د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

امریکا کې د توکمیز توپیر ضد اعتراض کوونکو باسکټبالرانو لوبې بيا پيل کړ


ارشیف
ارشیف

د امریکا د باسکټبال ملي اتحادیه (ان بي اې) ویلي، هغو باسکټبالرانو چې د توکمیز توپیر پر ضد د اعتراض څرګندولو لپاره‌یې لوبه بنده کړې وه، موافقه وکړه چې لوبې له سره پيل کړي.

هغوی پرون (د اګسټ په ۲۹مه) د یوه جوړجاړي پر اساس لوبې له سره پيل کړې.

خو څرنګه جوړ جاړی؟

له معترضو باسکټبالرانو سره ژمنه شوې چې د جمهوري ریاست په راروانو ټاکنو کې به خلکو ته د رایې اچولو امکانات زیات شي.

سږ کال د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې د نومبر په درېیمه نېټه کېږي.

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په امریکا کې د رایې اچولو امکانات هم محدود شوي او ډېر خلک به د رائیو مرکزونو ته د تګ پر ځاي، په پوسته کې رایې واچوي.

په یو شمېر ایالتونو کې چارواکو خبرداری ورکړی و چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ښايي مجبور شي چې د رأی اچولو مرکزونه بند کړي.

خو د امریکا د باسکټبال ملي اتحاديې (ان بي اې) او د امریکا د باسکټبالرانو ملي اتحادېې (ان بي پي اې) وویل چې له اعتراض کوونکو باسکټبالرانو سره ژمنه شوې چې هره لوبډله به د سیمه‌ييزو انتخاباتي کارکوونکو په همکارۍ خپل لوبغالي د رأی ورکولو په مرکزونو بدلوي.

هغوی همداراز ویلي چې په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره به تبلیغات زیات کړي څو ډېر خلک معلومات ترلاسه کړي، رایې ورکړي او ډېرو خلکو ته د رأی ورکولو امکانات برابر شي.

په دې ډول به ډېرو خلکو ته زمینه برابره شي چې په مصون ډول خپله رایه په خپله د رایې په صندوق کې واچوي.

د اګسټ په ۲۳مه نېټه یو تور پوستی امریکايي وګړی د پولیسو په حمله کې ووژل شو.

تر هغه وروسته د امریکا د باسکټبال ملي اتحادیې لوبې تحریم کړې.

د هاکي، تېنس، بېس‌بال او ساکر لوبې هم بندې شوې وې.

د باسکټبالرانو تحریم درې ورځې دوام وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، هغه څه به چې په ان بې اې کې روان دي د باسکټبال راتلونکې برباد کړي.

د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنو ته تر ۱۰ اوونیو کم وخت پاتې دی او ډېر چارواکي وايي چې په پوسته کې د رایې اچول یو مناسب بدیل دی.

خو د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ چې په خپله هم کاندید دی، خبرداری ورکړی چې دا کار د درغلۍ لاره برابرولائ شي.

د امریکا د پوستي خدماتو پر ادارې هم د کانګرس له‌خوا فشار زیات شوی چې د پوستي رایو د راټولولو او رسولو لپاره هڅې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG