د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۰

د افغانستان دفاع وزارت د ملي اردو د قربانیانو له زرو کورنیو سره مرسته پیل کړه

ارشیف
ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت د ملي اردو د قربانیانو له زرو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل کړه.

په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او نور خوراکي مواد شامل دي.

درې کلن امین د نعمت زوی وايي پلار یې مړ شوی دی.

نعمت هغه افسر چې موټر یې ۱۰ میاشتې مخکې د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې له طالبانو سره له جګړې نه د راستنیدو پر مهال په اوبو کې ډوب او دی په‌کې مړ شو.

مېرمن‌یې رویا وايي، ۴۰ ورځې وروسته‌یې د مېړه مړی له اوبو راوایستل شو.

رویا چې د تخار ولایت اوسېدونکې ده وايي، اوس بې‌سرپرسته ده او له څلورو اولادونو سره، د کابل ښار د قصبې په سیمه کې اوسېږي.

دا وايي ۱۰ ورځې په درقد ولسوالۍ کې وه چې مېړه‌یې له اوبو راوایستل شو.

دا د مېړه په یاد اوښکې تویوي وايي: "هره شپه ځم په پنجره کې درېږم، کله پخلنځي ته ځم او کله په بل ځای کې کېنم. ستونزې مې ډېرې دي، هره شېبه مې د مېړه مړینه یادېږي. هره شېبه رایادېږي چې د ډوبېدو په حال کې به‌یې څه ویلي وي. کله‌یې چې ساه ورکوله څنګه به و؟ د مېړه سترګې مې وتې وې، ما خپل مېړه له غاښ نه وپېژانده."

رویا وايي، مېړه‌یې په یوازې ځان په کابل کې دفن کړ، په مراسمو کې يې هېڅ خپل خپلوان نه‌وو.

اوس د دفاع وزارت مسؤلین د کابل ښار غازي ستډیوم ته راغلي چې د ملي اردو د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.

د مرستو په توکو کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او نور خوراکي مواد شامل دي.

محمدیاسین ضیا
محمدیاسین ضیا

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز یاسین ضیاء د دغو مرستو د وېشلو پر مهال وویل: "دفاع وزارت تشې ژمنې نه‌کوي، په تدریجي ډول ستاسې د اولادونو د روزلو مسؤلیت پر غاړه اخلو، موږ احساسوو چې دغه بنسټ ستاسې کورنۍ ده او تاسې چې قرباني شوي یاست او اولادونه، مېړونه او زړه ته نږدې کسان مو له‌منځه تللي، په دغه کورنۍ کې ډېر ارزښت لرئ."

ښاغلي ضیا وویل، دغه وزارت په راتلونکي کال کې په پام کې لري د ملي اردو د قربانیانو یو شمېر اولادونه په ښوونځیو کې شامل کړي.

منیره یوسف‌زاده
منیره یوسف‌زاده

د دفاع وزارت مرستیالې منیره یوسف‌زاده وویل، د خیر رسوونکو کسانو نه‌یې د مرستو راټولولو په هدف کمپاین کړی چې په دې لړ کې تر اوسه د ۳۱ زره قرباني کورنیو له جملې، اته زرو ته مرستې رسېدلې دي."

د دې په وینا، د ملي اردو د قربانیانو د کورنیو له ډلې يې ۳۰۰ کسانو ته د تحصیلي بورسونو په برابرولو کې مرسته کړې ده.

د دفاع وزارت د چاوراکو په وینا، د ملي اردو له قرباني شویو کورنیو سره د مرستې دغه پروګرام، د روژې له میاشتې پیل شوی او اوسنی پروګرام هم د تېر هغه په دوام دی.

مخکې له دې یو شمېر سوداګرو هم دغه کار کړی او د خوراکي توکو په مرستې سره‌یې د دغو کورنیو لاسنیوی کړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG