د ننګرهار ځيني مدني فعالان وایي، لوړپوړې حکومتي مشران چې له مرکزه راځي، د ولس له رښتینو استازو سره له کتو پرته بېرته ځي.
په ننګرهار کې ځيني مدني فعالان وایي، لوړپوړې حکومتي مشران چې له مرکزه راځي، د دې پرځای چې له ولس سره کیني او ستونزې یې واوري، په پټه له یو شمېر څېرو سره ویني او بېرته ځي.
دوی زیاتوي چې لوړرتبه حکومتي چارواکي د ولس پرځای له خپلو مامورینو سره ویني او بې له دې چې د ولس له رښتینو ستونزو خبر شي، بېرته ځي.
د ننګرهار یو شمېر مدني فعالان ادعا کوي او وایي، شک لري چې مرکزي حکومت او ځایي ولایتي اداره د ننګرهار د ولسونو په سر د سودا نیت لري چې اجازه به ورنه کړل شي.
دوی له حکومته غواړي چې د حکومتي پلانونو د ولسونو نه خبرول ورته د منلو نه دي او په راتلونکي کې به د دا ډول اقداماتو مخه ونیول شي.
فعالان زیاتوي، د ننګرهار ولایتي اداره د خان، ملا، ملک او فعال په نوم ځینې څېرې ګمارلي چې په هره مهمه غونډه، مشوره او پرېکړه کې باید همدوی برخه واخلي او د ولس له منځه د څېرو د رابللو او خبرېدو په مخنیوي کې هم لاس لري.
د دوی له ډلې عزیر خوګیاڼي وویل: "کوم مشران چې له کابله راغلي وو، د شپې راغلي او د شپې بېرته لاړل، زمونږ یو ځل نه دی، هر ځل چې لوړپوړي مشران راغلي نو ولایتي ادارې ورته خپل مامورین څوک ملا کړی، څوک قومي مشر کړی او څوک یې ورته مدني فعال کړی دی، هېڅ یو یې نه ورغلی او نه یې له قومونو او ولسونو سره ناسته کړي، خپلو منځونو کې یې اړوي را اړوي، خو د بهر ولس ترې ناخبره وي."
دغه راز عبدالرحمان معاون وايي: "ولایتي اداره تل په داسې وختونو کې خپل یو کاپي کړی لېست کاروي، هغه خلک را غواړي چې پیسې ورته ورکوي او د خبرو کولو طرحه ورکوي چې ګوندې په دې محور به ځې او دغه دغه خبرې به کوې، دوی ته ویل کېږي چې تاسې وایئ چې ولایتي اداره او هرڅه جوړ دي، هغه چې د ولس رښتیني خلک دي، هغوی نه پرېښودل کېږي او په دروازو کې درول کېږي."
د دي ولایت بل اوسېدونکی نوراغا ځواک وايي: "دلته تفرقه اچول شوې، ځوان د ځوا، عالم د عالم، سپین ږیری د سپین ږیري او خور له خور سره اچول شوي دي، په دې خاطر چې دوی ملت ته څه نشي وړاندې کولی، دوی د خپل اقتدار او قدرت د دوام په خاطر تفرقي اچوي، د ننګرهار اداره دومره ماشومانه شوې چې فکر یې نه کېږي، په څڅوبي کې دروازې جوړېږي خو متاسفانه زمونږ ښاغلو ته تقدیرنامې ورکول کېږي."
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د یوه لوړپوړي جکومتي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته راغلی و او د ننګرهار له چارواکو او یوشمېر ولسي خلکو سره یې لیدلي وو.
ننګرهار ته د حمدالله محب د راتګ هدف د امنیتي وضعیت ارزول په ګوته شوي وو.
اخوا د ننګرهار چارواکي بیا د دغو مدني فعالانو ادعا رودي او وایي چې له مرکزه د هر لوړپوړي چارواکي سره په ناستو او غونډو کې ولس ته د ګډون برخه ورکړل شوې او په جریان کې کړي یې دي.
د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف وایي، هرکله چې په کومه ناسته یا غونډه کې د ولسي خلکو د ګډون کومه اندازه په اجنډا کې ورکول کېږي، له هغې ډېره برخه ورکول کېږي.
هغه زیاتوي: "زما ځواب دا دی چې که دوی د ملي امنیت سلاکار د راتګ په غونډه کې د ذبیح الله زمري خبرې واوري، که په هغو خبرو کې د ولس غوښتنې نه وې او یا دی زمونږ دولتي مامور وي نو دوی بیا د شکایت حق لري، البته مونږ نهایت کوښښ کړی، کله چې لویې غونډې دایرېږي، په کې ولسونو ته لویه ونډه ورکول کېږي، وروستۍ غونډه چې (د ملي امنیت له سلاکار سره وه) مونږ ته د ۴۰ یا ۵۰ کسانو د ګډون ویل شوي وو، مونږ پکې له سل تر یوسلو ۱۵ پورې خلکو ته د ګډون بلنه وکړې وه، څو شکایت نه وي."
خو د ننګرهار د ولسونو په باور، په دې وروستیو کې د ډېورند پر فرضي کرښه د پاکستاني لوري حرکات او اقدامات هم هغه څه دي چې حکومت ترې خبر خو ولس ترې ناخبره ساتل شوی دی.
دوی وایي، حکومت دې له ولسه فاصلې نه اخلي او هڅه دې وکړي چې په خپلو پلاونو کې ولسي خلکو ته ونډه ورکړل شي.