د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷
د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

د مشورتي لویې جرګې پایله؛ غني: د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو حکم به لاسلیک کړم

د سولې مشورتي لویې جرګې د یو ۲۵ ماده‌یيز پرېکړه‌لیک په صادرولو سره پرېکړه وکړه چې د طالبانو ۴۰۰ بندیان دې خوشې شي. ولسمشر غني د دغې جرګې ته وینا کې وویل د جرګې پرېکړې ته په کتو به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم لاسلیک کړي. دغه جرګه جمعه د ۳،۴۰۰ ګډونوالو په حضور پیل او درې ورځې یې دوام وکړ.

په افغانستان کې څلورمه مشورتي لویه جرګه نن پیل شوه. په دې جرګه کې د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحث کېږي چې حکومت‌يې د نه‌خوشې کولو، خو طالبان‌يې پر خوشې کولو ټينګار کوي.

افغان حکومت په تېرو ۱۱ کلونو کې درې نورې مشورتي لویې جرګې ترسره کړي چې لږترلږه دوه‌يې د سولې پروسې اړوند وې.

که څه هم په افغانستان کې د لویو جرګو جوړول کلونه تاریخي مخینه لري، خو د مشورتي لویو جرګو جوړېدل له نږدې ۱۱ کلونو راهیسې دود شول.

جرګه د دې هېواد عنعنوي دود دی، خو اوس‌يې قانوني بڼه خپله کړې ده.

په افغانستان کې لومړنۍ لویه جرګه په ۱۷۴۷ لمریز کال کې په کندهار کې جوړه شوه چې له مخې یې احمد شاه ابدالي د معاصر افغانستان مشر وټاکل شو.

خو په وروستیو کلونو په ځانګړي ډول په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې د جرګو د جوړېدو لپاره ځانګړي شرایط وضع شول.

تاریخ لیکونکی غلام محمد محمدي چې له ۱۰ زیات تاریخي اثار یې چاپ شوي وايي، د افغانستان په اساسي قانون کې د لويو جرګو د جوړېدو او څرنګوالي په تړاو هر څه روښانه دي.

ښاغلی محمدي زیاتوي: "پخوا د جرګو جوړولو لپاره منظم قانون نه‌و جوړ شوی چې لویه جرګه باید څه ډول او څوک به په‌کې ګډون کوي، په قبیله‌یي ډول وه. اوس لویه جرګه په اساسي قانوني کې تعیین او مستعجل شوې. که د دې قانون په اساس نه‌جوړېږي، نو حقیقت کې دا د قانون نقض دی."

دا باور لري چې په تېرو ۱۱ کلونو کې چې کومې مشورتي لويې جرګې جوړې شوي د اساسي قانون له موادو سره ټکر لري او ډېری یې د مسؤلیت څخه د تېښتې په موخه جوړې شوې دي.

دی وايي دا ډول جرګې تر ډېره په پرېکړو کې د خلکو د ورګډولو په هدف ترسره شوي دي.

په افغانستان کې د سولې لومړۍ مشورتي لویه جرګه په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د افغانستان د جمعیت ګوند د مشر برهان‌الدین رباني په مشرۍ ترسره شوه چې د ګډونوالو شمېر یې ۱۶۰۰ کسانو ته رسېد.

په دې جرګه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې برنامه تأیید کړه، د سولې عالي شورا جوړه شوه او دغه‌شان د طالبانو یو شمېر بندیان خوشې شول.

دوهمه مشورتي لویه جرګه هم د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وخت کې د ۱۳۹۲ کال د عقرب په ۳۰مه د جهادي مشر صبغت مجددي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې مشورتي لویه جرګه کې هم ۲،۵۰۰ کسانو ګډون کړی و چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون تصویب شو، خو ظاهراً ‌يې پایلې د ښاغلي کرزي له‌خوا ونه‌منل شوې.

او درېیمه مشورتي لویه جرګه تېر ۱۳۹۸ کال د ثور په نهمه نېټه جوړه شوه چې ۳،۲۰۰ کسانو په‌کې ګډون کړی و او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف‌يې مشري کوله.

د دې جرګې اصلي بحث طالبانو ته د سولې په برخه کې حدود ټاکل و چې د ګډونوالو له پنځه ورځني بحثونو وروسته‌يې افغان حکومت ته ۲۳ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک وړاندې کړ.

افغان حکومت وايي څلورمه مشورتي لویه جرګه کې به د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو په سرنوشت بحث وشي چې په درنو جرمونو ککړ دي.

حکومت وايي په دې جرګه کې به دغه‌شان د تېر کال د جرګې په موضوعاتو هم بحثونه وشي.

په دې جرګه کې هم له ټول هېواد څخه ۳،۲۰۰ کسانو ګډون کړی.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مشر معصوم ستانکزي په وینا چې دغه طالبان د قتل، مخدره موادو قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو په تور محکوم دي او یو شمېر یې په اعدام محکوم دي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل بیا وایي، له ټولو نیمګړتیاوو سره سره چې ښایي د مشورتي جرګې په جوړېدو کې وي، مېکانیزم‌یې باید د ولس په خیر وکارول شي.

د افغانستان د اساسي قانون شپږم فصل د لویې جرګې د جوړېدا اهمیت او د جرګې صلاحیتونو ته ځانګړی شوی.

د اساسي قانون په ۱۱۰ ماده کې راغلي، "د افغانستان د خلکو ارادې مهمه مرجعه" بیانوي.

د اساسي قانون په ۱۱۱ ماده کې راغلي لویه جرګه په هغه حالت کې جوړېږي او خلک لوی تصمیمونه نیسي لکه استقلال، ځکمنۍ بشپړتیا، اساسي قانون تعدیل او کله چې ولسمشر محاکمه کېږي.

۱۴:۵۲ ۱۸.۵.۱۳۹۹

عبدالله عبدالله: د بین‌الافغاني خبرو لومړی پړاو به په قطر کې ترسره شي.

۱۴:۵۱ ۱۸.۵.۱۳۹۹

عبدالله عبدالله: د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه سبا له خلکو سره شریکېږي.

۱۱:۲۰ ۱۸.۵.۱۳۹۹

د مشورتې لويې جرګې د کاري کمېټو یو شمېر مسئولین وايي چې د جرګې زیات شمېر کاري کمېټو خپل کارونه پای ته رسولي دي.

دوی وايي، د جرګې له روحیې ښکاري چې د غړو مشوره يې داده څو څلور سوه طالب زندانیان په مشروط ډول خوشې شي.

دا چې دا جرګې د غړو شرطونه څه دي؟

د نن ورځې کاري اجنډا څه ده؟

په همدې مسایلو د ازادي راډيو خبریال اکرام الله اکرام د جرګې د یوې کمېټې له مسئول محمد اصف شینواري سره مرکه کړې ده په لومړي سر کې يې ترې د کمېټو د نن ورځې د کاري اجنډا په اړه پوښتنه کړې ده چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:00 0:00
مستقیم لېنک


۱۰:۵۴ ۱۸.۵.۱۳۹۹

د ملي مصالحې عالي شورا مشر په ولسي جرګه کې د فراه د استازې بلقیس روشن په وړاندې د مشورتي لویې جرګې په لومړۍ ورځ د شوي چلند له کبله بخښنه وغوښته.

عبدالله عبدالله، چې د درې ورځنۍ مشورتي لویې جرګې مشري هم کوي، پرون ناوخته له ملي ټلویزیون نه په مرکه کې وویل، له مېرمن روشن سره شوي چلند خواشیني کړی دی.

هغه زیاته کړه: "د دغه ټربیون له لارې له مېرمن روشن نه بخښنه غواړم، دا چلند له هغو ارزښتونو او چلند سره چې دا نظام ورباندې ولاړ دی، په ټکر کې دی، د منلو وړ نه دی او باید وڅېړل شي."

مشورتي لویې جرګې ته د ولسمشر د پرانیستونکې وینا پر مهال بلقیس روشن هغه شعار اوچت کړ چې ورباندې لیکل شوي وو: "وحشي طالبانو ته باج ورکول ملي خیانت دی."

افغان ولسمشر محمداشرف غني د وینا پروخت بلقیس روشن ته وویل چې چا ته باج نه ورکوي او پرېکړه د جرګې په غړیو پورې تړلې ده.

مېرمن روشن وروسته د یوې ښځې له خوا په ټېلو- ټېلو د جرګې له تالاره بهر وایستل شوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG