افغان ولسمشر محمد اشرف غني په لویه جرګه کې د ولسي جرګې له غړې بلقیس روشن سره فزیکي چلند وغانده.
وروسته له هغې چې د مشورتي لویې جرګې د پیل په مراسمو کې د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن اعتراض وکړ او له فزیکي چلند سره مخ شوه، ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې په مېرمن روشن حمله کوونکې به قضايي تعقیب شي.
ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۹» د سولې لویې مشورتي جرګې په اختتامیه وینا کې وویل: "د جرګې په داخل کې موږ اداب لرو، لوړ اسلامي اداب دي، له بده مرغه یوې جلۍ دغه ارزښت تر پښو لاندې کړ، زموږ په خور بلقیس روشن باندې یې حمله وکړه، په سختو ټکو دغه عمل غندم، د بلقیس خور بزرګي ستایم، خو دا کافي نهدي، څوک چې د افغانستان د لويې جرګې احترام نهکوي عدلي او قضایي تعقیب حتمي ده."
کله چې ولسمشر د سولې مشورتي لویې جرګې په پرانیستونکې غونډه کې خبرې کولې مېرمن بلقیس له ځایه پورته شوه او ویېویل چې طالبانو ته باید باج ورنهکړل شي او په دې اړهیې شعار هم پورته کړ.
له دې وروسته په ټولنیزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره شول چې پهکې ښکاري مېرمن بلقیس د یوې بلې مېرمنې له لوري په ځمکه راغورځول کېږي.
له دې وروسته د جرګې مشر عبدالله عبدالله له بلقیس روشن نه بخښه وغوښته او په دې اړهیې د څېړنې غوښتنه وکړه.
بلخوا د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي چې په مېرمن بلقیس برید کوونکې شکېبا صافۍ نومېږي، د اداري پلاوي او د حکومتي لوري په خبرو کې پرېکړه وشوه چې نوموړې به څارنوالۍ ته معرفي کېږي.
د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز زیاتوي: "تېره ورځ دغه مېرمن چې د پارلمان موقت کارمنده ده، ولسي جرګې ته راغلې وه، تر اوسه په رسمي توګه د ولسي جرګې له لوري دا مسئله څارنوالۍ ته نهده راجع شوې، په دې برخه کې جرګه د مېرمن روشن ځواب ته په تمه ده."
مېرمن روشن هم د دې موضوع د څېړنې غوښتنه کوي.
دا وايي: "ښه ده په څېړنو کې روښانه کېږي، له هغې پرته فکر کوم یو نمایش ده، دې کړی شورا کړی، زه خبره نهیم، تر اوسه ما هغه جلۍ هم نهده لیدلې."
مېرمن روشن وایي تېره ورځ د ولسي جرګې اداري پلاوي خپله فیصله کړې چې د تالار مسؤل باقر کاظمي او شکېبا صافۍ لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي.
په همدې حال کې دولتي سرچینې تأییدوي چې شکېبا صافۍ د سولې په چارو کې د دولت وزارت سیاسي او مدني بنسټونو د ریاست کارشناسه ده.