساس د لوړو زده کړو د موسسې یو درسي ټولګی

افغان حکومت دوه کاله مخکې، په بلخ ولایت کې د ترکستان، په هلمند کې د اراکوزیا، په هرات کې د عاطفي او په کابل کې د کابورا، اساس او شفا د لوړو زده کړو د موسسو د طب د څانګې فعالیتونه لغوه کړل.

ازادي رادیو وتوانېده چې، د لوړو زده کړو د دغو موسسو له یوه مسئول سره خبرې وکړي.

د اساس د لوړو زده کړو د موسسې د مالي چارو مسئول سحر یعقوبي وویل: "د پوهنتون ستونزه حل شوې، د محصلانو زړه ښه شوی، کله چې دولت وايي یو بنسټ تړل کېږي، باید درې ځله یې و ارزوي نه دا چې یو ځل راشي او په تور لېست کې یې شامل کړي، وزارت په کوم دلیل دغه پوهنتون په تور لېست کې ځای کړی دی.؟"

د لوړو زده کړو د وزارت د ویاند مرستیال حنیف فرزان وايي، ددغو محصلانو شمېر ۷۰۰ ته رسېږي چې یو شمېر یې نورو موسسو ته تبدیل شوي دي.

حنیف فرزان
حنیف فرزان

هغه زیاته کړه: "د د دغو شپږ موسسو طبي څانګې د لوړو زده کړو وزارت د ارزونې د ګمارل شوې کمېټې لخوا کمزورې تشخیص شوي، د علمي خدمتونو عرضه یې کمزورې وه او په مربوطه څانګه کې یې مناسب ځواب نه درلود."

ښاغلی فرزان وايي، هغه محصلان چې له ۱۳۹۷ کال دمخه له دغو موسسو فارغ شوي، اسناد یې اعتبار لري او له هغې وروسته اعتبار نه لري.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونو د ټولنې د مسئولینو په خبره، په افغانستان کې د لوړو زده کړو ۱۳۱ خصوصي موسسې شته چې څه باندې ۲۰۰ زره محصلان په کې په تحصیل بوخت دي.

XS
SM
MD
LG