د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷
د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

د مشورتي لویې جرګې پایله؛ غني: د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو حکم به لاسلیک کړم

د سولې مشورتي لویې جرګې د یو ۲۵ ماده‌یيز پرېکړه‌لیک په صادرولو سره پرېکړه وکړه چې د طالبانو ۴۰۰ بندیان دې خوشې شي. ولسمشر غني د دغې جرګې ته وینا کې وویل د جرګې پرېکړې ته په کتو به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم لاسلیک کړي. دغه جرګه جمعه د ۳،۴۰۰ ګډونوالو په حضور پیل او درې ورځې یې دوام وکړ.

په افغانستان کې څلورمه مشورتي لویه جرګه نن پیل شوه. په دې جرګه کې د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحث کېږي چې حکومت‌يې د نه‌خوشې کولو، خو طالبان‌يې پر خوشې کولو ټينګار کوي.

افغان حکومت په تېرو ۱۱ کلونو کې درې نورې مشورتي لویې جرګې ترسره کړي چې لږترلږه دوه‌يې د سولې پروسې اړوند وې.

که څه هم په افغانستان کې د لویو جرګو جوړول کلونه تاریخي مخینه لري، خو د مشورتي لویو جرګو جوړېدل له نږدې ۱۱ کلونو راهیسې دود شول.

جرګه د دې هېواد عنعنوي دود دی، خو اوس‌يې قانوني بڼه خپله کړې ده.

په افغانستان کې لومړنۍ لویه جرګه په ۱۷۴۷ لمریز کال کې په کندهار کې جوړه شوه چې له مخې یې احمد شاه ابدالي د معاصر افغانستان مشر وټاکل شو.

خو په وروستیو کلونو په ځانګړي ډول په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې د جرګو د جوړېدو لپاره ځانګړي شرایط وضع شول.

تاریخ لیکونکی غلام محمد محمدي چې له ۱۰ زیات تاریخي اثار یې چاپ شوي وايي، د افغانستان په اساسي قانون کې د لويو جرګو د جوړېدو او څرنګوالي په تړاو هر څه روښانه دي.

ښاغلی محمدي زیاتوي: "پخوا د جرګو جوړولو لپاره منظم قانون نه‌و جوړ شوی چې لویه جرګه باید څه ډول او څوک به په‌کې ګډون کوي، په قبیله‌یي ډول وه. اوس لویه جرګه په اساسي قانوني کې تعیین او مستعجل شوې. که د دې قانون په اساس نه‌جوړېږي، نو حقیقت کې دا د قانون نقض دی."

دا باور لري چې په تېرو ۱۱ کلونو کې چې کومې مشورتي لويې جرګې جوړې شوي د اساسي قانون له موادو سره ټکر لري او ډېری یې د مسؤلیت څخه د تېښتې په موخه جوړې شوې دي.

دی وايي دا ډول جرګې تر ډېره په پرېکړو کې د خلکو د ورګډولو په هدف ترسره شوي دي.

په افغانستان کې د سولې لومړۍ مشورتي لویه جرګه په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د افغانستان د جمعیت ګوند د مشر برهان‌الدین رباني په مشرۍ ترسره شوه چې د ګډونوالو شمېر یې ۱۶۰۰ کسانو ته رسېد.

په دې جرګه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې برنامه تأیید کړه، د سولې عالي شورا جوړه شوه او دغه‌شان د طالبانو یو شمېر بندیان خوشې شول.

دوهمه مشورتي لویه جرګه هم د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وخت کې د ۱۳۹۲ کال د عقرب په ۳۰مه د جهادي مشر صبغت مجددي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې مشورتي لویه جرګه کې هم ۲،۵۰۰ کسانو ګډون کړی و چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون تصویب شو، خو ظاهراً ‌يې پایلې د ښاغلي کرزي له‌خوا ونه‌منل شوې.

او درېیمه مشورتي لویه جرګه تېر ۱۳۹۸ کال د ثور په نهمه نېټه جوړه شوه چې ۳،۲۰۰ کسانو په‌کې ګډون کړی و او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف‌يې مشري کوله.

د دې جرګې اصلي بحث طالبانو ته د سولې په برخه کې حدود ټاکل و چې د ګډونوالو له پنځه ورځني بحثونو وروسته‌يې افغان حکومت ته ۲۳ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک وړاندې کړ.

افغان حکومت وايي څلورمه مشورتي لویه جرګه کې به د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو په سرنوشت بحث وشي چې په درنو جرمونو ککړ دي.

حکومت وايي په دې جرګه کې به دغه‌شان د تېر کال د جرګې په موضوعاتو هم بحثونه وشي.

په دې جرګه کې هم له ټول هېواد څخه ۳،۲۰۰ کسانو ګډون کړی.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مشر معصوم ستانکزي په وینا چې دغه طالبان د قتل، مخدره موادو قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو په تور محکوم دي او یو شمېر یې په اعدام محکوم دي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل بیا وایي، له ټولو نیمګړتیاوو سره سره چې ښایي د مشورتي جرګې په جوړېدو کې وي، مېکانیزم‌یې باید د ولس په خیر وکارول شي.

د افغانستان د اساسي قانون شپږم فصل د لویې جرګې د جوړېدا اهمیت او د جرګې صلاحیتونو ته ځانګړی شوی.

د اساسي قانون په ۱۱۰ ماده کې راغلي، "د افغانستان د خلکو ارادې مهمه مرجعه" بیانوي.

د اساسي قانون په ۱۱۱ ماده کې راغلي لویه جرګه په هغه حالت کې جوړېږي او خلک لوی تصمیمونه نیسي لکه استقلال، ځکمنۍ بشپړتیا، اساسي قانون تعدیل او کله چې ولسمشر محاکمه کېږي.

۱۸:۵۶ ۱۹.۵.۱۳۹۹

طالبان: مذاکرات به د بندیانو له خوشې کېدو وروسته یوه اوونۍ کې پیل شي

طالبان وايي چې بین‌الافغاني خبرې به د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته د یوې اوونۍ په بهیر کې پیل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په خبرو کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د لویې جرګې پرېکړه مثبته وبلله، خو ویلي یې دي چې طالبان له امریکا سره د سولې موافقې ته ژمن دي او د اوربند په اړه بحث به د همدې موافقې له مخې په بین‌الافغاني خبرو کې وشي.

په قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي
په قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي

ولسمشر اشرف غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د مشورتي لویې جرګې غوښتنه تأیید کړه او ژمنه‌یې وکړه چې د دې بندیانو د خلاصون حکم به نن لاسلیک کړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې نن په خپله درېیمه او وروستۍ غونډه کې په خپل پرېکړه‌لیک کې د سولې د ټینګښت لپاره د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. ښاغلي غني جرګې ته په وینا کې وویل چې د جرګې پرېکړه د ملت پرېکړه ده او حکومت‌یې په تطبیقولو مکلف دی.

هغه زیاته کړه: "په پرېکړه‌لیک کې همداراز ټینګار شوی چې د دې بندیانو له خوشې کېدو سره سم باید له کومې پلمې پرته د مستقیمو خبرو ژر تر ژره پیل یقیني شي."

۱۸:۴۷ ۱۹.۵.۱۳۹۹

جرمني د افغان سولې ټینګښت کې د فعال رول لوبولو ته چمتووالی وښود

جرمني په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په پروسه کې د فعال رول لوبولو ته چمتووالی ښودلی دی.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکُس پوتزل
د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکُس پوتزل

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکُس پوتزل په یوه خبرپاڼه کې چې د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړه‌لیک له خپرېدو وروسته خپره شوه ویلي د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو د فرمان له لاسلیک سره دواړه لوري باید د بین‌الافغاني خبرو پیل ته چمتو شي.

ښاغلی پوتزل وايي چې له دې خبرو سره په یوه وخت کې باید د ټول هېواد په کچه اوربند ټینګ شي.

۱۸:۴۲ ۱۹.۵.۱۳۹۹

پاکستان د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه وستایله

پاکستان د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه د ولسمشر اشرف غني پرېکړه ستایلې او هیله‌یې څرګنده کړې چې له دې سره به بین‌الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو ترمنځ د خبرو د بریا او په افغانستان کې د خبرو له لارې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت ملاتړ وکړي.

۱۵:۱۰ ۱۹.۵.۱۳۹۹

ولسمشر غني: پاتې ۴۰۰ طالب بندیان به ازاد کړم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي نن به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړم.

ښاغلي غني وویل د دغو بندیانو د ازادېدو حکم د جرګې د غړو د پرېکړې له مخې لاسلیکوي.

ښاغلی غني د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۹» د سولې مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ دغې جرګې ته په خپله وینا کې زیاته کړه: "زه به نن هغه حکم لاسلیک کړم چې په ژوند کې مې هم نه‌شو لاسلیکولی، ځکه دا زما له صلاحیت پورته کار وو، اوس د تاسو په اجماع او اخلاقي پرېکړې باندې د دغو ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو حکم لاسلیک کوم او دوی به خوشې کړم."

ولسمشر غني وویل یو شمېر هغه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په خبره‌یې له پنځو کلونو په کمه موده بند محکوم وي د اسد میاشتې په ۲۸مه نېټه چې د هېواد د خپلواکۍ له ورځې سره برابره ده، هم ازاد کړي.

د ولسمشر غني دا پرېکړه هم د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنه او د پرېکړه‌لیک یوه برخه وه.

د سولې مشورتي لویه جرګه کې ولسمشر غني وینا

محمد اشرف غني ټينګار وکړ چې له سولې پرته د هېواد د ثبات او سوکالۍ لپاره بله لاره نه‌شته.

ولسمشر غني وویل افغان طالبان د دې ټولنې د یو واقعیت په توګه مني، خو په خبره‌يې اوس په طالبانو پورې اړه لري چې د سولې په اړه د افغانانو یووالی مني او که نه.

نوموړي په یو ځل بیا په تلپاتي اوربند ټینګار وکړ او ویې‌ویل؛ طالبان باید وښيي چې له اوربند څخه نه‌وېرېږي.

د سولې مشورتي لویې جرګې د پای په غونډه کې مخکېني افغان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون کړی و.

نوموړي پر طالبانو د جګړې د پای ته رسولو غږ وکړ.

هغه زیاته کړه: "پر طالبانو غږ کوم، هغوی ته مې مخکې هم د وروڼو خطاب کړی و چې جګړه بنده کړئ، جنګ ته دوام مه‌ورکوئ، نن دغه جرګې درته زمینه برابره کړه، مذاکره پیل کړه چې وروري او دوستي مو وشي او راشئ خپلې خاورې ته او له خپل ولس سره یوځای ژوند وکړئ."

پخوانی ولسمشر حامد کرزی

ښاغلي کرزي هیله‌مندي وښوده چې که سوله راشي په افغانستان کې به ډېری زېربنایي پروژې پلي، بې‌وزلي به کمه او د تلپاتي ثبات لپاره به زمینه برابره شي.

افغان حکومت دا درې ورځنۍ مشورتي لویه جرګه د هغه د ۴۰۰ طالب بندیانو د سرنوشت په اړه رابللې وه چې حکومت‌يې خطرناک مجرمین بولي.

حکومت وړاندې ویلي وو چې دا شمېر طالب بندیان په قتل، انسان تښتونې، فساد او یو شمېر نورو لویو جرمونو محکوم دي چې افغان ولسمشر يې د خوشې کولو صلاحیت نه‌لري.

په ورته وخت کې د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیتي کمېسیون مشر او د افغانستان لوی درستیز یاسین ضیا بیا د جرګې د پای ته رسېدو پر مهال رسنیو ته وویل څو طالبان او یو شمېر داعشیان‌یې نیولي چې غوښتل‌یې د لویې جرګې په خېمه حمله وکړي.

ښاغلي ضیا د نیول شویو وسله‌والو د شمېر په اړه څه ونه‌ویل، خو د جرګې پر مهال‌یې د امنیتي ځواکونو په بشپړ ډول د اماده‌ګۍ خبره وکړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG