د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶
د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

د مشورتي لویې جرګې پایله؛ غني: د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو حکم به لاسلیک کړم

د سولې مشورتي لویې جرګې د یو ۲۵ ماده‌یيز پرېکړه‌لیک په صادرولو سره پرېکړه وکړه چې د طالبانو ۴۰۰ بندیان دې خوشې شي. ولسمشر غني د دغې جرګې ته وینا کې وویل د جرګې پرېکړې ته په کتو به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم لاسلیک کړي. دغه جرګه جمعه د ۳،۴۰۰ ګډونوالو په حضور پیل او درې ورځې یې دوام وکړ.

په افغانستان کې څلورمه مشورتي لویه جرګه نن پیل شوه. په دې جرګه کې د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحث کېږي چې حکومت‌يې د نه‌خوشې کولو، خو طالبان‌يې پر خوشې کولو ټينګار کوي.

افغان حکومت په تېرو ۱۱ کلونو کې درې نورې مشورتي لویې جرګې ترسره کړي چې لږترلږه دوه‌يې د سولې پروسې اړوند وې.

که څه هم په افغانستان کې د لویو جرګو جوړول کلونه تاریخي مخینه لري، خو د مشورتي لویو جرګو جوړېدل له نږدې ۱۱ کلونو راهیسې دود شول.

جرګه د دې هېواد عنعنوي دود دی، خو اوس‌يې قانوني بڼه خپله کړې ده.

په افغانستان کې لومړنۍ لویه جرګه په ۱۷۴۷ لمریز کال کې په کندهار کې جوړه شوه چې له مخې یې احمد شاه ابدالي د معاصر افغانستان مشر وټاکل شو.

خو په وروستیو کلونو په ځانګړي ډول په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې د جرګو د جوړېدو لپاره ځانګړي شرایط وضع شول.

تاریخ لیکونکی غلام محمد محمدي چې له ۱۰ زیات تاریخي اثار یې چاپ شوي وايي، د افغانستان په اساسي قانون کې د لويو جرګو د جوړېدو او څرنګوالي په تړاو هر څه روښانه دي.

ښاغلی محمدي زیاتوي: "پخوا د جرګو جوړولو لپاره منظم قانون نه‌و جوړ شوی چې لویه جرګه باید څه ډول او څوک به په‌کې ګډون کوي، په قبیله‌یي ډول وه. اوس لویه جرګه په اساسي قانوني کې تعیین او مستعجل شوې. که د دې قانون په اساس نه‌جوړېږي، نو حقیقت کې دا د قانون نقض دی."

دا باور لري چې په تېرو ۱۱ کلونو کې چې کومې مشورتي لويې جرګې جوړې شوي د اساسي قانون له موادو سره ټکر لري او ډېری یې د مسؤلیت څخه د تېښتې په موخه جوړې شوې دي.

دی وايي دا ډول جرګې تر ډېره په پرېکړو کې د خلکو د ورګډولو په هدف ترسره شوي دي.

په افغانستان کې د سولې لومړۍ مشورتي لویه جرګه په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د افغانستان د جمعیت ګوند د مشر برهان‌الدین رباني په مشرۍ ترسره شوه چې د ګډونوالو شمېر یې ۱۶۰۰ کسانو ته رسېد.

په دې جرګه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې برنامه تأیید کړه، د سولې عالي شورا جوړه شوه او دغه‌شان د طالبانو یو شمېر بندیان خوشې شول.

دوهمه مشورتي لویه جرګه هم د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وخت کې د ۱۳۹۲ کال د عقرب په ۳۰مه د جهادي مشر صبغت مجددي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې مشورتي لویه جرګه کې هم ۲،۵۰۰ کسانو ګډون کړی و چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون تصویب شو، خو ظاهراً ‌يې پایلې د ښاغلي کرزي له‌خوا ونه‌منل شوې.

او درېیمه مشورتي لویه جرګه تېر ۱۳۹۸ کال د ثور په نهمه نېټه جوړه شوه چې ۳،۲۰۰ کسانو په‌کې ګډون کړی و او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف‌يې مشري کوله.

د دې جرګې اصلي بحث طالبانو ته د سولې په برخه کې حدود ټاکل و چې د ګډونوالو له پنځه ورځني بحثونو وروسته‌يې افغان حکومت ته ۲۳ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک وړاندې کړ.

افغان حکومت وايي څلورمه مشورتي لویه جرګه کې به د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو په سرنوشت بحث وشي چې په درنو جرمونو ککړ دي.

حکومت وايي په دې جرګه کې به دغه‌شان د تېر کال د جرګې په موضوعاتو هم بحثونه وشي.

په دې جرګه کې هم له ټول هېواد څخه ۳،۲۰۰ کسانو ګډون کړی.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مشر معصوم ستانکزي په وینا چې دغه طالبان د قتل، مخدره موادو قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو په تور محکوم دي او یو شمېر یې په اعدام محکوم دي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل بیا وایي، له ټولو نیمګړتیاوو سره سره چې ښایي د مشورتي جرګې په جوړېدو کې وي، مېکانیزم‌یې باید د ولس په خیر وکارول شي.

د افغانستان د اساسي قانون شپږم فصل د لویې جرګې د جوړېدا اهمیت او د جرګې صلاحیتونو ته ځانګړی شوی.

د اساسي قانون په ۱۱۰ ماده کې راغلي، "د افغانستان د خلکو ارادې مهمه مرجعه" بیانوي.

د اساسي قانون په ۱۱۱ ماده کې راغلي لویه جرګه په هغه حالت کې جوړېږي او خلک لوی تصمیمونه نیسي لکه استقلال، ځکمنۍ بشپړتیا، اساسي قانون تعدیل او کله چې ولسمشر محاکمه کېږي.

۱۳:۲۵ ۱۹.۵.۱۳۹۹

ولسمشر غني به نن د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړي

ولسمشر اشرف غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د مشورتي لویې جرګې غوښتنه تأیید کړه او ژمنه‌یې وکړه چې د دې بندیانو د خلاصون حکم به نن لاسلیک کړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې نن په خپله درېیمه او وروستۍ غونډه کې په خپل پرېکړه‌لیک کې د سولې د ټینګښت لپاره د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان حکومت مخکې ویلي و چې دا بندیان خطرناک مجرمان دي او ولسمشر یې د خوشې کولو صلاحیت نه‌لري، خو ښاغلي غني جرګې ته په وینا کې وویل چې د جرګې پرېکړه د ملت پرېکړه ده او حکومت‌یې په تطبیقولو مکلف دی.

ښاغلی غني وايي: ‌"لویې جرګې په خپل پرېکړه‌لیک کې همداراز ټینګار کړی چې د دې بندیانو له خوشې کېدو سره سم باید له کومې پلمې پرته د مستقیمو خبرو ژر تر ژره پیل یقیني شي."

جرګې همداراز په هېواد کې د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه کړې او پر نړیوالې ټولنې، په خاص ډول پر متحده ایالاتو یې غږ کړی دی چې له افغانستان سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

۱۳:۱۹ ۱۹.۵.۱۳۹۹

افغان لوی درستیز یاسین ضیا: یو شمېر طالبان او داعش وسله‌وال چې په مشورتي لویه جرګه‌یې د حملې پلان درلود ونیول شول او مهمات‌یې ضبط شول.

۱۲:۱۱ ۱۹.۵.۱۳۹۹

۱۱:۵۳ ۱۹.۵.۱۳۹۹

افغان ولسمشر محمد اشرف غني: هغه امنیتي ځواکونه چې د وظیفوي غفلت په جرم بندیان دي، د زمري په ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په مناسبت به خوشې کړو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG