د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

د لبنان حکومت په بشپړ ډول استعفی ورکړه


د لبنان صدراعظم حسن دیاب د دې هېواد ولسمشر ته خپل استعفی لیک سپارلو پرمهال.
د لبنان صدراعظم حسن دیاب د دې هېواد ولسمشر ته خپل استعفی لیک سپارلو پرمهال.

د لبنان حکومت په بشپړ ډول استعفی وکړه.

دا اقدام تر هغه خونړي برید وروسته وشو چې تېره اونۍ په پلازمېنه بیروت کې وشو.

د لبنان کابینې د خلکو د پراخو اعتراضونو وروسته استعفی ورکړه.

دا پرېکړه د دوشنبه په ورځ د اګست ۱۰ د کابینې په غونډه کې وشوه او صدراعظم حسن دیاب دا اعلان د دولتي ټلویزیون له لاري وکړ.

هغه وویل: "موږ غواړو د خلکو د ژغورني لپاره دروازې پرانېزو څو د لبنان اوسېدونکي برخه ولري او له همدې کبله نن د حکومت استعفی اعلانوم."

د اګست د څلورمې نېټې تر خونړیو چاودنو وروسته چې د بیروت په بندر کې وشوه، په دې هېواد کې د حکومت پر ضد د خلکو پراخ اعتراضونه پیل شول.

په هغو چاودنو کې چې د بیروت ښار ډېره برخه یې ویجاړه کړه، لږ تر لږه ۱۶۰ کسان ووژل شول او څه باندې ۶۰۰۰ کسان ټپیان شول.

نژدې ۳۰۰ زره نور کسان بې کوره شول.

د بیروت کې د چاودنې له امله نږدې ۱۶۰ کسان ووژل شول او څه باندې ۶۰۰۰ کسان ټپیان شوي.
د بیروت کې د چاودنې له امله نږدې ۱۶۰ کسان ووژل شول او څه باندې ۶۰۰۰ کسان ټپیان شوي.

ویل کېږي نژدې درې زره ټنه امونیم نایتریت چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې په یوه ډیپو کې په ناخوندي ډول ساتل کېدل، د اور لګېدنې له کبله وچاودېدل.

د دې چاودنې مالي زیان له لسو تر پنځلسو میلیاردو ډالرو اټکل شوي دي.

د لبنان ډېری خلک، سیاسي مشران تورنوي چې د څو لسیزو راهیسې واکمن دي خو د غفلت په نتیجه کې یې خلک قرباني ورکوي.

په تېرو دریو ورځو کې اعتراضونه پراخ وو او خلکو شعار ورکاوه چې حکومت فاسد دی او باید حساب ورکړي.

د لبنان صدراعظم حسن دیاب د حکومت د استعفی د اعلان پر مهال وویل چې دوی له هغو کسانو چې د بیروت په ډیپو کې یې د چاودېدونکو توکو په ساتلو کې غفلت کړی، حساب غواړي.

لبنان کې د اعتراض کوونکو یو انځور
لبنان کې د اعتراض کوونکو یو انځور

تمه ده اوس په لبنان کې بېړني انتخابات وشي.

لسګونه کسان د پراخو اعتراضونو پرمهال د پولیسو لخوا په ربړي ګولیو ټپیان شوي دي.

په لبنان کې د تېرو دریو ورځو مظاهرې د تېرکال د اکتوبر راهیسې تر ټولو پراخ اعتراضونه وو.

هغه مهال زرګونه کسان د ادارې فساد او د حکومت د ناسم مدیریت له کبله د څو اونیو لپاره د بیروت لارو کوڅو ته راووتل.

XS
SM
MD
LG