د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د بیلاروس پر ولسمشر د فشارونو زیاتوالی؛ کارګرانو کاري اعتصاب پیل کړ


بیلاروس کې د لوکاشینکا ضد اعتراضونو یو انځور
بیلاروس کې د لوکاشینکا ضد اعتراضونو یو انځور

په بیلاروس کې د ولسمشرۍ د ترسره شویو ټاکنو په وړاندې چې هغه له درغلۍ ډک بلل شوي، د فابریکو په زرګونو کارګرانو نن د کارنه کولو اعتصاب پیل کړ.

کارګران د ولسمشرالکساندر لوکاشینکا چې د دغو ټاکنو ګټونکي اعلان شوی، د استعفا او د بیا ځلي ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کوي خو لوکاشینکا وایي، په مرګ به دا کار ونه کړي.

لوکاشینکا د سیاسي مخالفې او د خپلې سختې رقیبې سویتلانا څیخانووسکایا چې اوس په تبعید کې ده، د هغو څرګندونو په ځواب کې چې د هېواد مشرتابه اخیستو ته د خپل چتمووالي ترڅنګ یې د بیاځلي ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې، ویلي چې هېڅکله به هم بل ځلي ټاکنې ترسره نه کړي.

خو لوکاشینکا چې له ۲۶ کلونو راهیسې د دې هېواد واګې په لاس کې لري، وایي، غوښتل یې چې د قدرت د ویش امکان وڅېړي خو نه په واټونو کې د اعتراضونو تر فشار لاندې.

لوکاشینکا د تراکټورونو د تولید له یوې فابریکې د کتنې په ترڅ کې چې کارګرانو له واکه د هغه د لیرې کېدو شعارونه ورکول وویل، هېڅکله به هغه ورځ ونه ګورئ چې دی به هر ډول فشار ته تسلیم شي او زیاته یې کړه چې ترهغو به نوي انتخابات ترسره نشي چې دی وژل شوی نه وي.

تر ټاکنو وروسته د قدرت د ویش په اړه د لوکاشینکا دغه څرګندونې د د دې ښکارندوي کوي چې تریوه حده پرهغه زیات شویو فشارونو اغېز کړی دی.

د اګست په نهمه د ولسمشرۍ د ترسره شویو ټاکنو په وړاندې چې په سلو کې د اتیا رایو ګټونکی ۶۵ کلن لوکاشینکه اعلان شوی، په کوردننه او بهر اعتراضونه راپورته شوي او دغه انتخابات له درغلۍ ډک بلل شوي دي.

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا
د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا

د لوکاشینا له دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د هغې مهمې سیالې سویتلانا څیخانووسکایا ویلي چې چمتو ده، د هیواد واګې په لاس کې واخلي.

نوموړې په یوه ویډیو کې چې پرون په یوټیوب کې خپره شوې، دغه راز د یوه قانوني چوکاټ چې وکولای شي د عادلانه انتخاباتو ترسره کېدل یقیني کړي، د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

هغې زیاته کړه: "زه چمتو یم چې مسئولیت واخلم او ملي مشره شم چې هېواد آرام شي او بېرته عادي حالت ته راوګرځي، ټول سیاسي بندیان خوشې شي او هر څومره ژر چې کېدای شي داسې یو قانوني او تنظیم شوی چوکاټ جوړ شي چې پر اساس یې ریښتیني، عادلانه او شفاف انتخابات چې نړیواله ټولنه یې له قید او شرط پرته ومني، ترسره شي."

څیخانوسکایا چې د لوکاشینکه سخته رقیبه بلل کېږي، د اګست په نهمه د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته لیتوانیا ته تښتیدلې ده.

په بیلاروس کې د ټاکنو په تړاو د ځپونکو اقداماتو په ترڅ کې شاوخوا اوه زره کسان د پولیسو له خوا نیول شوي، په سلګونو ټپیان شوي او لږترلږه دوه تنه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG