د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

بشر حقونو کمېسیون: هرات کې د افغان ځواکونو برید کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون
د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون موندنې ښیي چې د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ خم زیارت سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دې کمېسیون د لومړنیو څېړنو پر بنسټ په دې پېښه کې اووه ملکیان د پنځه سړیو، یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون وژل شوي او ۱۰ نور چې شپږ یې سړي، دوه ماشومان او دوه ښځې دي، ټپیان شوي دي.

د دې کمېسیون د رسنیو او نشراتو مشر ذبیح‌الله فرهنګ وايي چې دې برید کې دقت نه‌دی شوی، ځکه ملکیان قرباني شوي دي.

ښاغلي فرهنګ د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۴» ازادي راډيو ته وویل، تر اوسه نه‌ده معلومه چې د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا دا هوايي برید د کوم هدف لپاره ترسره شوی.

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "زموږ لومړنۍ موندنې ښیي چې په دې پېښه کې شاوخوا ۱۷ ملیکانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو زموږ څېړنې لا هم دوام لري. موږ نه‌پوهېږو چې د دې برید موخه څه وه؟ له بده مرغه د دقت او تفکیک له اصل څخه کار نه‌دی اخیستل شوی."

افغان امنیتي ځواکونو دغه هوايي برید د چهارشنبې په سهار د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په خم زیارت زیات سیمه وکړ.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا برید د کره اطلاعاتو پر بنسټ شوی او وسله‌وال طالبان هدف ګرځول شوي دي.

د دې وزارت ویاند مرستیال فواد امان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په دې پېښه کې د طالبانو مهم قوماندانان وژل شوي دي.

فواد امان
فواد امان

ښاغلی امان زیاتوي: "د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ له خم زیارت سیمې پېښې اخیستل شوي انځورونه ښیي چې سیمه کې وسله‌وال طالبان راټول شوي او انځورونو کې ملکیان نه‌لیدل کېږي. د دفاع وزارت د لومړنیو څېړنو پر بنسټ په دې برید کې ملکي خلکو ته هېڅ زیان نه‌دی رسېدلی، طالبانو ته تلفات اوښتي، قوماندانان او کلیدي کسان‌یې هدف ګرځول شوي دي."

د سیمې اوسېدونکي ادعا لري چې دې پېښه کې ۱۲ ملکیان د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون وژل شوي، ۶ کسان لا درکه او شااوخوا ۲۰ ټپیان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکی نجیب‌الله د ازادي راډیو خبریال ته چې سیمې ته ورغلی و، خپله غوښتنه داسې مطرح کړه.

نجیب‌الله وايي: "موږ نه طالبان یو او نه هم د دولت کسان، موږ ملکي او مظلوم خلک یو. موږ په مظلومیت وژل شوي یو او عدالت غواړو."

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا برید غندلی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې تاوتریخوالی او د ملکي خلکو وژل هېڅ توجیه نه‌لري.

په دې وروستیو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې ډېروالی هغه څه دي چې د کورنیو بنسټونو سربېره د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون بهرني بنسټونه‌یې هم اندېښمن کړي، دوی په پرله‌پسې توګه د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG