د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

'سویل کې د ملي اردو لیکو ته د ځوانانو د ورتګ لیوالتیا زیاته شوې'


ارشیف
ارشیف

د افغانستان په سویل کې د ملي اردو د جلب او جذب مسئولین وايي، د ملي اردو لیکو ته د ځوانانو د ورتګ لیوالتیا زیاته شوې ده.

د چارواکو په وینا د روان کال په پنځو میاشتو کې شاووخوا ۲۰۰۰ زره کسانو په پوځ کې د شاملېدو لپاره نوملیکنه کړې چې یو شمېر یې اوس تر پوځي روزنې لاندې دي.

په ورته وخت کې د ملي اردو په لیکو کې تازه شامل شويو ځوانانو، ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د زده کړو پرمهال ورته د ځان ساتنې، د وسلو د استعمال او خلکو سره د ښه چلند روزنه ورکول کېږي.

صادق رښتینی په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو روزنیز مرکز ته ورغلی او په دې اړه راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00
مستقیم لېنک



  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG