د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۵

نړۍ

بېروت کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۴ ته پورته شوی

تیم های نجات در لبنان
تیم های نجات در لبنان

د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د سې شنبې ماښام درنو چاودنو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۴ ته پورته شوی دی.

دا درنې چاودنې د بېروت په بندر کې د سرې په یوه ګدام کې وشوې چې ورسره ګڼ کسان مړه او لږ تر لږه څه باندې پنځه زره تنه ټپيان شول.

شاوخوا سیمه هم په بشپړه توګه ورانه شوې ده.

اندېښنه شته چې د وژل شویو کسانو شمېر لا پسې لوړ شي ځکه ویل کېږي چې لا هم ګڼ خلک تر خاورو او ورانیو لاندې پاتې دي.

د لبنان له ژغورونکو سره د مرستې لپاره فرانسې، جرمني، روسیې او ګڼو نورو هېوادونو خپل مرستندویه ټیمونه لبنان ته استولي دي.

دوی له خاورو ورانیو د خلکو د را ایستلو او له زیانمنو سره د مرستو لپاره لبنان ته تللي.

اخوا پلټونکي دا څېړي چې څنګه له کلونو راهیسې یوه لویه اندازه چاودېدونکي مواد په یوه ګدام کې ساتل کېدل.

پرون ګڼ خلک د مظاهرو په هدف ښار ته وتلي و، خو پولیسو یې مخه ونیوله.

مظاهره‌چیانو حکومت تورناوه چې د دغسې پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ایران او امریکا دریم پړاو خبرې له پرمختګونو سره ملې وې، بل پړاو اونۍ وروسته ترسره کیږي

عباس عراقچي
عباس عراقچي

د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو دریم پړاو له شپږ ساعته بحثونو وروسته پای ته ورسېد.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا له ځانګړو استازو ستیف ویټکاف او جرد کوشنر سره دا خبرې د دواړو لورو ترمنځ ( تر ټولو جدي ) وبللې.

عراقچي ویلي، " ښه پرمختګونه مو درلودل، د یوې هوکړې عناصرو ته ننوتو، هم د اټومي حوزې او هم د بندیزونو په برخو کې."

د خبرو دا پړاو پرون پنجشنبه په جینوا کې د عمان او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مشر په منځګړیتوب ترسره شوې.

عراقچي ویلي چې بل پړاو خبرې به شاوخوا یوه اونۍ وروسته ترسره شي.

د کریکټ نړیوال شل اوریز جام کې نن انګلستان او نیوزلنډ مخامخ کیږي

ارشیف
ارشیف

د کریکټ د نړیوال جام په ۸ غوره پړاو کې نن انګلستان او نیوزلند لوبه لري.

دا لوبه د کابل په وخت ماښام ۶ بجې په کولمبو کې ترسره کیږي.

د نن ورځې ګټونکې لوبډله به د څلورو غوره پړاو یا سیمي فاینل ته لاره پيدا کړي.

خیبر پښتونخوا کې ۱۵ پولیس بېلابېلو پیښو کې وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د پاکستان په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه ۲۰ پولیس او ملکیان د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه مسول د پنجشبې په ورځ ( د کب ۷مه) فرانس پریس ته وویل چې پنځلس پولیس او ۵ ملکیان د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د پولیسو دغه چارواکي چې د نوم نه ښودو په شرط یې خبرې کړي ویلي، دې موده کې دوه پولیس د وسله والو له خوا تښتول شوي چې لا یې هم درک نه دی معلوم.

په جینیوا کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو نوی پړاو پیل شو

د امریکا او ایران چارواکو نن په جینیوا کې د اتومي پروګرام په اړه د خبرو نوی پړاو پیل کړ؛ هغه خبرې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخې پوځي شخړې د مخنیوي لپاره وروستۍ هڅه بلل کېږي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو درېیم پړاو په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ، د دې امکان ارزونه کوي چې که د ایران د اټومي پروګرام د مهارولو لپاره هوکړه ترلاسه نه شي، نو پر پوځي اقدام به غور وکړي.

اوس مهال د امریکا دوه الوتکه‌وړونکي بېړۍ په داسې واټن کې ځای پر ځای شوي دي چې پر ایران د برید وړتیا لري.

بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچ د چهارشنبې په ماښام د عمان له بهرنیو چارو وزیر سره د امریکا او ایران د روانو مذاکراتو په اړه د تهران د وړاندیزونو په باب خبرې کړې دي.

روبیو د ایران له‌خوا د خپل توغندويي پروګرام په اړه د خبرو نه کول «لوی خنډ» وباله

روبیو
روبیو

د ایران او امریکا ترمنځ د «غیرمستقیمو» خبرو د بل پړاو له پیل وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خبریالانو سره په خبرو کې د ایران له‌خوا د خپل توغندويي پروګرام په اړه د خبرو نه کول «لوی خنډ» وباله.

مارکو روبیو پرون (چهارشنبې، د کب شپږمه) وویل چې د پنجشنبې ورځې خبرې به تر ډېره د ایران پر اتومي پروګرام متمرکزې وي.

هغه د ایران بالستیک توغندي د امریکا لپاره «جدي ګواښ» وباله او خبرداری یې ورکړ چې تهران د داسې توغندیو د جوړولو کار پیل کړی دی چې «په پای کې» به د امریکا خاورې ته ورسېږي.

دا هغه موضوع ده چې ډونالډ ټرمپ هم د روانې اوونۍ په ترڅ کې کانګرس ته په خپله وینا کې ورته اشاره کړې وه.

روبیو په دوام کې د لنډواټنه بالستیک توغندیو په اړه خبرې وکړې چې د هغه په وینا، تهران همدا اوس هم په زرګونو داسې توغندي لري او دا د سیمې په کچه د امریکا ګټو ته «ګواښ» ګڼل کېږي.

هغه وویل: «دوی زرګونه لنډ واټنه توغندي لري چې کولی شي په سیمه کې د امریکا پوځي اډو، سعودي عربستان، قطر، بحرین او متحده عربي اماراتو ته ورسېږي. دا همدا اوس زموږ لپاره ګواښ دی.»

سعودي د تېلو په عرضه کې د کمي د مخنیوي لپاره صادرات ډېروي

6533650
6533650

سعودي عربستان په پام کې لري چې که پر ایران د امریکا د برید له کبله د تېلو په عرضه کې خنډ یا کمی رامنځته شي، نو د تېلو صادرات به زیات کړي.

دا خبره رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ، (د کب شپږمه) د دوو باوري سرچینو په قوله کړې ده.

یاد اژانس همداراز ادعا کړې چې اوپک‌پلس به—چې د اوپک غړي هېوادونه او روسیه پکې شامل دي—احتمالاً په دې غور وکړي چې د اپرېل میاشتې لپاره د ورځې ۱۳۷ زره بېرله تېلو تولید زیات کړي.

پر دې اقدام په داسې حال کې بحث روان دی چې د دوبي د موسم د لوړېدونکې تقاضا موده رانژدې کېږي او له بلې خوا د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچونو د تیلو بیې لوړې کړې دي.

رویټرز زیاتوي چې د اوپک‌پلس اته تولیدوونکي هېوادونه—سعودي عربستان، روسیه، متحده عربي امارات، قزاقستان، کویټ، عراق، الجزایر او عمان—ټاکل شوې ده د مارچ په لومړۍ نېټه غونډه وکړي.

له درې میاشتې ځنډ وروسته د تولید د زیاتوالي بیا پیل به ریاض او ځینو نورو هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو ته دا زمینه برابره کړي چې په نړیوال بازار کې خپله ونډه زیاته کړي.

پیزشکیان :امریکا سره خبرو کې یو "ښه لید لوری" وینم

دایران ولسمشر مسعود پزشکیان ، ارشیف
دایران ولسمشر مسعود پزشکیان ، ارشیف

په داسې حال کې چې د ایران مرکچي پلاوی امریکا سره د دریم پړاو خبرو اترو لپاره جینیوا ته خوځیدلی، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايی خبرو اترو کې یو "ښه لید لوری" ویني.

د ایران رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د فبروري ۲۵) راپور ورکړ چې بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دایراني پلاوي په مشرۍ دخبرو لپاره د سویس جنیوا ته روان شوی دی.

ټاکل شوې ده چې دا خبرې اترې نن (پنجشنبه، د فبروري ۲۶) پیل شي.

دغه غیرمستقیمي خبرې چې حساسې بلل شوي دي، په داسې وخت کې ترسره کیږي چې متحدو ایالاتو د ایران جنوب ته سمندر کې یوه لویه جنګي بیړۍ ځای پر ځای کړې ده چې چمتو ده که چیرې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړه وکړي نو برید پیل کړي.

د امریکا ولسمشر یوه اونۍ مخکې ایران ته لس ترپنځلسو ورځو وخت ورکړ چې امریکا سره یوې اټومي هوکړې ته ورسیږي.

ګوګل وايی چین پورې د هکرانو دیوې مرتبطې ډلې فعالیت یې شنډ کړی

د ګوګل تکنالوژي کمپنۍ وايي چین پورې د هکرانو د یوې مرتبطې ډلې فعالیت یې شڼډ کړی دی.

دغه ډله د UNC2814 او د «Gallium»گالیوم په نومونو پیژندل کیدله.

د ګوګل یو چاروکي چارلي سنایدر رویترز خبري اژانس ته ویلي د هکرانو دغې ډلې په ۲۴ هیوادونو کې ۵۳ بنسټونو ته تایید شوی لاسرسې درلوده او د شنډیدو په مهال ددې احتمال هم وو چې لږترلږه ۲۲ نورو هیوادونو کې بنسټونو ته لاسرسی پیدا کړي.

ګوګل کمپنۍ وايي د دغو هکرانو د ګوګل کلاود پروژو په تړلو او د حسابونو او انټرنټي زیربنا به نا کاره کولو سره یې ددوی فعالیت درولی دی.

ګوګل وايی دهکرانو دغې ډلې د سالت تایفون «Salt Typhoon» په نامه د هکري کمپاین څخه چې متحدود ایالاتو چین ته منسوب کړی جلا فعالیت کاوه.

په متحدو ایالاتو کې د چین سفارت دغو ډلو سره د چین هرډول ارتباط رد کړی او ویلي چې دغه هیواد د هک او سایبري بریدونو مخالف دی.

سویډڼ په جرایمو د محکوم شویو کډوالو اخراج ته زور ورکوي

د سویډن بیرق ، ارشیف
د سویډن بیرق ، ارشیف

د سویډن حکومت وايي نیت لري په دغه هیواد کې په جرایمو د محکوم شویو کډوالو اخراج ته زور ورکړي.

سویډني چارواکي وايي هرهغه جرم چې سزا یې له نقدي جریمې اوچته وي باید د اخراج لامل شي.

د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکوي چې د سویډن د کډوالو د چارو وزیر یوهان فورسل د چهارشنبې په ورځ وویل بهرني مجرمان له مودو راهیسې په دغه هیواد کې ساتل شوي دي.

د اولوف کریسټرسن په مشرۍ ښي اړخي حکومت، چې د دیموکراتانو لخوایې ملاتړ کیږي، د پولیسو صلاحیتونه زیات کړي او وړاندیز یې کړی چې د جرمي مسؤلیت عمر له ۱۵ څخه ۱۳ کلونو ته راټیټ کړای شي.

نوی قانون څارنوالانو ته صلاحیت ورکوي چې اخراج د سزاګانو یوه برخه کړي ، او تمه کیږي چې هر کال شاوخوا ۳۰۰۰ کسان اخراج شي، چې د غه شمیره د اوسنۍ اوسط شمیرې څخه شاوخوا شپږ چنده زیاته ده.

دغه قانون به د سپتمبر له لومړۍ نیټې نافذ شي، خو لومړی به د سویډن د مقننه شورا لخوا وڅیړل شي. سویډن کلونو راهیسې د تاوتریخوالي ، منظمو جرمونو او د مجرمو ډلو ترمینځ نښتو کې د زیاتوالي په وړاندې مبارزه کوي.

پر افغانستان له حملو وروسته په پاکستان کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

په پاکستان کې وروسته له دې چې د دې هېواد الوتکو پر افغانستان هوايي برید وکړ، کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان د کورنیوچارو وزارت مرستیال طلال چودري نن وویل، پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د شنبې ورځې له حملو وروسته په پاکستان کې چارواکو امنیتي تدابیر پیاوړي کړي او لسګونه مشکوک کسان یې نیولي دي.

ښاغلی چودري زیاتوي چې کله هم دوی په افغانستان کې، د ده په وینا پر وسله والو ډلو برید کړی نو هغو غبرګون ښودلی. چودري رویټرز ته ویلي چې پاکستاني امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي څو د احتمالي بریدونو مخنیوی وکړي.

په پاکستان کې په وروستیو کې څو تروریستي حملې وشوې. په دې ترڅ کې د سه شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په کوهاټ او د پنجاب په بهکر سیمو کې حملې وشوې چې په یوه کې پنځه پولیس او دوه ملکیان او په دوهمه کې دوه پولیس ووژل شول.

د پاکستان حکومت وايي دا حملې د پاکستاني طالبانو په ګډون هغه ډلې کوي چې مرکزونه یې په افغانستان کې دي، خو د طالبانو حکومت وايي هېڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د کوم هېواد امنیت وګواښي او وايي پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او پاکستاني چارواکو پرون تایید کړه چې ځواکونو یې تېره شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې کړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG