د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

افغان حکومت ۹ چارواکي لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي او درې معینان له دندو ګوښه کړل


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د ټولګټو وزارت درې مرستیالان هم له دندې ګوښه شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند اشرف حق‌شناس ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر دغه حکم ځکه کړی چې په خبره‌یې د پروژو د تطبیق په اړه د راپور ورکولو پر مهال د ولسمشر قناعت نه‌دی حاصل شوی.

ښاغلي حق‌شناس د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۰۴» ازادي راډيو ته وویل چې د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال احمد جاوېد همدرد، د سړکونو د ساتنې او مراقبت مرستیال محمد زکریا محمدي او تخنیکي مرستیال حامد علمي له دندو ګوښه کړي دي.

ښاغلی حق‌شناس زیاتوي: "درې کسان [مرستیالان] د ولسمشر د حکم له مخې له دندو لیرې شوي چې کېدای شي نور کسان‌یې پر ځای معرفي شي. مخکې ولسمشر د وزارت له رهبرۍ سره یوه ناسته درلوده، نو په دې جلسه کې کله چې د پروژو په اړه‌یې راپور وړاندې کړی د ولسمشر قناعت‌یې نه‌دی حاصل کړی او ولسمشر پرېکړه وکړه چې دوی له دندې لیرې کړي."

بل‌خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال وحید مجروح چې دی هم تازه د فساد په تورونو تازه لویې څارنوالې ته معرفي شوی له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د سیاسي توطئو قرباني شوی.

وحید مجروح
وحید مجروح

ښاغلی مجروح وایي د پلټڼې ادارې ورنه هېڅ ډول پلټنې نه‌دي کړي: "دوی یو وار هم نه ماته مراجعه وکړه، نه‌یې کوم پیام راته واستوه، نه هم کوم سند او نه‌یې هم رانه وضاحت وغوښته، کله چې پرون زما نوم په لېست کې شامل او اعلان شوی و، ماته د تعجب ځای و، په ځانګړې توګه هلته‌یې چې ویلي د کرونا د منابعو د حیف‌ومیل کول، زه د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مسؤلیت لرم، زه د تدارکاتو یا مالي او اداري مسؤلیت نه‌لرم، زه ډاډه یم چې هغه غیر دقیق او ناسم معلومات چې د وزارت له لوري بازرس (پلټنې) ادارې ته وړاندې شوي، هغه د دې لامل شوي چې زه له بده مرغه د یو سیاسي قرباني په توګه په دې لېست کې شامل شم."

د وحید مجروح ترڅنګ درې پخواني مرستیالان او د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز هم د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا پخوانی وزیر او درې مرستیالان
د افغانستان عامې روغتیا پخوانی وزیر او درې مرستیالان

ښاغلي مجروح په دې مرکه کې ادعا وکړه چې د عامې روغتیا اوسنی سرپرست وزیر احمد جواد عثماني ورسره له دې امله ناسم چلند کوي چې د پخوانۍ رهبرۍ په ټیم کې و.

وحید مجروح وایي، احمد جواد عثماني سره له دې چې د کابینې د مصوبې له مخې د ګمارنو صلاحیت نه‌لري لسګونه کسان‌یې ګمارلي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه وزارت د برحاله مرستیال وحید مجروح ادعاګانې ردوي او وایي چې نوې ګمارنې نه‌دي شوي او د کرونا ویروس د کړکېچ پر مهال ګمارل شوي کسان هم بېرته له دندو لیرې شوي دي.

ښاغلی سمسور وايي: "سرپرست وزیر چې له کومه وخت نه راغلی نوي کسان‌یې نه‌دي ګمارلي، اکثره کسان چې اوس هم له دغه وزیر سره کار کوي د پخواني وزیر ټيم دی، د کرونا ویروس د خپرېدو د کړکېچ پر مهال په افغان-جاپان روغتون کې زیات کسان ګمارل شوي وو چې اوس‌یې تعداد ۲۸۰ تر ۲۵۰ ته راکم شوی، ټولو ۳۴ ولایتونو ته سرپرست وزیر لارښوونه کړې چې په روغتونونو کې دې د روغتیایي کارکوونکو او ډاکترانو شمېر د ناروغانو په اندازه شي."

اکمل سمسور
اکمل سمسور

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت پخواني وزیر فېروزالدین فېروز هم په یو لیک کې ویلي چې د ده پر وړاندې سیاسي توطئې شوي او د فساد تورونه پرې لګېدلي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د کرونا ویروس پر مهال د بودجو د حیف‌ومیل کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د پلټنې ادارې ته دنده وسپارله چې د کرونا په برخه کې د ټولو مسؤلو ادارو او چارواکو د مصارفو پلټڼې وکړي.

تازه بیا د جمهوري ریاست د پلټنې ادارې ویاند فېروز بشري بیا ازادي راډیو ته ویلي چې د هرات او نورستان ولایت پخواني والیان او د میدان وردګو او بدخشان ولایت برحاله والیان هم د کرونا ویروس د بودجې د ناسم مدیریت له امله تورن پېژندل شوي او لویې څارنوالې ته معرفي شوي دي.

XS
SM
MD
LG