د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

یو شمېر قراردادي ښوونکي: له تېرو ۵ میاشتو مو خپل مالي حقوق نه‌دي ترلاسه کړي


ارشیف
ارشیف

یو شمېر قراردادي افغان ښوونکي وايي له تېرو پنځه میاشتو راهیسې يې خپل مالي حقوق نه‌دي ترلاسه کړي.

دوی د لنډ مهالي قرارداد له مخې په ښوونځیو کې درس ورکوي، خو د قرنطین مودې او د مالي حقونو نه‌ترلاسه کول‌یې په ژوند ژور تأثیر کړی.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله روان کال له دغو ښونکو سره قرارادونه نه‌دي شوي ځکه، نو د میاشتني حقوقو مستحق نه‌دي.

۲۵ کلنه ازاده د افغانستان د پوهنې وزارت له قراردادي ښوونکو یوه ده چې په وینا يې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې يې مالي حقوق نه‌دي ترلاسه کړي.

دا وايي د پخواني قرارداد په اساس چې لا هم ورسره لغوه شوی نه‌دی، دوی حق لري چې مالي امتیاز ورکړل شي.

مېرمن ازاده زیاتوي: "زه د خپلې کورنۍ یوازنۍ ډوډۍ ګټونکې یم، پنځه میاشتې کېږي چې حقوق مې نه‌دي ترلاسه کړي، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ یم، حتی د اړتیا وړ مواد له هټیو په پور اخلم، زموږ ستونزو ته دې پام وشي."

اغلې ازاده وايي، خاوند یې معلول دی کار نه‌شي کولای چې د عوایدو یوازنۍ سرچینه‌یې د معلمۍ میاشتنی قرارادي معاش و.

دا یوازې ازاده نه‌ده چې له دا ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان ده، بلکې ازادې ته ورته حق‌الزحیمه‌یي زرګونه ښوونکي له ورته برخلیک سره مخ دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د حق‌الزحمه‌يي ښوونکو شمېر له ۳۰ زرو نه اوړي.

کرونا
کرونا

ښکاري چې د کرونا ویروس دوی ټول بې‌کاره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه موده وړاندې افغان حکومت په دې هېواد کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف ټولې تعلیمي ادارې رخصت کړې چې لا هم د قرنطین دا موده پای ته نه‌ده رسېدلې.

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د قرنطین له امله له یادو قراردادي ښوونکو سره قراردادونه نه‌دي شوي، ځکه نو دوی ته مالي حقوق نه‌ورکول کېږي.

د دغه وزارت ویانده نوریه نزهت وايي: "دا ښوونکي د اړتیا په صورت کې استخدامېږي، دوی د رسمي ښوونکي د کمښت تشه ډکوي، روان کال موږ د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې ښوونځي خلاص نه‌کړل، نو موږ د سړو سیمو د حق‌الزحمې ښوونکي استخدام نه‌کړل، له دوی سره لیکلي قرادادونه نه‌لرو، نو له همدې امله معاشونه نه‌ورکول کېږي."

نوریه نزهت
نوریه نزهت

مېرمن نزهت زیاتوي چې د روان تعلیمي کال په پیل کې د ګرمسېرو ولایتونو لپاره حق‌الزحمه‌يي ښوونکي استخدام شوي او د دوی د حقوقو په اړه جمهوري ریاست ته وړاندیز شوی.

پوهنې وزارت له حق‌الزحمه‌يي ښوونکو غواړي چې د دغه وزارت اعلان شویو بستونو ته درخواست وکړي، څو د رسمي ښوونکو په توګه په دنده وګمارل شي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنې هم ویلي چې په دې هېواد کې د قرنطین له امله چې خصوصي ښوونځي يې رخصت دي نږدې ۷۵ زره ښوونکي بې‌کاره شوي دي.

XS
SM
MD
LG