د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۳:۴۷

نړۍ

بلاروس کې نږدې ۵۰ خبریالان ونیول شول

بلاروس کې خبریالان

په بلاروس کې نږدې ۵۰ خبریالان نیول شوي دي.

په هغوی کې ۶ د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بلاروس برخې کارکونکي دي.

د بلاروس حکومت پر هغو خبریالانو د کار کړۍ تنګه کړې چې د لوکاشینکا د واکمنۍ پر ضد د روانو مظاهرو له جریانه خبرونه او راپورونه خپروي.

په بلاروس کې د اګسټ په نهمه د جمهوري ریاست انتخابات وشوو او ناست ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د بلې څلور کلنې دورې ګټونکی معرفي شو.

له هغه راهیسې خلک په ټاکنو کې د درغلۍ پر ضد مظاهرې کوي.

د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې د اګسټ په ۲۷مه تر ۲۶۰ زیات مظاهره‌چیان هم نیول شوي دي.

په بلاروس کې د ژورنالېستانو ټولنې ویلي چې ډېر خبریالان چې نیول شوي وو، پولیسو یې اسناد کتلي او بېرته‌یې خوشې کړي دي.

د ازادې اروپا او ازادي راډیو خبریالان هم تر لنډې مودې وروسته خوشې شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کییف او چیرکاسي کې روسيې توغندویي بریدونو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کییف کې د روسي توغندویي بریدونو له امله د ویجاړیو انځور

د اوکراین په پلازمېنه کییف او مرکزي ښار چیرکاسي نن د روسیې د توغندویي بریدونو په نتیجه کې لږترلږه دوه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.

په ټپیانو کې یوه اوه کلنه نجلۍ هم د نړېدلې یوې ودانۍ له کنډوالو را ایستل شوې ده.

دا له څو اونیو وروسته پر دغو دواړو ښارونو لومړنۍ لویې حملې دي.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې اوکرایني ځواکونه له ختیځ سیورودونیڅک ښار څخه په شا شول او دا ښار روسي ځواکونو ونیوه.

د کییف ښاروال ویتالي کلییچکو وویل، چې څو توغندي نن سهار وختي د شیوچینسکییفکسي په سیمه کې پردوو ودانیو لګېدلي چې له امله یې چاودنې رامنځته شوي دي.

چارواکو ویلي، چې د دغو چاودنو له امله په یوه نهه پوړیزه ودانۍ کې اورلګېدلی او خلک د نړېدلې ودانۍ تر خاور خښتو لاندې دي.

ناروې کې د تېرې ورځې پېښې د قربانیانو د دعا او ویر مراسم ترسره کېږي

د ویر مراسم د اوسلو په لویه کلیسا کې جوړ شوي.

ناروې په پلازمېنه اوسلو کې نن د هغې حملې قربانیانو ته د دعا او ویر مراسم ترسره کېږي، چې چارواکو هغه د اسلام پالو یو مشکوک تروریستي عمل بللی دی.

پرون د ورځې سهار وختي د همجنسپالانو د یوه رستورانټ په ګډون د اوسلو په درې ځایونو کې په ډزو کې دوه تنه ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول.

د ویر په هغو مراسمو کې چې د اوسلو په لویه کلیسا کې جوړ شوي وو، د ناروې د صدراعظم یونس ګهر ستورې په ګډون د ناروې شهزادګۍ میتي میریت هم ګډون کړی و.

د ناروې صدراعظم په خپله وینا کې وویل، چې دغو ډزو د سهار وختي د ویاړ پریډ پای ته ورساوه خو د تبعیض، تعصب او کرکې سره د مبارزې او هڅو مخه نه شي نیولی.

د دغه برید مشکوک یو ایراني الاصله ۴۲ کلن نارویژۍ ښودل شوی چې له تروریزم سره د مبارزې ادارو له مخکې هغه پېژانده.

سریلانکا له ۳۰ کلونو وروسته له استرالیا یو ورځنۍ لوبلړۍ وګټله

د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډله

سریلانکا له ۳۰ کلونو وروسته د استرالیا خلاف د کرکټ یو ورځنۍ لوبلړۍ وګټله.

د کرک انفو د خبر له مخې، د (داشان شیناکا) په مشرۍ د سریلانکا لوبډلې د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه له استرالیا څخه تېره ورځ په ۴ منډو وګټله او لوبلړۍ یې ۱-۳ په خپل نوم کړه.

سریلانکايي لوبغاړو له ۳۰ کلونو وروسته استرالیا ته د دوی په خپل کور کې ماتې ورکړه.

له دې وړاندې سریلانکا لوبډلې په ۱۹۹۲ کال کې له استرالیا ورته یوه لوبلړۍ ګټلي وه.

هیره دې نه وي چې د دې دواوړ هېوادنو راتلونکي پنځمه لوبه ښايي روانه اوونۍ په استرالیا کې ترسره شي.

د ریښتر په مقیاس ۵ اعشاریه ۶ درجې زلزلې د ایران هرمزګان ولایت لړزولی

د ایران په یوه واټ د دې هېواد بیرغ

د ریښتر په مقیاس ۵ اعشاریه ۶ درجې زلزلې پرون د ایران د هرمزګان ولایت لنګه سیمه ولړزوله.

په دې زلزله کې لږ تر لږه د یوه تن د مړینې او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

په تېرو دوو اوونیو کې د هرمزګان ولایت په ځینو برخو کې څو زلزلې شوي، چې تر ټولو قوي یې ۵ اعشاریه ۲ درجې وه.

ایران د نړۍ په سطحه لسم هېواد دی چې زیاتې زلزلې په کې کېږي.

د مصر ولسمشر د قطر له امیر سره پر ځینو مسایلو خبرې کړي

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرون شنبه د قطر له امیر، شیخ تمیم بن حمد ال­ثاني سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړې.

د قطر امیر په تېرو څو کلونو کې د لومړي وار لپاره پرون قاهرې ته سفر کړی و.

د مصر د ولسمشرۍ دفتر وايي، د دواړو مشرانو خبرې د دواړو هېوادونو پر خپلمنځي اړیکو، سیمه او نړیوالو مسایلو راڅرخېدې.

په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

د الاهرام په نوم د مصر دولتي ورځپاڼې بیا راپور ورکړی، چې د دغو خبرو هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بشپړ عادي کول وو.

دغه خړې پړې شوې اړیکې د ۲۰۲۱م کال په لومړیو کې بېرته پیل شوې.

بایډن د وسلې په واسطه د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره لویه لایحه توشېح کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن، پرون شنبه د وسلې په واسطه د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره تر ټولو لویه لایحه توشېح کړه.

د دې لایحې په اړه د دواړو ګوندونو ترمنځ جوړجاړی، د وسلو په واسطه تر وروستیو ډله ییزو حملو پورې ممکن نه ښکارېده.

په یوه تازه مورد کې د تګزاس ایالت په یوه ښوونځي کې ۱۹ زده کوونکي او دوه ښوونکي ووژل شول.

ولسمشر بایډن په سپینه ماڼۍ کې وویل، مهمه شېبه ده او د خلکو ژوند باید وژغورل شي.

هغه د ډزو په نتیجه د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړو سره کتنې ته په اشاره وویل، د دغو کسانو پیغام دا و، چې یو کار باید وشي چې موږ هغه ترسره کړ.

د استازو جرګې دغه لایحه بالاخره د جمعې ورځ تصویب کړه.

روسیې د اوکراین په لوېدیځ او شمال کې پر پوځي اهدافو بريدونه کړي

د روسي ځواکونو له بمبارۍ وروسته د اوکراین د دونباس سيمې انځور

روسیې د اوکراین په لوېدیځ او شمال کې په بېلابېلو ښارونو کې پر پوځي اهدافو د توپونو او توغندیو حملې کړې دي.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیاک نن پر ټویټر ولیکل، چې روسیې تېره شپه پر ټول اوکراین کې د کروز ۴۸ توغندي ویشتلي او لاهم غواړي چې اوکراین وګواښي، وارخطايي جوړه کړي او خلک ووېروي.

روسیې په ختیځه دونباس سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې هم پوځي عملیات کړي دي.

روسیه د اوکراین په ختیځ کې د پوځي عملیاتو د پراخولو په مرسته د دونباس سیمې د نیولو هدف ته نژدې شوې ده.

اروپايي ټولنه: له ایران سره د اټومي موافقې په اړه خبرې ژر پيلېږي

جوزيپ بورېل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل وايي، له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې د بیا احیا کولو په هدف خبرې به ډېر ژر پیل شي.

ښاغلي بورېل نن د ایران د بهرنیوچارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې په خبرو کې د ځنډ درې میاشتې پوره شوي او په کار ده چې خبرې چټکې شي.

بورېل بېګا ایران ته له دوه ورځني سفر مخکې پر ټویټر ولیکل، چې ډيپلوماسي د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې د پوره عملي کولو یوازینۍ لاره ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر ایران ته روان شوی

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې د بیا احیا کولو د هڅو په ترڅ کې بېګا دې هېواد ته روان شو.

ښاغلي بورېل ایران ته له دوه ورځني سفر مخکې پر ټویټر ولیکل، چې ډيپلوماسي د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې د پوره عملي کولو یوازینۍ لاره ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون له دې مخکې ویلي و، چې دوه اړخیز اړیکي، سیمه ییز او نړیوال مسایل او همداراز پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو وروستی حالت به د دې خبرو د اجنډا مهمې مسایل وي.

د هند د سېکانو مذهبي مشر: په کابل کې د سېکانو ګوردواره بیارغوم

د کابل په کارته پروان کې د سېکانو په ګوردواره د تېرې اوونۍ د برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست چې په کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او اوه نور ټپیان شول.

د هند د سېکانو مذهبي مشر جاتیدار بابا بالجیت سېنګ وايي، غواړي چې په کابل کې د سېکانو هغه ګوردواره ترمیم کړي چې تېره اوونۍ په یوه برید کې زیانمنه شوه.

ده د هند له حکومته وغوښتل، چې کابل ته د دوی د پلاوي د استولو امکانات وسنجوي.

د کابل په کارته پروان کې د تېرې اوونۍ د شنبې د ورځې برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

بالجیت سېنګ ویلي، که حکومت کابل ته د دوی د پلاوي د استولو امکان برابر کړي حاضر دي چې د کارته پروان ګوردواره بیاورغوي.

پاکستان له یوه چینايي شرکت څخه ۲،۳ میلیارد ډالره پور اخیستی

د پاکستان د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو زېرمه په بېساري ډول کمه شوې او د پاکستانۍ روپۍ ارزښت هم په بېساري ډول سقوط کړی.

پاکستان له یوه چینايي شرکت څخه ۲،۳ میلیارد ډالره پور اخیستی څو خپله د نغدو پیسو زېرمه چې په چټکۍ سره د کمېدو په حال کې ده پیاوړې کړي.

په دې اړه د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل بېګا څرګندونې وکړې.

د پاکستان د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو زېرمه په بېساري ډول کمه شوې او د پاکستانۍ روپۍ ارزښت هم په بېساري ډول سقوط کړی.

پاکستان په عین حال کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه هم د پور د اخیستو هڅو ته دوام ورکوي څو په دې هېواد کې سخت اقتصادي بحران کم کړي.

پاکستان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د لویو شرکتونو په مالیه کې په سلو کې لس زیاتوالی راولي څو نږدې دوه میلیارد نور ډالر لاس ته راوړي او په دې توګه د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور د اخیستو شرایط پوره کړي.

د اوکراین لوی درستیز خپل امریکايي سیال سره خبرې کړي

د اوکراین ځواکونه د جګړې پرمهال

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وايي، چې هېواد یې له روسیې سره د ځواک انډول ته اړتیا لري.

جنرال والیرې زالوژني له خپل امریکايي سیال مارک مېلي سره ترپرونیو ټېلیفوني خبرو وروسته په یوه آنلاین پیغام کې وویل، چې د اوکراین پوځ ته په ختیځ کې د روسیې د توپچي ځواک په حملو کې سخت زیان اوښتی دی نو ځکه باید نورې وسلې ورکړل شي چې په وضعیت کې ښېګڼه راشي.

اوکراین د فبروري په ۲۴مه د روسیې له یرغل وروسته له لویدیځو متحدانو څخه د میلیاردونه ډالرو په ارزښت وسلې ترلاسه کړې خو وايي، نورې وسلې هم غواړي څو د روسیې د پرمختګ مخه ونیسي.

له سيورودونيڅک ښار څخه د اوکرايني سرتېرو د وتلو خبر ورکړل شوی

د اوکراين د جګړې يو انځور

د اوکراین یوه محلي چارواکي نن ویلي، اوکرایني ځواکونه به له سیورودونیڅک ښار څخه چې په وروستیو کې روسیې اشغال کړی، ووځي.

چارواکي وايي مسکو هڅه کوي چې د اوکراین په ختیځ لوهانسک کې د اوکراین د مقاومت کوونکو وروستی سنګر هم کلابند کړي.

د لوهانسک والي سرهی هیدی ویلي، په هغو سنګرونو کې چې د تېرو میاشتو پر مهال ټوټې-ټوټې شوي، پاتې کېدل منطقي نه برېښي.

اوکراين د امريکا د اوږد واټن ويشتونکو وسلو د ور رسېدو اعلان وکړ

ارشيف

اوکرایین د امریکا د اوږد واټن ویشتونکو لومړنیو وسلو د ور رسېدو اعلان وکړ هغه چې د اوکراین پوځ له میاشتو راهیسې د دغو وسلو انتظار کاوه.

د اوکراین دفاع وزیر الکسي رزنیکوف پرون (د جون په ۲۳مه) وویل چې د امریکا د هایمرس HIMARS توغندیو سیسټم اوس په اوکراین کې دی.

دا لا څرګنده نه‌ده چې دا سیسټم کله دغه هېواد ته رسول شوی او آیا په لومړۍ کرښه کې هم کارول شوی او که نه.

د امریکا متحده ایالاتو پرون (د جون ۲۳مه) اعلان وکړ چې اوکراین ته به د نورو راکټي سیسټمونو په ګډون د پوځي مرستو نوې لړۍ واستوي.

کییف ته د امریکا د اوږده واټن ویشتونکو وسلو د استولو خبر په داسې حال کې راغلی چې روسي ځواکونو د لوی توپچي ځواک په ملاتړ د لوهانسک په سیمه کې د اوکراین د وروستي مقاومت د سیمې د بشپړ کلابندۍ لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د اوکراین یوه سیمه ییز چارواکي له دې مخکې ویلي وو، چې روسي ځواکونو د دونباس د کلیدي ښار لیسیچانسک په جنوب کې دوه ښارګوټي نیولي دي.

پر اوکرایین د روسیې غیر موجه یرغل چې د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوی، لا هم روان دی.

حکومت: له ټي ټي پي سره به خبرې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې کېږي

د پاکستاني طالبانو د تحريک غړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د پاکستاني طالبانو له تحریک سره خبرې به یوازې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې کېږي.

د رانا ثنااالله په وینا دا پرېکړه د ملي امنیت په اړه د ملکي او پوځي مشرانو په ګډه غونډه کې شوې ده.

له بلې خوا پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې د دغه هېواد پوځي او ملکي مشرانو پرېکړه کړې چې له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره به له خېبر پښتونخوا ایالته د قبایلي سیمو د بېلولو په اړه هیڅ راز خبرې نه‌کوي.

پاکستاني طالبانو په هغو خبرو کې چې د افغان طالبانو په منځګړتوب یې له پاکستاني چارواکو سره کړي، د څو نورو غوښتنو ترڅنګ یوه دا کړې چې قبایلي سیمې دې له خېبر پښتونخوا څخه بېلې شي.

خو اوس راپورونه وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف د ژوروالي له کبله د افغان طالبانو په منځګړتوب په کابل کې خبرې درېدلې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG