د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

چارواکي: طالبانو په اختر ورځو کې ۲۰ ملکیان وژلي او ۴۰ یې ټپیان کړي


د طالب جنګیالیو یو انځور
د طالب جنګیالیو یو انځور

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د اختر په دریو ورځو اوربند کې ۲۰ کسه ملکيان وژلي او ۴۰ یې ټپیان کړي دي.

لا هم د دې اوربند د غځېدو او پایته رسېدو په اړه دواړو خواوو په څرګند ډول څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو دغه درې ورځني اوربند ۳۸ ځله نقض کړی.

د دې وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "طالبانو د اختر په درې ورځو کې ۳۸ ځله اوربند نقض کړی او د بریدونو، ماین چاودنو، وژنو او اختطاف په ترڅ کې یې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرک ژوبله اړولې په دې کې۲۰ کسه ملکي وکړي وژل شوې او ۴۰ نور ټپیان دي، دا د دې ښکارندوي کوي چې طالبان د اروبند ټول شرایط نقض کړي."

طارق ارین
طارق ارین

خو ښاغلی ارین وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر اوسه د اوربند ټول شرایط په سمه توګه عملي کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم وايي، افغان حکومت د اوربند ټولو شرایطو ته ژمن دي خو طالبان دي چې اوربند یې نقض کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال که څه هم په څرګند ډول ونه ویل چې د لوي اختر اروبند به غځېږي کنه خو ټينګار يې وکړ چې افغان حکومت د سولې لپاره ژمن دی او د اوربند دوام د افغانانو غوښتنه ده.

ښاغلي صدیقي وویل، طالبان دې اوربند وکړي او د بین الافغاني خبرو لپاره دې حاضره شي له دې پرته بله لاره نشته.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

د نوموړي په خبره افغان حکومت د سولې پروړاندې ټول خنډونه لرې کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو دا چې د اوربند له ټینګېدو سره بیا هم ملکي کسان خوندې نه دي او افغان حکومت ادعا کوي چې طالبانو ۳۸ ځله اوربند نقض کړی د دې ډول حالاتو تحلیل د افغانستان د سولې او جګړې انسټیټوټ رئیس حکمت عظمي داسې کوي.

هغه وویل: "طالبان په خپلو ټول کسانو باندې کنټرول نه لري دا یوه واضح خبره ده، هغه کومې پېښې چې د اختر په ورځو کې شوي د ماینونو له کبله، او یا هم داسې تیتې نورې پېښې شوي دي او د اوربند په برخه کې دا هم ویلي شم چې په طالبانو کې داسې کسان شته چې د خپل مشر تابه اوامر نه مني او اطاعت ترې نه کوي."

د ښاغلي عظمي په خبره، که هر ځل اوربند کېږي باید دغه اوربند د دواړو خواو د بې طرفه کمېسیون له لارې وڅارل شي.

دا څلورم ځل دې چې د افغان پوځيانو او طالبانو ترمنځ په اخترونو کې اوربند کېږي.

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دی چې د دایمي اوربند لپاره اړتیا ده د دواړه طرفونه لخوا د توندو څرګندونو نه ډډه وشي او د بین لاافغاني خبرو د پیل لپاره د باور یو ډاډمنه فضا رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG