مېنسک یو وار بیا د الکساندر لوکاشینکا پر ضد د پراخو مظاهرو شاهد و.
د بلاروس پلازمېنه مېنسک کې پرون لسګونه زره کسانو مظاهره وکړه او د لوکاشینکا استعفا یې غوښته.
هغوی په خپلو شعارونو کې ویل چې "موږ بهیې وګټو."
خلکو کتارونه جوړ کړي و او د استقلال میدان ته روان و کوم ځای چې له مخکې عسکرو محاصره کړی و.
د بلاروس د کورنیو چارو وزارت په خبره د بلوا ضد پولیسو د مېنسک ښار په څو سیمو کې د مظاهرهچیانو مخه نیولې او لږترلږه ۱۲۵ کسانیې د خپلواکۍ استقلال میدان ته نږدې نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د امنیتي منسوبینو د پیاوړتیا لپارهیې مېنسک ښار ته زره پوښ ګاډي راوستي او د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا هستوګنځي ته نږدې تم شوي.
اخوا د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي پرون د الکساندر لوکاشینکا وېډیو خپره کړې چې د خپلې کلا په حوېلۍ کې له وسلې سره ګرځي. معلومه نهوه چې دا وېډیو پرون ډکه شوې که مخکېنۍ ده.
لوکاشینکا چې له ۱۹۹۴ کاله پر بلاروس واک چلوي ویلي چې واک نهپرېږدي.
هغه مظاهرهچیان تورن کړي چې د بهرنیو په لمسون پاڅېدلي.
د بلاروس خلک او مخالف ګوندونه وروسته له هغه پاڅېدل چې د اګسټ په نهمه ولسمشرۍ ټاکنو کې الکساندر لوکاشینکا بریالی اعلان شو.
مخالفې کاندیدې سویتلانا څیخانوفسکایا وویل چې لوکاشینکا په درغلیو ځان ولسمشر کړ.
له هغه وخته څه باندې ۲۰ ورځې تېرېږي او ورځ تر بلې خلک او مخالف ګوندونه له واکه د لوکاشینکا د لیرې کولو په غوښتنې ټینګار کوي.
لوېدیځ په تېره بیا اروپايي ټولنه د مظاهرهچیانو ملاتړ کوي او وايي چې د رڼو ټاکنو د غوښتنې په خاطر د مظاهرهچیانو ملاتړ کوي او په کار ده د بلاروس حکومت اوسنۍ لانجه د خبرو له لارې هواره کړي.
اروپايي ټولنې همدا تېره جمعه په څه باندې ۲۰ بلاروسي چارواکو بندیزونه هم ولګول او دې تهیې تابیا نیولې چې ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د بندیزونو په لېست کې شامل کړي.
خو اخوا د بلاروس متحده روسیه بیا د الکساندر لوکاشینکا ترڅنګ ولاړه ده.
تمه ده راتلونکې اوونۍ د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په مسکو کې د لوکاشینکا کوربه وي.
دوی دواړو دا وروستۍ څو ورځې په ټیلیفون هم خبرې کړې دي.