د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۲۰

د ویسکنسن والي: ټرمپ دې کینوشا ښار ته په سفر کولو غور وکړي


د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د ویسکنسن ایالت والي، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د دې ایالت د کینوشا ښار ته دې د روانې اونۍ د سفر په اړه غور وکړي.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ کینوشا ښار ته سبا ولاړ شي او هلته د قانون د تنفیذ په اړه له چارواکو سره خبرې وکړې او هم هغه ورانۍ له نژدې وګوري چې د دغو ډزو پر سر د را ولاړو شویو ناکراریو په ترڅ کې دې ښارته رسېدلي دي.

د ویسکنسن والي توني ایورز چې یو ډیموکراټ دی او ولسمشر ته ویلي چې دې ښار ته په ورتګ له سره غور وکړي.

ایویرز ټرمپ ته پرون په یوه استولي لیک کې له هغه دغه غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دی په دې ښار کې د ټرمپ حضور ته ځکه اندېښنه لري چې هغه به یوازې پر اختلافاتو د برلاسي کېدو او په ګډه د وړاندې تګ هڅې وځنډوي.

د شیکاګو په شمال کې پروت دغه د شاوخوا سل زره نفوس لرونکی ښار هڅه کوي چې له هغه درې ورځني لوټ او تالان څخه ځان ورغوي چې د جاکوب بلک د وژلو وروسته په دې ښار کې د ناکراریو او بلواوو په ترڅ کې رامنځته شوي دي.

کینوشا ښار د اعتراضونو یو انځور
کینوشا ښار د اعتراضونو یو انځور

نوموړی د اګست په ۲۳ یوه سپین پوستي پولیس افسر پر شا په ډزو وویشت.

درې ورځې وروسته دوه تنه په دې ښار کې د اعتراضونو په ترڅ کې په ډزو ووژل شول.

یو اولس کلن هلک چې وایي، له ټوپک سره یې په دې دې اعتراضونو کې ګډون کړی و چې سوداګریز فعالیتونه له لوټ او تالانه خوندي کړي، توقیف شوی دی.

ولسمشر ټرمپ د نومبر د دریمې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د قانون او نظم تر عنوان لاندې یو کمپاین مخ ته وړي.

نوموړي د هغو ښارونو چې په کې له څه باندې درې میاشتو راهیسې ناکرارۍ روانې وې، پر ډیموکراټ ښاروالانو انتقاد کړی دی.

دا هغه موده وه چې امریکایان له تور پوستو سړو سره د پولیسو د چلند پر سر په غوسه وو او د نژادې عدالت د تامین غوښتنه یې کوله.

ټرمپ پرون په یوه ټویټ کې د هغه څه په وړاندې چې ده د بدماشانو قانون وباله او هم د ډیموکراټ ګوند مشرانو ته چې ده کمزوري وبلل خبرداری ورکړ او ویې ویل چې له کافي ځواکه یې کار نه دی اخیستی.

هغه ویلي، په هغو ښارونو کې چې ډیموکراټان یې واکمنان دي د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو یوازینۍ لاره له زوره کار اخیستل دي.

جوبایډن چې په را روانو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکراټانو له خوا د ټرمپ سیال دی، ولسمشر ټرمپ بیا تورن کړی چې تاوتریخوالي ته لمن وهي.

XS
SM
MD
LG